آرشیف

2021-8-11

شاه ولی آرین

د افغانستان په هکله د امریکا دوه مخۍ سیاست

 

په هیواد کې رونې دریڅلویښت کلنې جګړې دا په ډاګه کړه چې امریکا زموږ په هیواد کې یوازی او یوازی د خپلو سیاسي او ستراتیژیکو موخو او ګټو له پاره هلې ځلې کړي او زموږ خلکو او هیواد ته یې ستر زیانونه را اړولي دي.

امریکا تل د خپلو افغان خرڅ شوو ګوډاګیانو، لاسپوڅو له لارې زموږ د ګران هیواد د بربادۍ او وروسته پاتیوالي په لار کې له هیڅ ډول دسیسو او توطیو نه لاس نه دی اخیستی.

د روسانو تر یرغل وروسته امریکا او ورسره انډیوالانو یې زموږ د ګاونډیو هیوادو ایران او پاکستان سره په همغږۍ کې هیواد ورانونکي ۱۵ تنظیمونه په ایران او پاکستان کې راوټوکول، تجهیز یې کړل، نظامي روزنې یې ورکړې د شورویانو د ماتولو او هیواد ورنولو او افغان وژڼو په لار کې یې ترې ګټه پورته کړه.

د افغانانو د ملي او اسلامي احساساتو نه یې د خپلو ګټو او موخو د عملي کولو په لار کې  استفاده ترې وکړه، اما کله چې یې شوروي مات کړ، بیا یې همدغو خرڅ شوو ګوډاګیانو ته د یوه توت اهمیت هم ورنه کړ او د دغه هیواد دښمنو په واسطه یې د هیواد ټول سیاسي، اقتصادي، فرهنګي، کلتوري، نظامي بنسټونه ړنګ او د خاورو سره یو کړل، د هغه بل شوي اور او غوبل تماشا یې کوله چې همدغو امریکا او غربیانو د پاکستان او ایران په مرسته زموږ د هیواد او هیوادوالو پر ضد لګولي او تود ساتلي وو.

امریکا د شوروي تر ماتې وروسته چې نور خپلو موخو ته رسیدلې وه، هغه په نوم د مجاهدینو مشرانو ته چې هر څومره یې ورته لکۍ خوزولې  ډوډۍ وانچوله، بلکې د خپلو نورو نوو موخو او ګټو له پاره یې نوې ګوډاګیان په نوې بڼه د پاکستان د «ای اس ای» تر رهبرۍ لاندې د طالبانو د تحریک په نوم راپورته کړل او په ډېر لږ وخت کې یې د هیواد پر ۹۵ سلنه برخه حاکمان کړل، اما تر دغه بریده وراخوا یې ورته مخه ډب کړه، چې دا هم د امریکا او ورسره نږدې شریکو انګریزانو، جرمني، فرانسې او یو شمېر نورو غربي او زموږ د ګاونډیو پاکستان او ایران ګډ پلان وو، چې کله که طالبان د دوي د موخو په عملي کولو کې پاتې راشي، نو بیا به بیرته خپلو زړو او له کاره لویدلو اجنټانو ته مرجعه کوي، چې همدا انګریزي پلان یې سم وخوت.

پر طالبانو یې د هیواد نور یو څه را پاتې سیاسي،علمي، فرهنګي او ټولنیز بنسټونه د بامیانو د تاریخي بتانو په شمول وران ویجاړ کړل، د تعلیم مخه یې ډب کړه او طالباني پروژه یې نه زموږ د هیواد د پرمختګ له پاره، بلکې یوازی یې د یونیکال کمپنۍ او په سیمه کې د یو شمیر نورو موخو د لاسته راوړلو له پاره رامنځته کړه.

څنګه چې امریکایانو او ورسره شریکانو یې ولیدل چې طالبانو ونه شو کولای د دوي موخې په سمه توګه عملي کړي، بیرته یې همغو زړو یارانو او اجنټانو ته مخه کړه او خپل طالباني یاران یې په یوه ورځ د څو ساعتونو په وخت کې د بې ۵۲ الوتکو له لارې وځپل او د بُن د نیمګړي کنفرانس له لارې یې یو بل نوی ګوډاګۍ حکومت پر افغانانو وتاپه.

د امریکا ټولې پورتنۍ هلې ځلې او شوم پلانونه د دې له پاره وو، چې ځانته د راتګ بهانه د یوې قانوني لارې له مخې تر لاسه کړي، ځکه چې د شورویانو د یرغل او ماتې نتایج یې په یاد وو.

د بُن کنفرانس د امریکا د دومخي سیاست بله بیلګه ده چې په اګاهانه ډول یې ونه غوښتل چې په افغانستان کې ټول سیاسي او د جګړو اړخونه سره راټول کړي او د ټولو هیوادوالو په خوښه او برخه اخیستو یو هیواد شموله حکومت رامنخته کړي.

د بُن په کنفرانس کې د طالبانو، د ګلبدین د اسلامي تنظیم او د خلق دموکرتیک ګوند د استازو نه شتون د امریکا هغه دسیه او شومې موخې وې چې دا دی اوس یې ګورو، چې زموږ هیواد او ولس یې له سترو غمیزو سره لاس او ګریوان کړی دی.

هغه څه چې امریکا او ورسره نړیوالې ټولنې د خپل راتګ او یرغل ته د مشروعیت د ورکولو له پاره عنوان کول یو یې هم عملي نه کړل، نه یې تروریزم او افراطیت له منځه یوړ، نه یې ښه حکومتولۍ رامنخته کړه او نه یې د مخدره توکو د قاچاق او استعمال مخه ونیوله، بلکې دغه منفي پدیدې نورې لا پسې پیاوړې شوې او زموږ هیواد او هیوادوال یې له سترو ګواښونو او غمیزو سره لاس او ګریوان کړل.

امریکا، ناټو او ورسره نړیوالې ټولنې په اګاهانه توګه ټکول شوي طالبان د پاکستان له لاری ورو، ورو په یوه جګړه ایز ځواک او بیا وروسته د دوحې د خبرو اترو او توافق نامي له مخې چې په کې د پټو تعهداتو  اسناد هم شامل وو، افغان دولت څنډې ته کړ او طالبانو ته یې نړیوال او دپلوماتیک اعتبار په لاس کې ورکړ او د دوحې د پریکړو او همدا ډول د پریکړه لیک د پټو فیصلو پر اساس یې غیر مسؤلانه د وتلو پریکړې عملي کړې، چې په نتیجه کې یې پر افغان دولت هر څه چې دوي غوښتل عملي کړل اما طالبانو د پریکړه لیک هیڅ یوه برخه عملي نه کړه، جګړو افغان وژنو او هیواد ورنولو ته یې دوام ورکړ.

ټولو ته معلومه ده چې که امریکا همدا اوس هم وغواړي چې طالبان د خبرو اترو میز ته راوکاږی، همدا اوس هم کولای شي، مګر تر هغه ځایه چې معلومیږي د طالبانو له لوري روانه جګړه، د ولسوالیو نیول د هیواد پر ولایتونو د جګړې زیاتوالی او نیول د امریکا او طالبانو تر منځ د دوي د قراداد د عملي کولو هغه پټه برخه ده چې یوازې خلیل زاد ښه پرې پوهیږي.

اوس چې امریکا د ب – ۵۲ الوتکو په واسطه، پر طالبانو بمونه غورزوي په حقیقت کې موخه یې طالبان نه، بلکې افغان وژنه ده، که چېرې داسې نه وي، نو په زرګونه طالب جنګیالي د هیواد له پولو اخوا په روزنځایونو کې تجهیز او د جګړې له پاره افغانستان ته رالیږل کېږي، امریکا ولی هلته بمونه نه غورزوي؟ ولې پر پاکستان باندې فشار نه راوړي چې د طالبانو پټـنځایونه او کمپونه بند کړي او یا یې د خبرو میز ته راوکاږي.

پورتني لاملونه ټول هغه څه دي چې امریکا ځانته ځانګړې موخې لري او د دوي د همدې دوه مخي سیاست له امله د هیواد سوله یرغمل شوې او که چیرې افغانان سره یو موټی نه شي، د خپل نظام او وسلوال ځواک تر څنګ ونه دریږي، پیاوړی یې نه کړی، نو د امریکا له لوري د هیواد د نظام د سقوط امکانات تر ډېره حده ممکن دی.

طالبان هم باید په دې پوه شي چې د امریکا او ورسره انډیولانو دوستي او ملګرتیا لکه چې تیرو حقایقو څرګنده کړې، موقتي او د دوي په ګټو پورې تړلې ده او هره شیبه بدلون موندلی شي، نو ځکه ښه به دا وي چې له ورور وژنو او هیواد ورانونو نه لاس واخلي د افغانانو په توګه د خبرو اترو لار غوره کړي او د هیواد په راتلونکي سیاسي بهېر کې ځانته ځای پیدا کړي دا دی افغاني او انساني سمه لار.

 

پای