آرشیف

2019-4-18

د افغانستان سوله ولې او چا کړکیچنه کړی ده؟

هو په افغانستان کی هر څوک د سولۍ ناری وهي، خو د سولی نه د هر چا خپل تعبیر او تفسیر او د سولی په اړه خپل اهداف او د دی اهدافو لپاره ځانګړي شرایط لري.  دلته غواړو د سولی اساسی ستونزی او د مختلفو اړخونو غوښتنو باندی رڼا واچوو.
۱–  ملت په رښتیا سوله غواړی:  د سولی ناری تر بل هر چا ملت ږکړی او کوی یی او د ډیر پخوا راهیسی یی دا ناری وهلی او وهی یی، خو په خواشینې سره هیڅوک هم نه د ملت خبره او غوښتنه اوري او نه هم د ملت اصلی استازو ته د سولۍ په تصمیمونو کی د مؤثری ونډی زمنیه برابروی.
۲-  د سولۍ دوهم اړخ هغه شیطانی مخمس دی چې د انګریزانو په پلان، د اسرایلی سیهونیزم د پراختیا غوښتونکې رژیم، د امریکایی استعمار او استثمار او سلاح خرڅونی او د نړۍ د چورونی د اهدافو، د عربی شیخانو (سعودی عرب او قطر) د استبدادی نظامونو د استقرار او ادامی او د بی بنیاده او بی تاریخه انګریز مؤلده پاکستان د استخباراتی او نظامی جابر نظام د بقا په خاطر منځ ته راغلی دی، دوي هر یو هم د خپلو خاصو اغراضو او اهدافو په بدله کی په افغانستان کی مغرضانه سوله غواړی.  
الف: امریکایان هم سوله غواړی؟ خو په ظاهره کی د سولی نه د دوی مطلب د خپلو قواو په ابرومندانه توګه ویستل او د جنګ د مصارفو ختمول دي، خو په باطن کی دوي غواړی طالبانو ته په راتلونکی نظام کی دومره سیاسی واک ورکړی چې د هغوي نه په ګټه روس، چین، ایران د منځنې اسیا هیوادونه، او هندوستان بی ثباته کړی. چین او روسیه دلته مصروف وساتی، تر څو په افریقا کی یی د دوی سره د مقابلي توان کمزوری کړی.  امریکا د دغه کار لپاره بل کوټی هم زیږولی او پاللی دی، صرف طالب ته به وایی چې ته د ایران سره مصروف اوسه، او دا بل کوټی پریږده چې خپل کار کوی.  نو د دوی مطلب سوله نه بلکه د یوه بل اوږدمهال جنګ راوړنه ده د چين، روس، ایران په لمنو کی او د افغانانو په وینه. 
ب –  اسرایلی سیهونستان هم سوله غواړی؟  سره لدی چې مسلمانانو د یهودانو په هغو ډلیزه وژنو او فراری کولو کی چې د عیسویانو له خوا تر سره شوی دي ، هیڅ لاس نه درلوده، خو په خواشینی سره سیهونستان د اسلام د حقانیت نه په ویره کی د مسلمانانو سره داسی پخه او دایمی کرکه لری چې د دوي د اسلام د محوه کولو لپاره د هماغه عیسویانو او نورو سره لاس یو کړی دی.  دوی د خپل دغه هدف لپاره د یو شمیر عربی هیوادونو د جابرانه نظامونو د ملاتړ، او د دوي د ساتلو لپاره د امریکایانو  د هڅونو لپاره داسی پاخه پلانونه طرحه کړی چې باید هر هغه اسلامی هیواد چی د نظامی قوت لرونکی وی هغه باید دړی وړی کړی، او همدا راز باید د اسلام د بدنامولو لپاره په اسلام کی دننه تفرقه (د شیعه او سنی په نوم، د وهابی او سلفی په نوم) را منځ ته کړی تر څو د یوی خوا اسلام تحریف او هغه د مدنیت او انسانیت ضد یوه دین په توګه معرفی کړی او د بلی خوا مسلمانان سره په خپل منځې اختلافاتو او جګړو اخته کړي.  نو د دوی دا وروستی هدف هم د طالبانو په قدرت ته رسولو کی دا دی چې د دی لاری ایران کی ناارامی پیدا او د ایران نظامی توانمندی هم ختمه کړی.  د بلی خوا په افغانستان کی د طالب په لاس هماغه پخوانی جنایات بیا تکرار او افغانان او د نړی نوی راتلونکی نسل د اسلام سره په مخالفت ته وهڅوي.
ت – سعودی عربستان او قطر هم سوله غواړی؟ ټولو ته مالومه ده چې د سعودی عربستان او قطر هیوادونه د یو څو کورنیو په لاس د دغه هیوادونو د ټول ملت واک او اختیار په جابرانه توګه قبضه کړی دی.  هلته اوس هم سلطنتی او دیکتاتوری نظامونه حاکم دي.  اسرایل او امریکا د دغو جابر حکمرانانو د واکداریو د ساتلو لپاره په زرګونه خپلی لښکري دلته ځای په خای کړي، تر څو د دی نظامونو د ساتلو په بدله کی د دغه هیوادونو د شتمنیو نه د اسلام په جامه کی د خپلو اهدافو لپاره ګټه پورته کړی.  نو دوی چې چیرته هم وغواړی د دغه هیوادونو د بی بنیاده واکدارانو نه په ګټه داسلام تر نامه لاندی د خپلو اهدافو لپاره تری کار اخلی. چې ښه مثال یی د روس په مقابله کی د افغانانو د جهاد تر نامه لاندی د سعودی شیخانو د پیسو نه ګټه اخستنه او په مقابل کی د سعودی د وهابیت د پراخونی لپاره د پاکستان نه ګټه اخستنه یی ښه مثالونه دي. نو د قطر او سعودی عربستان شیخان هم د ایران نه د ممکن خطراتو د مخنیوی په غرض او په خپل هیواد کی د خلکو د ازادی غوښتنی د وژلو او زپلو په خاطر د دغه شیطانی مخمس یوه فعاله برخه ګرځیدلی ده.
ث –  پاکستان هم سوله غواړی؟ د پاکستان سوله هم تر ډیره حده د دغه هیواد د نظامی واکدارانو او د استخباراتی ادارو هغه تاریخې دنده تر سره کول دی چې د تلابیب په پلان، د امریکا د استعماری  او استماری نقشو او سلاح ازمایلو او پلورلو لپاره، د انګیسانو په لارښونه، د سعودی شیخانو په پیسو، او د پاکستان په روزنه، او صادرونه، تروریزم باید د اسلام د بدنامولو، او د ټولو نظامې توان لرونکو اسلامې هیوادونو د ټوکر ټوکر کولو وسیله شی.  چي عراق، سوریه، افغانستان، او ایران پدی لاره کی اول او بیا به انشا الله پاکستان پخپله هم د همدی توطی ښکار شی.  پاکستان پدی ترتیب یوځل بیا خپل دوه اهدافه تر لاسه کوي. یو په افغانستان کی د طالبانو په راتللو ، د افغانستان نظام ختموی او د خپل ستراتیژیکو اهدافو د پراختیا لپاره تری کار اخلی. دوهم دا چې اوس پاکستان د هند او افغانستان تر منځ راګیر دی، نو د هندوستان په وړاندی د مقابلی لپاره افغانستان د خپل یوه ستراتیژیک ستیج په توګه بدلول غواړی. چې په خواشینې سره دوی د دغه کار لپاره یوه نړیواله متحده جبهه د ځان لپتره تیاره کړی ده.  اسرایلو ته یی د اسلام د بدنامولو او د اسلامې هیوادونو د زپلو لپاره د تروریستی ډلو د روزنې او صادرونی زمه وهلی ده، او امریکا ته یی هم د هغه د نړیوالو مخالیفینو (چین او روس) د بی ثباته کولو لپاره دا تر هر څه غوره نسخه ور پیژندلی ده. پاکستان د بلی خوا بیا سعودی عرب ته هم د وهابیزم د روزلو او د دی لاری د مسلمانانو تر منځ د تفرقی د اسلام د تحریف کولو او د شعیه مسلمانانو (ایران) په وړاندی یی د طالبانو نه په ګټه اخسته د ایران د خرابولو امیدواری ورکړی ده.  نو پاکستان د کلونو راهیسی د خپل اصلی پلار په لارښونه لوبه داسی برابره کړی چې هم اسلام له بدنامی سره مخ، او په مسلمانانو کی عقیدوی تفرقه رامنځ ته کړی او هم د نړۍ ستر تروریستانو ته د تروریزم راز راز ډلی (د مجاهدینو(!) نه نیولی تر طالب، داعش او نور او نور) روزي او اړونده هیوادونو ته یی صادروي.  پاکستان د همدی سترو خدمتونو په بدله کی د ټولو مغرضو هیوادونو لاس پوڅي دی نو ځکه یی په دغه سوله کی هم خپل ټول اړوند ټولي غوښتني ځای په ځای کړی دي. د بلی خوا نه پاکستانی نظامیان د خپل قدرت د ساتلو لپاره د خپل ملت اقلیتونو د زپلو لپاره کار اخلی.  مونږ دلته خپل دنده بولو چې د دغو هیوادونو شریفو خلکو ته د دوی د واکدارانو د غیر انسانی اړ غیر اخلاقی کړنو نه اګاه او دوی د دغو خرابو کړونو په عواقبو خبر کړو تر څو په خپلو ټولو امکاناتو د دغی توطی مخه ونیسی.    دقطر د غونډی وروستی لست چې د طالبانو له اړخه نشر شوی د دی حقیقت ښکاره څرګندوی دی چې اسلام اباد د خپلی خبری لپاره حتا خلیلزاد ته هم غټه کپه خولی کی ورکړی او پخوانی جهادی غلو او چورمارانو ته یی هم د مصؤنیت او د اقتدار د دوام اطمینان ورکړی دی.  چي په حقیقت کی دا ټول د افغانستان د نظام د ړنګولو تږي دی.
۴-  د بلی خوا، د دغه حالاتو په مقابل کی یو بل ناقص مثلث د چین، روس او ایران ترمنځ، منځ ته راغلی چي هغوی هم د افغانستان په سوله کی په غلطه د خپل اوږدمهال ګټي د لنډ مهال ګټو قربانی کوي.  دغه هیوادونه پدی خاطر د دغو غونډو په پلوی کی منډی رامنډی وهی چي د امریکا نه د خپل بدل اخستلو په خاطر، او امریکا د دغه ځایه د شړلو په خاطر د طالبانو د واکداری سره هم په امنا ښکاری.  خو مونږ ودغو هیوادونو ته په ډاګه دا وایو چې د امریکا دا لوبه د دوي د تللو لپاره نه بلکه په افغانستان کی د طالبانو د واک ته رسولو له لاری په دی هیوادونو کی د دایمی نا ارامیو پیداکول دي.  نو زمونږ هیله له دوی دا ده چې د امریکا د وتلو سره د  موافقی په بهانه د یوی بلی توطی ښکار نشی.  دوي باید د امریکا تلل د طالبانو د واک ته رسیدو سره بیل کړی، او د طالبانو پرځای د افغانستان د موجوده نظام په پلوی تاکید وکړی.
۵ –  بلاخره د سولی یو بل اړخ پخوانی جهادیان، او چپاولګران هم سوله غواړی؟ دباور نه لری ده چي هغوي چې د دی سولی د چور او چپاول اصلی عاملین، د افغانستان د خلکو قاتلین او لوټماران دي، دوي هم په خپله سینه د سولی ډغری وهي.  هو دوي هم سوله غواړی، خو داسی سوله چي د یوی خوا دوی ته به کی مسؤنیت حاصل او د بلی خوا دوي ته بیا د چور او چپاول لاره خلاصه وی.  چې په خواشینی سره دوي هم د هماغه تاریخی پیوندونو له امله چی یی پاکستان او نورو اړونده مغرضو شبکو سره لری، هغوي هم و دغو داړه مارانو ته هم د یوه قوت په سترګه ګوری او غواړی چی د دوي نه هم د افغانستان د دولت او ملت په نماینده ګی تری کار واخلي.  دا هغه قیصه شوه چې په پیشو د غوښی ساتنه کوی.
۶-  د افغانستان دولت هم سوله غواړی؟  د افغانستان دولت نا دیده ګڼل او د خبرو د پروسی نه لری ساتل د سولی هیڅکه هم د دی سولی په ګټه نه دی.  خو دولت ته هم دا په کار دی چې د خپل ملت د لا زیات اعتماد او باور د لاس ته راوړلو په پروسه کی د ملت د اصلی نماینده ګانو ته مراجعه وکړی او د دی پرځای چې د دی پروسی نه د یوه انتخاباتی کمپاین د پاره کار واخلی، باید دا پروسه د ملت د وحدت دپاره او د یوه توانمند افغانی ناسیونالیزم د جوړښت لپاره کار واخلی.  دا کار به هم سوله یقینی او هم به دوي ته په راتلونکو ټاکنو کی لا د ډیرو ښو بریاو وسیله شی. 
دلته دا لازمی بولو چې د منطقی هیوادونه باید د خپل اوږدمهال ګټو په خاطر د افغانستان د دولت تر خوا ودریږی، لازمه مرستی دی ورته مهیا کړی، تر څو افغانستان په امریکایانو د یواځنی اتکا پرځای په خپلو همسایهو باورمند او امریکانو ته د تللو لاره هم خلاصه شی.  او په بیړنۍ توګه دی دافغانستان په سوله کی د افغانستان د نظام پلوی او د یوی تلباته سولی پلوی وکړی.  
نو د افغانانو د ارزوګانو سره سم سوله باید څنګه منځ ته راشی.
۱— سوله باید د افغانستان د نظام په ملا تړ وی نه د هغه په تعدیل او تبدیل.
۲ –  دا سوله باید د افغان ملت د اکثریت وګړو د هیلي، غوښتنو او سپارښتنو منعکس کوونکی وی. 
۳-  هیڅ یو اړخ باید خپل ځانګړی مبهوم او تیوریکی اهداف پکی مطرح نه کړی. دوي کولای شی چي خپل نظریاتی اهدافو ته د انتخاباتو له لاری زمینه برابره کړی.  
۴- پخوانی جنګی جنایتکاران باید دسولی پدغه پروسه کی ځای و نه لری اما په نظام کی د هغوی د بیا شاملولو لپاره باید داسی یو مکانیزم منځ ته راوړل شی چې نه یوازی حق حقدار ته ورسی، د دوی سره هم عدالت وشی، بلکه په راتلونکی کی ټولو افغانانو او نړیوالو ته هم د عبرت یو درس وګرځي.
۵- د افغانستان اردو، امنیتی ساختارونه نظام، اساسی قانون، دری ګونی قواوی خاصتآ قضایه قوه او د دولت ترکیب او ساختارکی بدلون د دغه سولی اجندا نه بهر او د افغانستان د ملت حقوق دي، چې بیله یوه پاک انتخابی دولت او یا هم د یوی سالمی لوی جرګي پرته هیڅوک هغه نشی بدلولای.
۶-  د افغانستان تاریخ او جغرافیه د افغانانو امانت دی، دغه جرګه پدغه برخه کی د هیڅ نوعه پریکړو صلاحیت نه لری. 
۷ – باید طالبان خپل افغانیت او اسلامیت د پاکستان او عربي شیخانو نه په استقلالیت کی ثابت کړی.
۸-  اول باید طالبان بی قید او شرطه ډز بند اعلان کړی، او د هغی د ساتلو اطمینانی تضمین ورکړی چې بیا ټول افغانان د دوي سره د خارجیانو په وتلو کی ملګرتیا وکړی.
۹-  د ډز بند نه پس باید ټول همسایه هیوادونه په افغانستان کی د هر نوعه مداخلی نه کولو تضمین وکړی. او د ټولو طالبانو کورونه دی وطن ته را ستانه کړل شی. 
۱۰-  د طالبانو په شمول دي ټولی نظامی ډلی خلع سلاح شی. طالبان دی په هیواد کی د یوه سیاسی ډلی په توګه راجستر شی.
۱۱-  یوه افغانی با صلاحیته او بی طرفه لویه جرګه دی په هیواد کی دننه را وبلل شی چي هغه دی لاندی کارونو ته د نظارت یو مشترک او با صلاحیته مرکزیت ایجاد کړی، خو دافغانستان دولت به په خپل حال وی.  
الف –  د خارجیانو د وتلو تدریجی او عملی مهالویش باندی موافقه.
ب –  ګاونډ هیوادونو او د سیمی هیوادونو او نړیوالو ته د افغانستان نه د نه مداخلت اطمینان 
ت –  د بی پری او بی تهدیده انتخاباتو دایرول او د هغی نه نظارت، او په دری میاشتو کی د منتخب ولسمشر ته د واک انتقال د پروسی تطبیق.
ث – د ټولو مدرسو په معارف کی جذبول د معارف تعلیمی نصاب په اسلامی لحاظ لا قوی کول.