آرشیف

2020-11-10

غلام مصطفی بایدار

د اشرف غني سپي داړل کوي!

وایی کوم مسافر په یو کلی کې سپیو پسی واخیست… تیږو ته یې لاس واچوو په ځمکه کی خښې وی نو ویل یې چې دا کوم شان خلک دي؟ تیږې یې تړلي دي او سپي یې ایلا کړي دي.
مشرانو به ویل چی سپي چی ایسار شي یا غاپي یا … کوي…
اشرف غنی د امریکا، چین، انگلستان، ترکیی، قطر، پنجاب او طالب له ایتلاف نه په مایوسي داسې کړنۍ سرته رسوي چی ولس په تشنج راولي، ددې کار لپاره یې اول ځل دوستم انتخاب کړو، دوهم ځل صالح…
اوس محال له اشرف غنی هم وار خطا دی، … ترامپ د طالب سره په جوړ جاړي دری پلانه لرل، خو جو بایدن د افغانستان اصلی فرمان روا او امیر المومنین چی ورسره تازه د امریکا ولس لخوا بیعت وشو د طالب سره د جګړې پالیسي تطبیقوی او خپل شتون په سیمه کې اوږدوي، افغانستان لپاره متفاوت پلانونه لري چې په تطبیق یی هم غنی، هم ولس او هم افغان حکومت ستونزو سره مخ کیږي، مګر یوه ګټه لري چی د طالب سره به جګړه او د افغان حکومت له لاسه به ولایتونو سقوط دوام لري.
چی دا ګټه به طالب، انګلیس، چین، ترامپ خیل، ترکیه، پنجابيان، قطر او عربی وهابیان په ګډه پورته کوي. ځکه د افغانستان تش په نامه سوله کې د افغانستان د معدنیاتو د تقسیم اصلی بیپاران چی اوس یی طالب د خرڅلاو پلان لري همدا څو ملکه دي… غنی د خپل چور ترڅنګ په بانک، بریښنا ریاست، ای ام اف او کلیدی ځایونو کی لکه څارنوالی، … خپل غله داسي مقرر کړي چی خلک او بیت المال یې تالان کړو… همدا څو ورځی دمخه یې نوي بودیجه هم د مالیې وزارت لخوا استولی پکی د غلا پیسو حساب په وضاحت سره مالومي دي.
له همدی کبله حکومت د نه پلان درلودلو ترڅنګ اصلي موضوعاتو ته شا او فرعی غیر ضروری، غیر عاجل، نا مهم کارونو ته مخه کړئ… اوس هم هغه سمتي دیوالونه په ځای ولاړ دي چی د افغان ولس سړکونه یې بند اچولي، اوس هم هغه بلند منزلونه په ځای ولاړ دی چی افغان ولس ځمکه یې غضب کړی، اوس هم هغه ناقانونه کورونه شته دي چی د افغان ولس بیت المال ځمکه او ساحه کی په نا قانونه بڼه جوړ شوي دي.

دا چی دغنی او کابینی حماقت، خیانت، چور او چپاول به له کرونا تر هربل کار ترکومه دوام وکړي او ترکومه به هدفمنده وژني، قتل عام، انتحاری او ترورستي عملیات جریان لري وخت به یی ځواب ووایی او تاریخ به یې لیکي.
تربیا ښی چارې