آرشیف

2017-9-3

دوکتور ص. سعیدي

د امریکې د سیمې نوې پالیسي او ګلخانان!

هغه وخت یعنې زمونږ سیمه کې د انګلیسي استعمار وخت کې له پنجابه یو شمېر خلک پختونخوا ته راوستل  شول چې پښتو یې ور زده کړه او پختونخوا کې به یې د استعمار ګرو ته د سرکونو او د استعمار ګرو ګټو او جایدادونو د ساتلو تر څنګ د هغوی لپاره حتی جنسی او شهواني خدمات وړاندې کول!
کله چې د هغه وخت استعمار له سیمې ووت نو همدغه چودریانو، باجوه ګانو، بوټو ګانو او نوازانو ته یې د اوسني غیر مشروع پاکستان واګې  او خپلې بنګلې او جایدادونه ورتسلیم کړل او همدوی دي چې تر نننه ددې غیر مشروع سرطاني موجود یعنې قاقستان اصلي حاکمیت په لاس کې لري.
ددې مصنوعی غېر مشروع هېواد  یعنې پاکستان ملي سرود: 
شاد باش سرزمین پاک… په دغه ژبه پاکستان کې څوک خبرې کوي؟ 
د شرق د عزت ستوری چې پاکستان هغه خپل م‌ؤسس  او یواځنی افتخار بولي یعنې علامه اقبال لاهوري لیکي: 
ساری دنیا سې اچها 
هندوستان همارا…  
نو پاکستان نه عزت لري، نه تاریخ او نه خلک. پاکستان افغان ولس د جهاد نه پ ه ناروا ګټو اخېستو افغانستات او د افغان ولس د تباهۍ او ورو وژنې ته تر دانننه ادامه ورکوي. 
پاتې شوه په اوسني پاکستان کې د یو څو ګلخانانو خبر. 
باید ووایم چې پښتنو او بلوڅو د بابړې د قیام او د پښتنو ددې کربلا نه تر دا نننه د خپلې آزادۍ او استقلال لپاره په میلیونو قربانۍ ورکړې او ورکوي چې د پنجاب له غلامۍ ځان خلاص کړي، خو نن سبا تر مونږه تر مونږ کله نا کله هغه آوازه ای اس ای رسول غواړي او رسوي چې ای اس ای یې رسول غواړي. 
مونږ ه چې دا د پنجاب آواز، د ګلخانانو او یو څو پلورا شو او ‌‌‌‌‌‌ډارول شوو کله ناکله د حسن خان، ایمل خان ولی او جنرال حمید ګل او اسد درانی …  آواز په پښتو وارو نو بیا قهر راشي او یو خبر لیکو چې ممکن یو شمې ر نور پرې خفه کړو خو اصل د قضیې دادی چې پښتنو او بلوڅو د آزادی سترې کارنامې شته او روانې دي او دا یو څو ګلخانان او پلورل شوي مشران د دغه ستر مجاهد ملت په نامه خبر نه شي کولای  او مونږ. له آمو نه تر آباسینه. د افغان ولس او د بلوچانو. د پنجاب نه د خلاصیدو او آزادۍ موجوده سرښندنې او کارنامې چې د عزت او افتخار دي ، زمونږ ګ‌‌‌‌‌‌ډ افتخار او عزت ګڼواو پرې ویاړو. 
اوس اوس د پښتنو او د بلوڅو د پنجاب له سلطې او استبداد نه د آزادی هغه تاریخي فرصت او موخه ده چې بيا به نه وي!  
له دغه ځایه او له دغه فرصته د پښتنو او بلوڅو پر بعضې بېدهذمشرانو لو پر محمود خان اڅکزي او اسفندیار ولي غږ کوم چې دا تاریخي فرصت له لاسه مه ورکوئ او د خپل ولس آواز شئ او له نړیوالې ټولنې سره یوځای د دایم لپاره د پنجاب له سلطې او ظلمه ځان خلاص کړئ! 

ومن الله التوفیق
۳/۹/۲۰۱۷