X

آرشیف

د اسلام پېغمبر او عيسی عليهماالسلام
ژانویه 12, 2015

eazam

بسم الله الرحمن الرحيم
نحمده ونصلي علی رسوله الکريم امابعد:
داسلام دپېغمبرجناب محمدرسول الله-صلی الله عليه وسلم-او داولواالعزم پېغمبرحضرت عيسی عليه الصلاة والسلام ترمنځ دخالص اورښتوني محبت علاقه ده،نبي عليه السلام دخپل ورورمسيح عليه السلام سره مينه لرله اونړۍ ته ئې په ډېره کامله اواعلی درجه وروپېژندی.
دانجيل په هکله ئې ښائسته اوپه حقائقوولاړتعريف نړۍ ته وړاندي کړ،حواريان ئې هم په ډېره ښائسته بڼه معرفي کړل، د مؤمنو نصرانيانودفاع ئې وکړه اوددوی ددښمنانوچي دوی ته ئې تعذيبونه ورکول،په کلکه غندنه وکړه.
نواوس دنبي عليه السلام دتعليماتوپربنسټ ترهغه څوک رښتينی مسلمان کېدای نه شي ترڅوچي پرمسيح-عليه السلام-،انجيل او هغه رڼاايمان رانه وړي چي عيسی عليه السلام پرې رالېږل شوی دی.
مسلمان دالله پاک په ټولوپېغمبرانو(له آدم-عليه السلام-څخه ترنبي عليه السلام پوري)ايمان لري،پرموسی،عيسی-عليهماالسلام-،تورات اوانجيل هم داسي ايمان لري لکه څنگه چي ئې پرمحمد-صلی الله عليه وسلم اوقرآن لري.
نونبي عليه السلام داسي پېغمبردی چي دخپلوپېغمبرانووروڼو د لاري لاروی،دهغوی دلارښووني مقتدي اودهغه ناسموانحرافاتو سموونکی دی چي دخلگوپه عقائدواواواعمالوکي موجودوي.
همدارازخلگ هغه توحيدته رابولي کوم ته چي ټولوپېغمبرانوپه خپل وخت کي بلنه ورکړې ده.
خوکله چي الله پاک محمدصلی الله عليه السلام مبعوث کړڅوخلگ له تيارودرڼالورته راوباسي نودده په هکله خلگ دوه ډلي شول: ۱:مؤمن:دده په خبروباورکوونکی.۲:کافر:دده له خبرومنکر.
مؤمنان يوه ډله اودالله پاک په رڼالارپيداکوونکي دي خوکافران په بېلابېلولارو روان اوبېشمېره ډلي دي.
ځيني ئې ملحدين دي چي له خپل رب څخه ړانده  اودالهي شريعت له رڼاپرته  په دُنياکي ژوندتېروي،ځيني ئې مشرکين دي چي دهغه چاعبادت کوي چي نه گټه  ور رسولای شي اونه تاوان،ځيني ئې يهوديان دي چي دنوروناوړوعقائدواواعمالوترڅنگ ئې حضرت عيسی عليه السلام ته بدنسبتونه کول اوله نبوت څخه ئې هم منکروواوځيني ئې نصاری ووچي دمسيح عليه السلام دمحبت دعوه لرونکي وو،خودمحبت ترعنوان لاندي ئې دًښمني ورسره پيل کړې  اودنوروناوړوکاروترڅنگ ئې په ځانگړې توگه دوه سترجرمونه سرته ورسول:يودعيسی عليه السلام ترخپلي مرتبې لوړول اوبل ئې دالله جل جلاله په شان کي انتهايي بې ادبي.
خوددې سره بياهم په روانوحالاتوکي دنصرانيت دين پيرويان دعوه لري چي دوی دعيسی عليه السلام سره محبت لري اومسلمانان تورنوي چي(العياذباالله)دعيسی عليه السلام سره دښمني لري.
دحضرت عيسی عليه الصلاة والسلام شان اومرتبه اوداچي اسلام ددغه سترپېغمبرپه هکله څه وايي؟کليسااوعيسايان ئې په هکله څه نظرلري؟
که په دې هکله تحقيق و شي نوجوته به شي چي اصلي دعيسی عليه السلام منونکي مسلمانان دي،داځکه چي اسلام داسي دين دی چي دحضرت عيسی عليه السلام په هکله دهمغسي عقيدې لارښوونه کوي  څنگه چي عيسی عليه السلام په خپله دځان په هکله بيان کړې وه.
اونصرانيان(عيسايان)په حقيقت کي دعيسی عليه السلام دښمنان دي چي ورسره ئې کلکه دښمني کړې ده اودده دتعليماتوسره په ټکرکي خبري ئې هغه ته منسبوبي کړې دي.
خوددې سره بياهم دخلگودبې لاري کولولپاره په اوسنۍ زمانه کي ددمحرف عيسائي دين  په لورپراخ تبليغات له مختلفولاروشروع دي،په ډېرواسلامي هيوادونوکي ئې خپل زهرپاشلي اوډېرناخبره خلگ ئې ښکارکړي دي.
خوکه مسلمانان ځان په دين پوه کړي اوخپله عقيده وپيژني نوبيابه  څوک نه شي تېرايستلی اونه به ئې په خپل دام کي راونيولای شي.
وصلی الله علی نبينامحمدوعلی آله واصحابه اجمعين

ليکوال:مولوي عصمت الله عزام

 

X

به اشتراک بگذارید

نظر تانرا بنویسد

نوشتن دیدگاه

دیدگاهی بنویسید

مطالب مرتبط

پیوند با کانال جام غور در یوتوب

This error message is only visible to WordPress admins

Reconnect to YouTube to show this feed.

To create a new feed, first connect to YouTube using the "Connect to YouTube to Create a Feed" button on the settings page and connect any account.