X

آرشیف

د اسلامه پرابلم که اسلام ته پرابلم ؟

یو ترکی انډیوال لرم چی یو وخت مو  په یوه کورس کي سره په ګډه کار کاوه . دی چي یو روڼ اندی مسلمان ، تل یې موسکا پر شونډانو خپره ، ډیر مؤدب سړی او زموږ بلاک ته نژدې په یوه بلاک کي اوسیږي ، کیدلای سی ووایم  چي ګاونډی مي دی . کله چي موږ ډنمارک میشتو افغانانو دلته پدغه زموږ د استوګني په ښار ( Aarhus ) کي خپل مسجد نه درلود ، نو د اخترو لمونځونو او د جمعي لمونځونو د پاره به دده سره د دوي مسجد ته تلم . اوس چي د رب فضل دي موږ خپل مسجد لرو او مسجد مو ددغه ترکي انډیوال د کور تر څنګ دي ، نو کله ناکله هغه د جمعې د لمانځه د پاره زموږ مسجد ته راځي .
افغانان خو په خپل هیواد کي دننه د لسیزو راهیسي د غم پر ټغر ناست دي . موږ چي دلته بهر یو ، ددې متل سره برابر اوسیږو چي وایي : در درون بلا باشي ، در بیرون بلا نه . هرکله چي به په هیواد کي کوم راکټ لویدلی وو یا کوم بمب چاودلی وو او یا کوم بختور ځانمرکي به د وینو له دریاب نه ځان د حورو تر ساحله رسولی او دلته یې رسنیو خبر خپور کړی وو ، ترکي انډیوال به می رانه پوښتل چي دا په افغانستان کي څه جهالت روان دی ؟ ده به خبري راسره په ډنمارکي کولې مګر « جهالت » یا کله ناکله « جاهلیت » به یې په عربي یاداوه . ما به تل دده پدغه پوښتنه خجالت ایست او ور څخه به شرمیدلم ، بله چاره مي نه درلوده ، ورته به مي وویل چي خدای دی ورحمیږي . ده به تل ویل : افغانان یې باید له ترکیې نه زده کړي چي هم غوړیدلی اسلام لری ، هم غوړیدلی مدنیت دی او هم غوړیدلی اقتصاد ، ایا دا بده چي ترکان د خوندیتوب او امن په غیږه کي خپل اسلامي مکلفیتونه تر سره کوي ؟ ما به هم په زړه کي د ځانه سره ویل چي کاشکي موږ هم د پاک رب د دومره رحم لایق و ګرځو .
اوس دهغه متل سره مخامخ یو چي وایي : « که زه نه سوم ستا په رنګ ، تا به کړم د ځان په رنګ » . خدايه ! ددې پر ځای چي ترکیه دي زموږ په رنګ کړه ، کاشکي دي موږ ددوي په رنګ کړي وای . اوس چي په ترکیه کي هم د بختورو کمی نسته او  یو په بل پسې ځانونه د حورو و پستې غیږي ته رسوي ، زه چي می هغه ترکی انډیوال ووینم ، پوښتنه ورڅخه کوم چي دا بیا په ترکیه کي څه جهالت سویدي ، هغه په ډیر خجالت راته وایي :  « نوزادي ! ټول اُمت مسلمه د پرابلمونو سره لاس او ګریوان دی ، نور مي پر زخمونو مالګي مه پاشه » .
خبره د اسلام او پرابلمونو راغله . د روان ۲۰۱۶ کال د اکتوبر په ۱۴ نیټه مي په ډنمارکي ورځپاڼي مترواکسپرس کي یوه لیکنه ولوستل چي د فرانسې د اولسمشر ، هولاندي Holldnde له خولې یې لیکلي دي : « فرانسه د اسلام سره په یوه پرابلم اخته ده ، . . . . بلې پدې کي هیڅ شک نسته چي موږ د اسلام سره پرابلم لرو » . ددغو کرښو وروسته د لیکني لیکوال زیاتوي : « دا هغه څه دي چي یو اولسمشر یې باید هیڅکله و نه وایي » .  ښایي  د ښاغلي هولاندي دا نظر به د هغو ناوړو پیښو سره په تړاو سره وي چي سږکال د ځینو تندلارو د خوا په فرانسه کي منځته راغلې .
اوس به راسو  دې خبري ته چي ولي هره ناوړه پیښه او پرابلم د اسلام سره د یوه پراخ او خیر غوښتونکي دین په توګه تړل کیږي ؟ اسلام خو لکه څنګه چي ما په دیني کتابونو کي لوستي ، د توحید دین دی او پر دې خبره ټینګار کوي چي پاک خدای رب العالمین دی ، نه رب المسلمین ، یاني په دې دنیا کي پر ټولو انسانانو باندي مهربانه دی ، نه یوازي پر مسلمانانو باندي . بله خبره چي هولاندي یې باید په پام کي و نیسي ، هغه داده چي دغه سخت دریځي او بنسټ پالنه په اسلام کي چي دی یې د پرابلمونو ډک بولي ، د کومه سوه ؟ که دا د اسلام یوه نه بیلیدونکې برخه وي ، نو دا دومره پیړۍ ولي دغه اوسني پرابلمونه نه وه ؟ ځیني کسان د اخوان المسلمین ګوند چي په مصر کي منځته راغي ، ددې ډول ناخوالو پیل کونکي یادوي . پدې هکله باید دا هم له یاده و نه باسو چي د هغه وخت د اخوان المسلمین نژدي ډیری مصري مشران مدني خلک وه ، ږیري یې خریلې ، اروپایي دریشي ګاني یې اغوستلې او لکسي نیټایي ګاني یې تړلې . لنډه داچي د نننیو بنسټپالنو ځانکړتیاوي ور سره نه وې . ښه ، بیا نو دا بنسټ پالنه له کومه راغله ؟ دا هغه سوال دی چي باید ځواب ورته پیدا سي .
 ښاغلی هولاندي ! ددغي پوښتني ځواب هم ډیر مشکل ندی . که ستا په یاد وي ، د تیري پیړۍ د اویایمو کلونو په پای او د اتیایمو کلونو په پیل کي چي د ساړه جنګ بازار تود وو ، پدغسي نازکو شرایطو کي د کرملین لنډه غرو او په سیاست کي ناپوهو مشرانو د سره اردو ادمخوره سپیان پر افغانستان ور مارش کړل ، اولسمشر حفیظ الله امین یې وواژه او پر ځاي یې خپل لاسپوڅي ببرک کارمل ته په کابل کي د ارګ واک وسپاره . ددې سره سم تاسي لویدیزوالو د امریکا په مشرۍ  د سوسیالیزم د ټکولو په موخه اسامه بن لادن د هغه د ورانکارو انډیوالانو سره اسلام اباد ته راوست ، هلته مو خپل په مالي مرسته د ( ای ایس اي ) پلاس د بنسټپالني او تروریزم د روزلو مرکزونه ورته جوړه او د تیوریتیکي چارو مشرتوب مو همدغه بن لادن ته وسپاره . بن لادن چي پخپله یې هم میلیارډونه ډالر درلوده او د لوړ استعداد خاوند وو ، ستاسي په مرسته یې دټولي نړۍ څخه د حورو تږي بنسټپالان سره راټول او د القاعدې مرکز یې په پاکستان کي جوړ کړ . کله چي د افغانانو د بیشمیره قربانیو له برکته سور اردو د شا دخوا په لغته ووهل سو او د زمرو له هیواده و شړل سو او ور سره سم نه یوازي شوروي اتحاد بلکه ټول سوسیالیستي بلاک دړي وړي سو . تر دې وروسته تاسي پسله دی نه افغانان نور هیر کړل او د تنظیمي ناورین پر اور مو یو په بل پسې تیل ور اچول ، مګر تروریزم او بنسټپالنه د یوه سیسټم په توګه د پخوا پشان په خپل مرکز پاکستان کي پاته سول . د هم هغه وخت راهیسي د القاعدي ښامار چي تاسي په خپل لستوڼی کي ساتلي وو ، د اعتیاد له مخي یې باید د زهرو کڅوړي یو په بل پسې تخلیه کړی وای ځکه چي د ډیري مودي د پاره یې دغه کڅوړي په خپلو غاښونو کي ساتلای نه سوې . نور نو نه شوروي پاته وو ، او نه هم کمونیزم . خود کرده درد ندارد . کوهی مه کینه د بل سړي په لار کي ــ کنه ستا به د کوه په پلو لار سي . دادي اوس هغه زهر ستاسی په وجود کي هم توئیږي . موږ هم پدې باندي ډیر خواشیني یو چي ددغو زهرو د قربانیانو ډیری برخه بې ګناه وګړي دي .
کله چي امریکا او انډیوالانو یې ولیدل چي القاعده نور د نړیوالو په ذهنیتونو کي د امریکا او یارانو سره یې تړلي ګڼل کیږي ، دوی یې د بدیل په لټه کي سوه . هغه وو چي په عراق کي د داعش پر پروژه کار پیل سو . په لنډه موده کي دې پدیدې دومره پراختیا او وده وکړه چي نړۍ یې حیرانه کړه . ښکاره خبره ده چي دا ټول بریالیتوبونه  نه د تشو لاسونو کار دي او نه هم خود به خوده تر سره کیږي .
ښاغلي هولاندي ! موږ یو متل هم لرو چي وایي : مه کوه په چا ، چي و به سي په تا . اوس نو پخپله ووایاست چي ایا تاسي د اسلام سره پرابلم لرئ که اسلام ستاسي سره ؟

د اوس د پاره همدومره . پای 
پوهنمل حاجي محمد نوزادي

X

به اشتراک بگذارید

نظر تانرا بنویسد
کامنت

نوشتن دیدگاه

دیدگاهی بنویسید

مطالب مرتبط

پیوند با کانال جام غور در یوتوب

This error message is only visible to WordPress admins

Reconnect to YouTube to show this feed.

To create a new feed, first connect to YouTube using the "Connect to YouTube to Create a Feed" button on the settings page and connect any account.