آرشیف

2021-8-18

شاه ولی آرین

د افغان دولت د سقوط اصلي لامل امریکا ده

 

ټولو هیوادوالو او نړیوالو ته لکه لمر روښانه ده چې امریکا د سپتمبر د یولسمې نیټې د پیښې تر بهانې لاندې زموږ پر هیواد یرغل وکړ او د طالبانو رژیم یې د ( ب۵۲ ) الوتکو د بمونو په غورزولو سره نسکور کړ او د نړیوالې ټولنې تر نامه لاندې یې د بُن د خائنانه کنفرانس له لارې د خرڅ شوو هیواد پلورونکو غلامانو نه جوړ شوی ګوډاګی حکومت پر افغان ولس و تاپه.

امریکا شل کاله افغانان پر بیلا بیلاو پلمو ووژل، د خپلو ګوډاګیانو د غلطو راپورونو له مخې یې، پر ودونو او محفلونو بمونه وغورزول، د بمونو مور یې زموږ پر هیواد استعمال کړه. لسګونو نورې منفي پدیدې چې د هیواد د فرهنګ او عنعناتو سره په ټکر کې وي پر هیواوالو تحمیل کړي، پر مخدره توکو روږد، فحش او فحشا، فساد، رشوت چور او چپاول د دغو منفي پدیدو سترې بېلګې وې.

امریکا د قومونو، سیاسي تنظیمونو، سیاسي ګوندونو تر منځ د نفاق بې باورۍ اور ته لمن ووهله د افغانانو ملي یوالي یې د خپلو شومو موخو د عملي کولو له پاره زیانمن کړ.

شل کاله یې له افغان ولس سره استخباراتي لوبې تر سره کړې، افغانان یې په خپلو منځونو کې د خپلې نیابتي جګړې او شومو موخو له پاره قربانیان کړل، له یو لوري یې افغان دولت له طالبانو سره جنګوه او له بله پلوه یې په میلیونونه ډالر پاکستان ته د طالبانو د ځواکمن کولو په خاطر د افغانستان حریص ګاونډی پاکستان ته په لاس ورکولي، په قطر کې یې د طالبانو له پاره رسمي سیاسي دفتر فعال کړ او طالبان یې ورو، ورو په مطرح سیاسي او دپلوماتیک مطرح ځواک بدل کړل.

د امریکا د دغه استعماري دوه مخي سیاست او په هیواد کې د ناکاره او ضعیفو حکومتونو د رامنځته کولو له لارې یې تل و غوښتل چې په هیواد کې د یو ځواکمن حکومت مخنیوي وکړي.

د بُن تر کنفرانس وروسته یې تل د یو لاس او ځواکمن حکومت مخنیوي وکړ، د کرزي او افغان جمهور رئیس اشرف غني د دواړو دورو په ټاکنو کې یې په اګاهانه ډول د درغلیو تر عنوان لاندې د ګډوله او کاواک حکومت د جوړیدو زمینه برابره کړه.

د افغانستان وسلوال ځواکونه یې په اګاهانه ډول د مسلکي، هیوادپال او په هیواد مینو نظامي کادرونو نه بې برخې، ټول یې تقاعد او کورناستې ته سوق کړل او پر ځای یې خپل تربیه کړی اجنټان چې ټولو د غلا او لوټ مخینه درلوده، د وسلوالو  ځواکونو په مهمو پوستونو کې وګمارل، تنظمي او داسې بې اساسه نظامي ځواک یې جوړ کړ چې هره لحظه یې د پاشلو او د امریکا د اهدافو او غوښتنو د عملي کولو په لار کې د دوي په خدمت کې وي.

د امریکا د شومو موخو بله ستره بیلګه دا وه، چې د افغانانو بنیادي دشمن خلیل زاد یې د افغان د سولې په پروسه کې و ګماره، چې له یوه لوري یې د سولې له پروسې نه افغان دولت بې برخې او څنډې ته کړ او له بله پلوه یې افغان دښمنه اجنټان په خپل غېـږ کې ونیول او په افغان دولت کې یې د پاکو، سپیڅلو کادرونو او جمهور رئیس محمد اشرف غني پر ضد د دولت د اپوزیسیون تورې او بدنامه څیرې را وپارولي او بې بنیاده له تعصب ډک تبلیغات یې د نظام او په نظام کې د هیواد ګټو ته د صادقو عناصرو پر ضد د یو کمپاین په توګه وکارولې.

خلیل زاد د خپلو افغان دښمنانه پالیسیو له لارې، ایران، پاکستان، روسیه دې ته وهڅول چې له طالبانو نه ملاتړ وکړي او افغان دولت د خپلو افغاني لاسپوڅو په واسطه تخریب او د پرمختګ په لار کې یې خنډونه رامنخته کړي.

امریکا د پاکستان له لارې ایران، روسیه او چین دې ته وهڅول تر څو د افغان جمهور رئیس د هیواد جوړوني د رشد او پرمختګ مخه ډب کړي، د افغانستاني، من افغان نیستم، افغانیت او اسلامیت، د الکتروني تذکرو او داسې نورو پدیدو په نامه را پارونه ټول هغه څه وو، چې د امریکا او د هغوي د لاسپوڅي دولت پاکستان له لوري، د نظار شورا، د دوستم د جنبش، د محقق، خلیلي، پدرام، حکمتیار او د ټولو په سر کې د هیواد د ملی ارزښتونه د دښمن حامد کرزي په لاس عملي کیدل تر څو د طالبانو د قدرت ته د رسیدو له پاره مساعد شرائط برابر کړي.

اوس چې امریکا او پاکستان خپل ارمان ته ورسیدل، دا دی طالبان یې پر هیواد مسلط کړل، نو ځکه هیوادوالو ته د څو مهمو او بنیادي خبرو یادونه اړینې ګڼم.

۱- افغان ولس باید پر دې باندې پوهیدلی وي، چې د طالبانو قدرت ته رسیدل د امریکا او پاکستان هغه ګډه افغان دښمنه پروژه وه چې په هیواد کې یې د خپلو معلوم الحاله لاسپوڅو له لارې عملي کړه، چې دغه لاسپوڅي کابل ته د طالبانو له راتګ وروسته یو په بل پسې خپلې منحوسې څیرې هیوادوالو ته وروپیژندلي. یو شمیرو یې د پاکستان پښو ته سر ټیټ کړ، یو شمیرو یې  طالب ته ګونډې ووهلې او یو شمېر نورو اوزبکستان او ترکییې ته ودانګل، چې د محمد اشرف غني د حکومت په لار کې یې د خپل فرعوني ځواک چیغې او نارې وهلي، حکومت یې تل ګواښه دا دی اوس یو دم لکه کاغذی زمریان تري تم شول.

۲- زه تر همدا اوسه د افغان دولت او د جمهور رئیس محمد اشرف غني د منتقیدینو له جملې نه وم، تل مې په نظام کې فساد او د حکومت نیمګړتیاوو ته اشاره کړې او جدي نیوکې مې پرې کولې، مګر اوس د افغانانو د عرف او اخلاقو له مخې د جمهور رئیس محمد اشرف غني په هکله چې د یو شمیر هغو عواملو له امله چې تر اوسه هیچا ته په کره توګه معلو م نه دې چې ولی او د څه له پاره هیواد پریښودو ته اړ شو، د هغه د وتلو وروسته د بې بنیاده سپکو سپورو ویل د هیواد او د هغه د دښمنانو له خصمانه تبلیغ او پروپاګندو نه بل څه نه وینم او دغه عمل د دغو پردیو پورې تړل شوو جاسوسانو عمل ګڼم او غندم یې.

۳- وروستیو پیښو او حوادثو دا څرګنده کړه چې د کرزي، عبدالله او حکمتیار مثلث د پاکستان، ایران، روسیې او یو شمېر نورو افغان دښمنه هیوادو هغه ګډه پروژه وه چې د تیرو کلونو په موده کې یې د جمهوري ریاست او محمد اشرف غني د اقتصادي او انکشافي پروژو او پلانونو مخه ډب کړي وه او په بربنډ او پټه توګه یې دغه پلان شوو توطیو ته دوام ورکاوه، ممکن چې دا ګونګوسې هم  رښتیا وي چې د غني د وژلو پلان یې هم درلوده چې وروسته به هیوادوالو ته بربنډ هم شي.

۴- پر طالبانو د یو افغان په توګه غږ کوم، په هره طریقه چې و، همدا اوس خو پر هیواد مسلط شوول، دوي باید د خپل حاکمیت د مشروعیت له پاره افغان ولس ته مراجعه وکړي، کار اهل د کار ته وسپاري، ټولنیز او نړیوال پرنسیبونو ته پاملرنه وکړي، د هیواد له ملي ارزښتونو نه ساتنه د فساد او نورو منفي پدیدو پر ضد جدی مبارزه وکړي، د تیرو حکومتونو له مفسیدینو، غاصبو او د هیواد د ملي ارزښتونو له چپاولګرو نه په نظام کې د ګډون جدی مخنیوي وکړي او دغه جنایت کاران باید محاکمو ته راکش غیر قانوني مالونه او ملکیتونه یې باید مصادره کړل شي.

۵- د هیواد ملي بیرغ چې د سلو کلونو نه په ډیره موده کې د افغانانو ملي هویت ګڼل کېږي، رپانده ساتل یې د هر افغان فریضه ګڼل کیږي که طالبان په رښتیا هم ځانونه افغانان ګڼي دغه هوویت ته باید درناوی وکړي او تر څنګ یې نورو ملي ارزښتونو ته جدي پاملرنه وکړي.
۶- یو شمېر هیواد دښمنه او جاسوسي کړیو ته خرڅ شوي ګوډاګیان د هیواد د روانو پیښو ټول مسؤلیت یوازې د هیواد د ولسمشر محمد اشرف غني پر غاړه اچوي او حتا عبدالله هم دغه نغاره ډنګوي، حال دا چې دغه ښاغلی هم د غني د حکومت په دواړو دورو کې له پنځوس سلنې زیاته برخه په حکومت کې درلوده ولی نو بیا دی سپینه کوتره شوه؟ حال داچې دا یوه نړیواله استخباراتي توطیه وه، چې محمد اشرف غنی یې له څلورو خواوو محاصره کړي و، چې دا دی اوس ټولو هیوادوالو ته په عملي توګه په ډاګه شوه.

۷- پر امریکا، نړیواله ټولنه او ګاونډیو هیواد غږ دي، چې زموږ پر ګران هیواد کې دې له خپلو مغرضانه لاسوهنو نه لاس واخلي او افغانان دې پریږدې چې په خپله په هیواد کې د یو ټول شموله نظام په جوړولو سره جګړې ته د پای ټکی کیږدې اوخپل عادي ژوند غوره کړي.

 

پای