آرشیف

2020-3-26

شاه ولی آرین

د امریکا د بهرنیو چارو وزیراعلامیه، افغان ولس ته ګواښ

افغانستان ته د امریکا د بهرنیو چارو وزېر پمپیو راتګ، د دوه زرو څوارلسم کال د سناریو بیا تکرار لپاره و. کله چې د امریکا د هغه وخت د بهرنیو چارو وزیرجان کېري کابل ته راغی، د محمد اشرف غني او عبدالله لاسونه یې د بري په دود ورجګ کړل او د داسې یو حکومت اعلان یې وکړ چې د هیواد له اساسي قانون سره په تضاد کې و.
د ملي یووالي هغه حکومت چې په عمل کې یې ملي یووالي نور هم دومره زیانمن کړ، چې نتیجه یې داده د دوه غبرګو حکومتونو زیږول دي.
زموږ په هیواد کې د امریکا ناکامه سیاست اوهغه پالیسي چې (غله ته وائې غلا وکړه او د کور څښتن ته وائې ویښ اوسه) د دی علت شو، چې ځانته د اوړو د پوزی جوړولو په خاطر پمپیو راولیـږي، چې د یو بیکاره حکومت د جوړیدو له لارې خپلو هغو موخو ته ځان ورسوي، چې د یوځواکمن او با ثباته حکومت په شتون کې ورته ناشونی دی.
 
اوس نو پوښتنه داده چې ایا په رښتیا امریکا غوښتل چې د غني او عبدالله تر منځ روانې شخړې ته د پای ټکي کېږدی؟
 
زما له انده نه یوازې دا چې، نه یې غوښتل دغه ستونزه حل کړی، بلکې غوښتل یې چې نوره هم فضا خړه پړه کړي او د خپلو نوو ستراتیژیکو ملګرو، طالبانو ته د یوه ځواکمن موقف زمینه برابره کړي، چې په راتلونکي نظام کې غوښنه برخه ولري.
 
د اعلامیې له ځینو برخو نه داسی ښکاري چې یا امریکایانو له محمد اشرف غني سره د پردې ترشا په پټه معامله کې د هغه د ملي موقف د لوړوالي په خاطر وغوښتل داسې افغانانو ته په ګوته کړي چې غني د امریکایانو غوښتنه رد کړه او یا دا چې په رښتیا هم امریکایانو ته نور د دغه تیرنولس کلن بهېر سیاسیونو او زمامدارانو خپل ارزښت او اتبار له لاسه ورکړی او باید د خپلې بقا او په سیمه کې د خپلو ستراتیژیکو موخو د عملي کولو لپاره د یو نوي نظام او نوو څیرو د منځته راتګ له لارې د سیمې کنترول او بیلانس په خپله ولکه کې وساتي.
 
زما له انده د دغه وروستي وریانت چانس ډېر د عملی کیدو وړښکاري، چې له طالبانو سره د سولې قرار داد او د قرارداد د ځینو خاصو برخو له افغان حکومت سره نه شریکول، اوربند عملي کول، یوازې له بهرنیانو سره، د افغان حکومت سره د خبرو نه تر سره کول، یوازې د کابل د ادارې په توګه یې تعریفول، د زندانیانو د خوشی کولو جنجالونه، د دوه غبرګو حکومتونو زیـږول، د امریکا د وروستۍ اعلامیې محتویات په خاص ډول د یو ملیارد ډالرو کمول، د سیاسی اهدافو لپاره د نظامی قوت د استعمال نه، نه ملاتړ هغه څه دی چې دغه دویم وریانت یوڅه نور هم باوري کوي.
 
غواړم دلته د افغان دولت یا د محمد اشرف غني د لومړیتوبونو او مجبوریتونو په هکله هم یوه لنډه تبصره وکړم:
 
تر هغه ځایه چې معلومېږی، په افغانستان کې د ۲۰۱۹ کال د جمهوري ریاست ټولټاکنې تر سره شوې، سره لدې چې ډېرې نیمګړتیاوې به یې درلودې، خو د ټولو کاندیدانو په خوښه او مستقیمو رایو د انتخاباتو د کمیسون کمیشنران و ټاکل شوول او همدغه کمیسون محمد اشرف غني د ټاکنو بریالی جمهور رئیس اعلان کړ، بیا نو نه منل او یایې په مقابل کې موازي حکومت اعلانول، آیا تمرد او د اساسي قانون خلاف عمل نه دی؟
 
د محمد اشرف غني د لوړې په مراسمو کې د دری څلور هیوادو پرته، نور د نړۍ د ډیرو هیوادو دپلوماتیکو نمایندګانو د امریکا په شمول په خپله د محمد اشرف غني د بریا تائید او ملاتړ و.
که چېری د امریکا په اوړو کې شګې نه وي، نو بیا ولې د دې هلې ځلې کوي، چې د تیرو څو کلنو ناکامو تجربو په نظر کې نیولو سره  بیا هم د ګډوله مشروط حکومت د جوړیدو تلاش وکړي.
 
همدا اوس محمد اشرف غني له سترو ګواښونو، پوښتنو او نیوکو سره لاس وګریوان دی چې غواړم دغه ستونزې په ګوته کړم:
 
۱ــ د طالبانو د زندانیانو بی له قید او شرطه خوشې کولو کې، ډیر هیواد وال غوښتنه لري چې دغو زندانیانو د مظلومو بیګناه انسانانو ژوند تبا کړی، خوشې کول یې له هیواد او ملت سره ستره جفا ده، که غني دا کار وکړي، د ملت په اراده پښه ږدی او د امریکا دغلامۍ نښه ده. خو یو شمېر د غني مخالفین بیا د غني له دغه ملي دریځ نه چې وائي زندانیان خوشې کوم، خو په دې شرط چې اوربند وشي، د بین الافغانی خبرو باب پرانستل شې، طالبان دی د پاکستان له ولکې نه راووزي، د غني دې غوښتنو ته د سولې له پروسې سره مخالفت او د خپل د قدرت د دوام عنوان ورکوي او تخریبوی یې.
 
۲- که چېری غني له عبد الله سره د هیواد د لوړوګټو په نظر کې نیولو سره په یوه قانوني چوکاټ او د ملي مصلحت په نظر کې نیولو سره، د خبرو اترو له لارې د جوړ جاړي هڅه کوي، د واره ورپسې تخریب کوي چې دادی بیایې معاملی ته مخه کړه، حال دا چې په کمپاین کې یې وعده ورکړې وه چې د معاملې حکومت به نه جوړوي.
 
برخلاف که چېرې د هیواد ملي ګټې او د تیرو ترخو ازموینو په نظر کې نیولو سره جوړ جاړي ته غاړه نه ږدی قانونی عمل حتی د تمرد کونکو د محاکمې ته د راکشولو عمل وکړي، بیا ورته د خائن، د قدرت د لیوني، د قدرت د تمرکز او انحصار کونکي یا فاشست نوم ورکوي.
 
د پورتنیو توضیحاتو نه می موخه داده چې هیواد او ولس همدا اوس له سخت ناورین او بحران سره مخ دی. امریکا ته یوازې خپلی موخې او ګټې ارزښت لري، نه ورته غني نه عبد الله او نه طالب، بلکې دوی هر یو لکه نانځکې سره لوبوي او خپلې موخې عملي کوي.
 
باید په روڼ ډول ووایم چې اوس انتخاب، تصمیم او عمل د دې ستر بحران نه د خلاصون لپاره د افغان ولس او هغو بادرکه افغانانو کار او جدي هلې ځلې دي چې د هیواد د استقلال، ارضی تمامیت او خپلواک افغانستان ارمان لري، نو ځکه هم باید په دې موجود مثلث کې انتخاب وکړي او هم د موجود نظام په خاص ډول د هیواد د پیاوړي، با عزته او په هیواد او خلکو مین پوځ نه د ملاتړ په لړ کې خپل ګران هیواد د دې سترو بلاوو او وبا له افت نه وژغوري، پردیو او د هغوی غلامو لاسپوڅو ته موقع په لاس ورنه کړي چې هیواد مو یوځل بیا د نوې معاملی ښکار وګرځوي.
 
زما په اند د هیواد د نجات یوه عملی لار په هیواد کې د اوسني نظام تقویه کول، ملاتړ او اصلاحات دي چې هم د پردیو د شومو موخو د عملي کولو مخه ډب کولای شي او هم د هغوی د ګوډاګیو هیواد پلورونکو، نو ځکه راځئ چې په یوه غږ او هوډ د هیواد ژغورنې لپاره یو موټي، یوه خوله او واحد ملت په توګه ژر تر ژره راویښ شو ودریـږو او خپل ګران هیواد له سترو بلاوو نه وژغورو.
 
هیواد مو د دې سترو وباوو تر څنګ، له بل ستر ګواښ او ناورین سره چې کوید۱۹یا کورونا دی هم مخامخ دی چې له دی افت نه د خلاصون یوه اسانه لار د هر چا خپله ډېره پاملرنه ده، ځکه په داسې یوه وضعیت کې چې هیواد له کمزوري اقتصاد سره مخ وي، ښه خبره داده چې خپله ځانونه وساتو، د هغو مشورو او متخصصینو نظریاتو ته پام وکړو چې میډیا یې را په ګوته کوي.
 
د هېواد ساتنه د هر افغان دنده ده!
 
 شاه ولی ارین