آرشیف

2021-4-28

شاه ولی آرین

د امریکا مسؤلانه وتل

 

تر هغه ځایه چې لیدل کېږي زموږ د روڼ اندو افغانانو د میدیا ئې نړۍ برخوال په خاص ډول، د فیسبوک، تویتر له لارې همدا اوس په درې ډلو ویشل شوي دي چې:

یوه ډله یې د افغان حکومت نه چې د بهرنیو له لورې تمویل او پلوي یې کېږي د دفاع په لار کې یې هلې ځلې، لیکنې او تبلیغات ورته کوي.

بله ډله په اګاهانه یا غیر اګاهانه ډول د طالبانو، د قدرت ته د رسیدو، طالبانو ته د هیواد د ملي مبارزینو د نوم د ورکولو او د پاکستاني استخباراتو په خدمت کې، د شوراې نظار د اهدافو په خدمت کې د نظام پر ضد، د هیواد د نظام د مخالیفینو ژرندو ته د اوبو د ورزیاتولو په لار کې خپل ګران وخت تیروي.

دریمه ډله بی پری او د هیواد د ملي ارزښتونو نه د دفاع په لار کې د نظام د اصلاحاتوو د سولې د رامنځته کیدو، د بهرنیو ځواکو د مسؤلانه وتلو، د ملي او د واقعیت پر بنسټ د ولاړو افغانانو اجماع ، سیمه ایزه اجماع او د نړیوالې اجماع غوښتونکي او د داسې سولې غوښتونکي دي، چې ټول افغانان په کې خپل ځانونه وویني، البته نه، زورواکان، غاصبین، او د امریکا په موجودیت کې پړسول شوي مسلکي غله، تنظیمیي مشران او هیواد پلورونکي.

یوه مهمه ستونزه خو دا هم ده چې د ډیرو لیکوالانو د حکومت، دولت او نظام په هکله یا په توپیرونو سر نه خلاصیږي او یا د پیښو په هکله غیر مسؤلانه او عقدیې برخورد کوي.

اوس راځم د دومې کتګورۍ هغو روڼ اندو ته چې د خپل ژوند خورا ارزښت ناک وخت یې د هیواد د ملي ګټو نه د دفاع په لار کې یا په سیاسي چپو ګوندونو کې تېر کړي او یا یې ملي، هیوادنی بې پرې سیاست کړي، بیا نو څنګه کولای شې چې د یوې تورې، تیارې پدیدې په ملاتړ کې ودریږي، چې عملا د پاکستان د (ای، اس ای) له لورې  تمویلیږي، روزنه ورکول کېږي او د خپل هیواد د ورانونې او ورور وژنې له پاره یې رالیږي او خپل هیواد پرې ورانوي، خو دوی  ورته د ملي مبارزینو لقب ورکوي، دا دی انصاف؟.

دغه د طالب، (ای اس ای) شورای نظار په خدمت کې خدائې خدمت ګاران دومره افرطي شوي، چې هغه دتیرو زمانو  متل دی چې وائې:

خدای بردی د یو چا نوم و، کله چې د هغه وخت د امر بل المعروف ونهی عن المنکر شانته کوم حکومتی جوړښت سره مخ کېږی ترې پوښتنه کوي چې نوم دی څه دی؟:

هغه چې غواړي ورته ووائې خدای بس نور یې راچپه کوی او په دًرو سره یې وهي، هغه بیچاره چیغې وهی بردي او بردي وائي، خو دوی یې بردي ته نه پریږدي او نه یې خوشې کوي، چې د خدای نوم دی پر ځان ایښي کافره، خدای پرې ورحمید تر څو چې یو لاروی پر لار تیریده، د دې بیچاره غږ یې واورید، چې وائې خدای بردي. لاروی د دًرو والا ته وویل:

«تاسو خو دا سړی بردي ویلو ته نه دی پریښی، د ده نوم خدای نه دی، بلکې خدای بردي دی.»

له پورته یادونې نه مې موخه دا ده، که یو څوک وائې چې امریکا د ټولو تیروتنو سره، سره نظام جوړ کړی، له هیواد سره یې مرستې کړی، یا اوسني نظام کې باید اصلاحات راشي او یا هم ووائي چې امریکا باید په مسؤلانه ډول خپل قطعات وباسې، نو له دغو کسانو سره ټاپی په لاس کې دي، یا به درته «اردلي» وايي او یا «خیاط» اما په واقعیت کې خو اردلیان دوي په خپله دی چې د طالب او (ای اس ای) چاکري کوي.

غواړم دلته د مسؤلانه وتلو پر مفاهیمو لنډ بحث وکړم:

۱- شل کلنه وروستۍ جګړه امریکایانو پیل کړه، پر هیواد یې یرغل وکړ، د یرغل همزمان یې درې اساسي موخې په ګوته کړی، چې دوي به یې سرته رسوي، د القاعدې او افراطیت ځپل او له منځه وړل، ښه حکومت داری او د فساد پر ضد مبارزه. د مخدره توکو د تولید، قاچاق او استعمال مخنیوی. تاسو اوس قضاوت وکړئ، چې له دې نه یې کوم یو عملي کړي دي، بنآ د دغو اهدافو د نه عملي کولو په صورت کې که دوي وزي، دا یو غیر مسؤلانه وتل دي، چې په مقابل کې باید افغانانو ته د خساراتو جبران ورکړي.

۲- د سولې پروسه امریکایانو پیل کړه د افغان دولت په نه شتون کې له طالبانو سره، اوس که سوله نیمګړې پریږدي او خپلی پښې سپکوي دی ته غیر مسؤلانه وتل وائې، چې دا د دوي سیاسي او اخلاقي مسؤلیت دی چې باید تر سره یې کړي.

۳- امریکایان د جګړو د شدت او د دواړو خواوو افغان وژنو مسؤل دي، په داسې یو وضعیت کې بې بدیله وتل یو غیر مسؤلانه عمل دي، باید د افغان جګړې او د سولې د پروګرام تر عملي کیدو د ملګرو ملتونو اود اسلامي کنفرانس غړو هیوادو، اروپائې اتحاد تر څارنې لاندې بې پرې سوله ساتې ځواکونه د امریکا او ناتو د ځواکونه ځای ډک کړی وای چې دې کار ته که تر سره شې مسؤلانه وتل ویلی شو.

۴- د امریکا او افغان دولت تر منځ په دی شلو کلونو کې یو شمېر تړونونه لاسلیک شوي چې اوږد مهال او لنډ مهال زمان پورې د اجرا وړ دي، د دغو تړونونو په مقابل کې بې تفاوتي د غیر مسؤلانه وتلو مانا لري.

۵- د افغان د دغې نیابتي جګړې نړیوال، سیمه ایزه او د ګاوندیو هیوادو اجماع په نړیواله کچه د امریکا اخلاقي مسؤلیت و او دی، د دغو اړیکو او مناسباتو نه جوړول، یوې نتیجې ته نه رسول او پښې سپکول هم د غیر مسؤلانه وتلو مانا لري.

غواړم یو وار بیا د طالبانو او (ای. اس. ای) فیسبوکې چړیانو ته په ډاګه کړم چې د پورتنیو اړتیاوو نه تر سره کول او یا یې د بدیل په هکله فکر نه کول د هر په هیواد او ولس مین افغان دنده او مکلفیت دی، چې هم امریکایان، هم افغان دولت او طالبانو نه د دې اړتیاوو پوښتنه او حساب واخلي.

درنو لوستونکو زه یو وار بیا په ډاګه وایم چې نه د غنی د حکومت طرفدار یم او نه د طالب د افغان وژونکې او هیواد ورانونکې سیاست او کړنو، ځکه دواړه د یو شمېر مثبتو او منفي کړنو سره، سره د استعماري دولتو زیږنده دي، او څه چې امریکا او پاکستان دوی ته وائې همغه کوي.

زما له انده نظام کاملا بل مفهوم لری، هغه دا چې د هیواد ټول بنسټونه، دولتي، ټولنیز، سیاسي، مدني او حتا ټول هیواد وال په نظام کې شامل دي او هر څوک چې د نظام د کمزوره کولو او یا د له منخه وړلو هلې ځلې کوي، هغه نه بښونکې  تیروتنه کوي، او د خپل هیواد سره ستره جفا ده.

ښه خبره به دا وی چې ټول افغانان یو موټي شې که افغان دولت دی که طالبان دې او که نورې سیاسي ډلې او افغان ولس ټول یو ځای او په یوه خوله د خپل هیواد د لوړو ګټوو او د بهرنیانو د مسؤلانه وتلو له پاره ګډې هلې ځلې وکړي او د یو مستقل، سرلوړی بې پرې افغانستان د جوړیدو په خاطر یو بل سره ومنی.

جګړه د حل لار نه ده، هر څوک چې د جګړې له لارې فکر کوي چې سیاسي قدرت ته به ورسیږی ستره تیروتنه کوي او په دې باید پوه شي چې لومړی خو ممکنه نه ده، مګر که بیا هم جګړه وګټي، بل ځواک به یې په مقابل کې جوړیږي او جګړه به بیا دوام مومي.

 

پای