آرشیف

2020-4-15

شاه ولی آرین

د اوښکو رودونه

دا چې پــه زړونــو کې غـمــونه جوړ شول
هـرلـور د اوښـکـو سیلابـونــه جــوړ شول
 
هـرخـواوحشت نـه فریـادونـه جګ شوول
چـې دې دنـیـا کې دوزخــونـه جــوړشـوول
 
دعـدالت ټــیکه دارانو زنـدانـونـه ډک کـړل
حق چې باطل شـو تهمـتـ‎‎ونــه جــوړ شوول
 
خـود شـو رسـوا اوس د عـمـــرونــو زاهـد
چـې پـه لمن کې یـې داغـونــه جـــوړ شول
 
د ســر امـان دی پـــــه کې غـــواړه اشــنــا
د مظلوم اوښکې، که رودونــه جـوړ شوول
 

۱۹۹۸کال
دنمارک
 شاه ولي ارین