آرشیف

2021-3-25

شاه ولی آرین

د افغانستان د کړکیچ په باب د روسیې او ترکیې ناستې

ترهغه ځایه چې لیدل کېږی د افغانستان د سولې پروسه یوازی د امریکا د انحصار نه د راوتلو او نړیوال کیدو په درشل کې لیدل کېږی.
د امریکا د جمهوری ریاست د ټاکنو وروسته کله چې جوبایدن د امریکا د جمهور رئیس په تو ګه سپینې ماڼي ته لار پیدا کړه، د ترمپ د اداری په کورنيو او بهرنیو پالیسیوکې د یو شمېر زیاتو تېروتنو تر څنګ یې د افغانستان د سولې پر پروسه چې د امریکا اوطالبانو ترمنځ په دوحه کې د یوه هوکړه لیک پر اساس د افغان دولت له موجودیت پرته لاسلیک شوی وه، بیا له سره د کتنی او ارزیابي لپاره وړاندی او په دی ترتیب په دوحه کې د افغان دولت او طالبانو تر منځ د سولې د خبرو پړاو و ځنډیډه.
اوس داسی ښکاری، چې ممکن د دوحی پروسه د یوی ناقصې او غیر عملی اقداماتو له امله د یو نوی او عملی پړاو په لور و هڅول شې چې افغان دولت، سیمه ایز، ګاونډی او نړیوال دخیل هیوادونه هم په کې برخه واخلی، چې دادی د مسکو او تر کیې غونډې یې د بیلکې په توګه د یادولو وړ دي.
د مسکو ناسته چې دا دی د پنجشنبی ورځ د مارچ د میاشتی په اتلسمه نیټه جوړیږی، دغی غونډی ته د امریکا، چین، پاکستان، افغانستان او طالبانو استازی را بلل شوی دي.
د مسکو او ترکیې د غونډو په درشل کې د افغان سولې په اړوند ځنی عکسل العملونه د یادولو وړ بولم:

د يوناما د څارنيز راپور په اند چې په افغانستان کې د ولسي وګړو د مرګ ژوبلې په هکله تر سره شوی په افغانستان کې په ۲۰۲۰م کال کې ۳۰۳۵ تنه ولسي وګړي وژل شوي دی او د دغه  راپور له مخې د دغو وژنو پړه ۶۲٪ حکومت ضد وسله والو، ۲۸٪ حکومت پلوو ځواکونو، او ۱۰٪ نورو اړخونو له خوا تر سره شوی دی.
همدا ډول د ملکری ملتونو د مرستندویه پلاوی (یوناما) او د ملګرو ملتونو د بشری حقونو 
د دفتر لخوا د خپاره شوی رپوټ پر بنسټ د تیر میلادی کال په سپتمبر کې د سولې د خبرو له پیل وروسته په افغانستان کې د ملکي وګړو په مرګ ژوبله کې زیاتوالی  راغلی دی.
همدا ډول په افغانستان کې د ناټو او امریکایې ځواکونو قوماندان سکاټ میلر ویلي چې د طالبانو له خوا د تاوتریخوالي کچه له پخوانه ډېره لوړه شوی او د سولې په بهیر کې د وړاندی تګ شرایې نه پوره کوي.
د رویټرز خبری اژانس د میلر له خولې لیکي چې« که تاو ترخوالی را ټیټ نه شي نو د سولې بهیر به دېر، ډېر ستونزمن کړي. د هر اړخ لپاره ډېره ستونزمنه وي چې اړینې تیریدنې وکړي».

ميلر دا خبرې په داسې حال کې کوي چې د افغانستان په اړه د امريکا د نوې ادارې تګلاره لا روښانه نه ده، ناټو ويلي چې ځواکونه به يې د حالاتو ترسمون پورې په افغانستان کې پاتې شي، اوطالبانوله وړاندې د امريکايي ځواکونو د نه وتلو په صورت کې د جګړو خبرداری ور کړی دي.
د افغانستان د چارو له پاره د روسيې ځانګړي استازي ويلي، چې که طالبان  دوحې تړون ته ژمن دي، او که امريکايان له ياد تړون سره سم خپل ځواکونه و نه باسي، دا به د امريکايانو له لوري د تړون د ماتولو په معنیٰ وي. د کابلوف په اند، دا څرګنده ده چې که داسې وشي، طالبان به جګړه وکړي. هغه ويلي چې طالبان په دې اند دي چې د اشرف غني له خوا لېږل شوی مرکچي پلاوي سره خبرې نتيجه نه ور کوي ځکه چې دغه پلاوی د خپل مشر په اشاره د سولې خبرې ګډوډوي.
د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ ویلي،چې ڼاټو به د روان میلادی کال د می میاشتې له لومړۍ نیتې څخه وړاندی پوځیان و نه باسي او تر هغه په یې ونه باسی چې سم وخت نه وي را رسیدلی. د ناټو سر منشی په داسی حال کې دا خبره کوی چې د متحده ایالاتو نوې ادارې لا تر اوسه د افغانستان په اړه خپله تګلاره، په ځانګړې توګه دا چې ایا د ۲۰۲۰ کال د فبروری په ۲۹ می نیټې د امریکا او طالبانو تر مینځ لاسلیک شوی د دوحی تړون ټه په ژمنه پاتی شي او کنه، نه ده روښانه کړي.
د پورتنیو نړیوالو دریځونو تر څنګ په هیواد کې د ننه هم د دغو دواړو غونډو په هکله بیلا بیل دریځونه موجود دي،که چېرې د جمهور رئیس اشرف غنی، د هغ د لومړی مرستیال امر الله صالح، د ملی امنیت مشاور محب، امنیتی چارو کې سلا کار محمد محقق،همدا ډول د مصالحې د عالی شورا مشرعبد الله عبدالله  او د پخواني ولسمشر حامد کرزی او د هغه د مرستیال یونس قانوني څرګندونو ته پاملرنه وشی، داسې
 څرګندېږی چې د امریکا د بهرنیوچارو د وزیر بلنګین او د هغه د خاص استازی زلمی خلیل زاد د تاکید او ګوت څنډنو سره، سره بیا هم تر اوسه د جمهوری ریاست، سپیدار ماڼي او سیاسیونو تر منځ د سولې لپاره واحد نظر موجود نه دی، چې دا په خپله په رونو خونډو کې ستونزې را زیږولی شي.
همدا ډول د ترکېې جوړیدونکی کنفرانس چې امکان لری د اپریل میاشت په لومړیو کې جوړ شې داسې تمه کېږی چې دغه کنفرانس به د افغانستان په سیاسي وضعیت کې یو څه مثبت بدلونونه رامنځته کړی، ممکن په دې کنفرانس کې د افغانستان لپاره د یو نوي ساختار په جوړولود جګړو پر بندیدلو خبرې وشي. همدا ډول د دې غونډې بله ځانګړتیا دا ده چې د ملګرو ملتونو او د هغو نړیوالو هیوادونو استازی په کې رابلل شوی چې د افغان په روان کړکیچ کې اغیزمن رول لری.
زما په اند تیرو تاریخی پیښو جوته کړی چې د افغانستان په اړه د تاریخ په اوږدو کې داسی کنفرانسونه چې رهبری یې د نړیوالو په لاس کې وی کومه مثبته پایله نه ده تر لاسه شوی او ددی پر ځای چې زموږ هیواد ته یې ګټه رسولی ویو ستر زیانونه یې را په برخه کړی دی. د دیورند ملحوسه کرښه، د پنجده د سیمې له لاسه ورکول له ایران سره د اوبو ستونزه د همداسی ناستو د پایلو بیلګې یادولای شو. همدا اوس هم د انقری او مسکو د ناستو په درشل کې په هیواد دننه د الکترونیکی تذکرو په مقابل کې د یو شمېر هیواد دښمنو منفی دریځ او په بهرني سطحه کې د افغانستان دپولو په هکله یوه نقشه کته پورته کېږی چې ویل کېږی روسیه، چین، ایران او پاکستان غواړی چې د افغانستان او چین تر منځ د بدخشان د واخان په سیمه کې ګډه پوله پری کړی او په دغه سیمه کې تاجکستان له پاکستان سره وصل، په غربی او جنوبی برخه کې د هرات ولایت یوه برخه د ایران د خاوری په توګه وپیژندل شې او د هلمند په ولایت کې یوه برخه د پاکستان د خاوری برخه وګرځول شې.

اوس نو اصلی پوښتنه داده چې ایا افغاني هیآت د طالبانو په ګډون چې د مسکو او انقری په غونډو کې برخه اخلی څومره دوی ته د هیواد لوړی ګټې او ملې ارزښتونه، ارزښت لری او که یا د پردیو ګټې؟. ایا افغاني هیآت به په یوه واحد دریځ په دغو غونډو کې برخه اخلی او که له مختلفو لید لورو نه؟.
زما له انده که امریکا او نړیواله ټولنه، ملګری ملتونه په رښتیا هم غواړی چې په دغه سیمه کې جګړه ختموی خو دا یو ښه او مناسب فرصت دی چې دټولو دخیلو اړخونو ګټی په نظرکې ونیول شې اوسوله چې زموږ هیواد اوسیمه ورته اړتیا لری عملي شي، افغانستان نن سبا هغه تېرافغانستان نه دی، ځوان نسل له نوو تکنالوژیو سره بلد شوی ولسونه را ویښ شوی، فکر نه کوم چې کورني او بهرنیي دښمنان دی په اسانې سره نور دلته وشي کولای خپلي موخی عملی کړی.

د یو ځواکمن او سوله ایز افغانستان په لور

شاه ولی ارین