آرشیف

2021-4-3

شاه ولی آرین

د بهرنیانو د وتلو سمه لار

 

ټول هیوادوال ښه په دې پوهېږي چې د ۱۳۵۸ لمریز کال د جدي د میاشتې د شپږمې نیټې شوروي یرغل نه رانیولې، تر همدا اوسه تر نیواک او استعمار لاندې حکمتونه وو او دي. شورویانو ببرک کارمل او ډله یې په ټانکونو سپاره له ځان سره راوستل، هیواد یې اشغال کړ، ناکاره او لاسپوڅی حکومت یې په افغان ولس تحمیل کړ، په میلونونو افغانان یې ووژل، معلول او معیوب یې کړل او هیواد پریښوونې ته یې اړویستل. تر څو چې د امریکا پر مشری د غربي هیوادو او سعودی عرب په نظامي او اقتصادي مرستو، د افغان قهرمان ولس د  سترو قربانیو،مقاومت او له بله اړخه د نړیوال فشار په شوروي کې د ځینو بدلونونو په پایله کې، شوروي اتحاد مات او بیرته د خپل هیواد ستنیدو ته اړویستل شول.

د شوروي تر ستنیدو وروسته، ټولو ته جوته ده، چې د افغانستان جمهوررئیس داکتر نجیب الله د ملي مصالحې سیاست اعلان کړ، اما په خواشینۍ سره چې هم روسانو اوهم امریکا او انډیوالانو یې ونه غوښتل چې زموږ په هیواد کې دې سوله تر لاسه شې، ځکه د هغه وخت، د په نامه مجاهدینو جلو د امریکا، سعودي عرب او پاکستان په لاس کې و. همدا ډول د کارمل د وهل شوې ډلې او احمدشاه مسعود رسۍ د شورویانو په لاس کې وه، یانې نړیوالو په لاس وغوښتل چې افغانستان په سیمه او نړیواله کچه د دغو هیوادو د نیابتي جګړې ډګر وګرزي او دوي خپلو موخو ته ورسیږي.

شورویانو په غیرمسؤلانه توګه خپلې پښې سپکې کړې، امریکا او انډیولان یې هم د خیر په غونډۍ کیناستل او د هغه غوبل تماشا یې کوله چې د ډاکتر نجیب الله د حکومت له سقوط وروسته په نوم د مجاهدینو تنظیمونو په کابل او د هیواد په ولایتونو کې تر سره کول. ځکه یادو هیوادو یوه هم نه غوښتل چې افغانستان دې په سیمه کې پیاوړی اردو یا نظامي طاقت ولري او نه هم یو پیاوړی دولت.

په پاکستان کې اووه افراطي افغان تنظیمونه او په ایران کې اته، دې ټولو په ګډه هیواد تباه او برباد کړ او ګټه یې خپلو بادارانو پاکستان او ایران ته ورسوله.

د پاکستان د (ای اس ای) نظامي جنرالانو د حمید ګل او ضیا والحق د ځوی ترمشرۍ او د ایران د استخباراتو
د نظامي مشرانو په موجودیت کې، د دوي او د کارمل د ډلې هیڅ فرق نه وو، ځکه هغوي د روسانو پرټانکو سپاره راغلل او دغه افرطي ډلې هم د پاکستان او ایران پر موټرو او وسایلو سپاره له استخبارتي مشاورینو سره یو ځای راغلل.

د غو افراطي ډلو ټول هیواد او هیوادوال دومره له غمیزو سره مخ کړل، چې د هیواد ټول مادي او معنوي ارزښتونه یې له خاورو سره خاورې کړل، چې همدا اوس هم زموږ د وسله وال پوځ وسلې، مهمات او حتا الوتکې د دغو هیوادو په نظامي اډو او نندار تونونو کې شتون لري.

د طالبانو د منځته راتلو پروژه خو ټولو ته معلومه ده چې د امریکا، انګلستان، سعودی عرب او پاکستان له لوري تنظیم، اکمال او د همدغو هیوادو د ګټو او موخو له پاره جوړ او په افغانستان کې یې سیاسي قدرت ته ورسول، دا چې دوي د خپل حاکمیت په وخت کې څه وکړل، دا هم ټولو هیواد والو ته روښانه ده، نو ځکه دوي هم  هیڅکله یو ملي ځواک نه وو او نه یې تمثیل کولای شي، بلکې لکه د نورو په شان یوه پردۍ او د نورو د ګټو له پاره یوه جوړه شوې پروژه وه.

د طالبانو تر سقوط وروسته، جوړ شوي حکومتونه خو ځکه ملي بڼه نه لري، چې د امریکائي استعمار په لاس جوړ شوي حکمتونه دي او کله چې بهرنی استعمار په یوه ملک کې حاکم وي، هلته استقلال حتا له ګواښ سره مخ وي.

له پورتنیو توضیحاتو نه مې موخه دا ده چې یو ځل یې بیا تکراروم چې:

د شورویانو له تجاوز نه نیولې بیا تر ننه هیچا مستقل حکومت یا نظام نه درلود، نو ځکه هیڅ یو له بل نه برتري نه لري، یوازې په عمل کې بدلون لیدل کیږي دا چې برتري نه لري او ټول د استعمار زیږنده دي، او همدا اوس هم  چې څوک د امریکا پر ضد د جهاد او مقاومت ټټر وهی لکه طالبان، یا څوک ځانته سیاسیون وائي، یا ځانونه د دولت  اپوزیسیون بولي، لکه د جمعیت تنظیم یا د ګلبدین اسلامي حزب او یا د محقق اوخلیلي ډلې او ګروپونه او یا هم د دوستم د شمال جنبش، چې همدا اوس هم په اوسني حکومت کې پوره برخه لري او هم د دولت اپو زیسیون ځانونه شماري.

له دې ټولو نه زما غوښتنه دا ده چې یو ځل دې دوي خپل سر ګریوان ته ټیټ کړي او ښه دې په ارامه سوچ وکړي، که په رښتیا هم دوي ځانونه افغانان بولي، د پردیو نوکران نه دي او په رښتیا هم غواړي چې بهرنیان دې له افغانستان نه ووزي، دایمي سوله دې په هیواد کې تر سره شي، نو له همدې اوسني فرصت نه دې د بین الافغاني مذاکراتو له بهیر نه انساني، اسلامي او افغاني ګټه پورته کړي، افغان وژنه دې د یوه دایمي اوربند په نتیجه کې پاي ته ورسوي، د یو ګډ حکومت په جوړیدو دې هوکړې ته ورسیږي. د بهرنیانو د سم او مسؤلانه وتلو لپاره دې ضرب الاجل وټاکې او ټول دې په ګډه د پخواني شوروي په ګدۍ ناستې روسیې او امریکا نه د دې څلویښت کلنې جګړې د ناورین غمیزې، وژنو، ورانونو، چې افغان ولس یې قرباني دي، جنګي غرامات وغواړي او ټول اړخونه دې په داسې یو ګډ حکومت هوکړې ته ورسیږي چې ټول افغانان په کې خپل ځان وویني.

موجود نظام دې د معقولو اصلاحاتو په راوستلو سره نور هم پیاوړي کړي، اصلاحات دې په کې راولي. د اساسي قانون د تعدیل لپاره دې له قانوني لارو سمون راولي، ټول دې د هیواد د ښیرازۍ لپاره یو بل په غیږ کې ونیسي، د دې په عوض چې یوبل سره نفي کړي، د یو بل د اصلاح او تکمیل لپاره دې کار وکړي، نړیوال تضمیمونه او مرستې دې د هیواد د پرمختګ او بیا رغونې له پاره تر لاسه کړي. د فساد پرضد دې جدي مبارزه پیل شي او یو بې پرې ځواکمن کمیسون دې دغصب شوو دولتي او شخصي ملکیتونو د خوندیتوب لپاره و ټاکل شي او همدا کمیسون دې د اشخاصو د شتمنیو په هکله پلټنې تر سره کړي.

د ګډ حکومت موده له شپږو میاشتو نه تر یوه کاله پورې باید په نظر کې ونیول شي. د دغه حکومت تر ټولو بنسټیز لومړیتوبونه په دا وي:

–  د ګډ حکومت د ټولو اړخونو تر منځ د اعتماد د فضا د منځته راتلو لپاره عملي او وجداني هلې ځلې تر سره کول، نسبت شخصي او ګروپي ګټو نه د هیواد لوړو ګټو ته ترجیع ورکول.

– له ټولو سیاسي، تنظیمي او ګروپي ډلو نه وسلې راټولول او دولت ته سپارل.

–  مافیا ئي او د زورواکي سیستم نړول مرکزي اداره پیاوړي کول.

–  د تالبانو نظامي ځواک له دولتي ځواک سره مدغم کول.

–  په نظام، دولت او اساسي قانون کې بدلون او تعدیلات د اړتیا په صورت کې راوستل.

–  د ملګرو ملتونو، اروپائي اتحاد او اسلامي کنفرانس د غړو هیوادو د مرستو را جلبول او د راتلونکو رڼو ټاکنو لپاره د دوي تر څارنې لاندې خپلواک کمیسون جوړول.د یادولو وړ یې بولم تر څو چې په هیواد کې مافیائي او زورواک د غه ناولي سیستم مات نه شې هیڅکه به نه سوله راشي او نه عادلانه تاکنې.

 

له هیواده د بهرنيو ځواکونو د مسؤلانه وتلو په هیله!