آرشیف

2021-5-2

شاه ولی آرین

د بهرنیو ځواکونو وتل او د افغانانو رسالت

 

افغانانو تل د خپل هیواد د استقلال، ارضي تمایت په لار کې د سترو قربانیو په نتیجه کې غلیم او استعماري تاقتونه په ګونډو کړي او تېر تاریخ یې روښانه بیلګې یادولي شو.

زیات او کم شل کاله د مخه امریکا زموږ پر هیواد یرغل وګړ، چې  په دغو کلونو کې هیواد او هیوادوالو د یوې ناوړه نیابتي جګړې په نتیجه کې د سترو زیانونو په ګاللو سره هر څه له لاسه ورکړل او یو شمېر ډېر په هیواد مین افغانان په دې سوچ کې وو او دي، چې د دې جګړې اصلي مسببین بهرنیان او د هغوي کورني لاسپوڅي دي.

دا دی اوس د افغانانو د مقاومت یا د بهرنیانو په خاص ډول د امریکا د موخو د تر لاسه کولو او یا یې د مجبوریتونو له مخې خپل ځواکونه وباسي او د افغانانو سترې هیلې تر سره کېږي، که چېرې ټول افغانان — که افغان دولت دی، که طالبان او یا سیاسي ګوندونه – او سیاسیون  په رښتیا هم له خپل هیواد سره مینه لرې، نو له دغو امکاناتو نه باید د خپل هیواد په ګټه استفاده وکړي.

په داسې یو حساسو شیبو کې چې د استعمار او پردیو تر سیاسي او اقتصادي اغیزو لاندې  افغانستان په یو ازاد او مستقل افغانستان بدلیږی د افغانانو رسالت په څه وي؟

زما په اند افغانان همدا اوس چې د می له لومړۍ نیټې نه د بهرنیو ځواکونو د وتلو چارې په عملي ټوګه تر سره کېږي، له ستر ازمون سره مخ کیدونکی دي.

اوس د دې وخت رارسیدلي، که چېری هر څوک خانته افغان وائې او د هیواد استقلال او ارضي تمامیت ته ارزښت ورکوي، د بهرنیو د اشغال پر ځای د یو ازاد، مستقل او ناپییلي افغانستان غوښتونکې وي، نو همدا یې وخت دی، چې یو بل ته سره لاس ورکړی، د هیواد د ازادۍ، ښیرازۍ او بیا رغونې په لار کې عملي ګامونه واخلي.

اوس چې بهرنیان او د ټولو په سر کې امریکا زموږ له ګران هیواد نه د وتلو په حالت کې دي او د څو میاشتو په لړ کې ټول بهرنیان وزي د افغانانو اصلي موخې او رسالت به څه وي:

۱- جګړه د دې ټولو ستونزو اساسي لامل و، چې د بهرنیانو له لوري زموږ پر هیواد او ولس تحمیلیدله، نو ځکه د بهرنیانو د اشغال په مقابل کې جګړې تر یو حده خپل مشروعیت درلود، اما کله چې بهرنیان زموږ هیواد پریږدي او وزي، بیانو جګړه هیڅ ډول مشروعیت نه لری، نو ځکه که افغان دولت او طالبان ځانونه رښتیا افغانان ګڼی باید سم د لاسه اوربند اعلان کړي، د وروري په فضا کې خپلمنځي خبرو ته کیني د ټولو افغانانو په ګډون، ګډ حکومت جوړ کړي او د یو ګډ پلان سره سم د انتخاباتو له پاره شرائط برابر ګړي.

۲- جګړه د هیواد د روانو ستونزو د حل لار نه ده، د روانې جګړې هر اړخ که غواړی او په دې فکر وي چې د جګړې له لارې ځان قدرت ته رسوي، ستره تیروتنه کوي او له خپل هیواد او ولس سره ستره جفا کوي، اوس د دې وخت دی، چې د جګړې هر اړخ د خپلو تیرو تمویلونکو نه مرستې نه د دې له پاره واخلي چې جګړه پرې وکړي، بلکې د دې له پاره چې خپل هیواد پرې په ګډه جوړ کړي، چې دا کار هیواد ژر په پښو درولي شي.

۳- هغه څه چې د یو ازاد او خپلواک هیواد افغانستان له پاره ډېر اړین و او د بهرنیانو له لوري د خپلو موخو د عملي کولو له پاره زموږ له هیوادوالو نه اخستل شوي وو، هغه ملي یووالي او واحد غږ او عمل وو، اوس د دې وخت رارسیدلی، تر څو ټول افغانان د طالبانو په شمول دغه نیمګړتیا بیرته راژوندۍ او پوره کړي یو بل ته سره لاس ورکړي او په دې باید پوه شي، چې د هیواد لوړی ګټې له بل هر څه نه ورته ارزښت لري.

۴- ټولو ته معلومه شوه چې د ترویکا په دواړو غونډو کې دا په ډاګه شوه، چې بهرني ستر هیوادونه حتا د پاکستان په شمول په افغانستان کې د اسلامي امارت د راتلو سره جدی مخالفت وښود او دوي د تیرې ورځې په غونډه کې ټولو په ګډه پریکړې وکړي چې:

 

– بهرني ځواکونه به په منظم ډول له افغانستان نه وزي.

– د دغو ځواکونو د وتلو په موده کې به د سولې پروسه دوام ولري، جګړه به د افغاني خواوو تر منځ بندیږي او د یو «با ثباته انتقال وضعیت » انتظار به لیدل کېږي.

– د افغان دولت تروریستي ضد عملیات به د نړیوالې ټولنې په مرسته دوام ولري.

– طالبان به خپلو کلني پسرلني عملیاتو ته توقف ورکوی او یا به یې شاته اچوی.

– هر ډول مسلحانه عمل د افغان د جګړې د اړخونو د تحمل او قبول وړ نه دي

– د ملګرو ملتونو د امنیت شورا به د طالبانو د افرادو او شتمنیو پر تحریم له سره کتنه کوي.

– په دوحه کې به د بین الافغاني مذاکراتو لړۍ دوام مومي.

د سولې په پروسه کې به د ملګرو ملتونو نقش برجسته کیږي.

– د کابل د ادارې او طالبانو تر منځ د یو څرګند متقابل عمل لیدونکی یو.

 

د اعلامیې پورتنې پریکړې ځکه د اهمیت وړ دي، چې د پاکستان په شمول دغو هیوادو د « د یو خپلواک، ملي حاکمیت، سوله ایز، متحد، دموکراتیک، بې پرې او خود کفا» افغانستان غوښتونکي دي.

بله اساسي موضوع همدا ده چې د افغان سولې په رابطه یوه ستره خلا د نړیوالې اجماع نه شتون مطرح کیده چې دا دی د ترویکا اعلامیې، دغه خلا یو څه را ډکه کړه، چې دا د سولې د عملي کولو په لار کې یو بری یادولای شو، چې د پاکستان ګډون اوهمغږی له دغو دری ځواکمنو هیوادو سره تر یوحده سیمه ایزې ستونزې هم رفع کولای شي.

اوس نو لکه چې  د افغان سولې په پروسه کې د امریکا د استازی خلیل زاد هغه خبره چې د امریکا د کانګریس په غونډه کې یې وکړه هغه دا چې:

«افغانان اوس دوه لارې لری یوه د سولې د مذاکراتو عملي کول او بله د جګرې لار.»

زما په اند لکه د مخه چې هم ویل شوی جګړه د حل لار نه ده، تر ټولو غوره لار، د روان فرصت نه سمه استفاده او د سولې د پروسې عادلانه او موفقانه عملي کول دي. د افغانانو رسالت به همدا وي، چې د بهرنیانو وتل د خپل هیواد د استقلال او ملي حاکمیت د یو ستر جشن په توګه ونمانځي او ټول په ګډه د یو سرتاسري او دایمي اوربند له لارې د خپل هیواد په دننه کې خبرې اترې تر سره کړی د یو ګډ حکومت د جوړیدو له لارې د راتلونکی له پاره په ګډه د سرتاسري ټاکنو له لارې د یو ازاد مستقل بې پرې او دموکراتیک افغانستان د جوړیدو په لار کې انساني اسلامي او افغاني ګامونه پورته کړي.

 

د یو ازاد او ځپلواک افغانستان د جوړیدو په هیله!