آرشیف

2020-8-4

دوکتور ص. سعیدي

د ارګ لیونۍ مینه که د ګاډۍ د آس تأکید؟

هغه خوشې خبر نه ده چې وايي ( نه بیند مدعي جز خویش تن را). دا لمر ( نمر) دی، هغه غردی، دا پاکستان دی، هغه امریکایان دی او احمد لیونۍ مینه لري. دا چې د ارګ لېونۍ مینه د وطن او خلکو سره ده او یا ارګ ته د رسېدو لپاره طالبان  لېونۍ مینه کې د امریکې غنډضربه جوړېدل غواړي او هرپاکستان هرې معاملې ته د افغانستان دخلکو د ګټو ضد معاملې ته حاضر دي  او د افغان پر خاورې د هر پاکستاني ظلم او تجاوز لپاره  بستر جوړوي او یا د دې تجاوزات لپاره د زغم، سکوت وسیله ګرځي او یا لار هواروي د تعمق وړ خبرې او جوانب دي.
دا مو هم واورېدل چې د تأریخ په اوږدو کې هلته ظلم شوای او هلته تعدی شوې، تأریخ کې شاهانو قومی، ژبنیز او سمتي تبعیض او حق تلفۍ کړې نو دغه قوم خراب او هغه بل يې بد و هغه بل بیا زحمت کش قوم دی، دا او داسې منطق ته په هر قیمت استدلال کول  دقبول وړ ندی او دې وايې: د ګاډۍ د آس  لیدلوری،  ناروا  او خطاء منطق.
داسې قضاوت چې ځان پرې خوشاله، پاکستان پرې خوشاله او د خلکو په سترګو خاورې شیندل وي نور نه شي کېدای. دا به کوم سلیم افغاني منطق رد کړي چې بهرني پوځي حضور د افغانستان د استقلال سره منافات لري او په ډېرو برخو کې محدودیتونه راځي، اما دا به څوک تضمین کړي چې د امریکايي ځواکونو له بهرېدو سره متصل پاکستانی او ایراني ملیشاوی پر افغانستان مسلطې نه شي.
مونږ افغانان که بهرنیان  خپلو مېنځو کې خبرو ته پريږدي مونږ به تفاهم وکړو او باید تفاهم وکړو اما د هیڅ تفاهم او خبرو پرته  په عمل د  پاکستاني او ایران  ملیشاو او لاس پوڅو لپاره زمینه برابرول چې عملاً ورته طالب او د هغه په تأیید خطاء تحلیلونه ورته کار کوي د منلو وړ نه دي. مونږ به هغه بې عزته سوله څه کړو چې هلته د نوکر نوکر پر مونږ مسلط شي او عمل کې طالب او ورته تحلیلونه ورته کار کوي.   
مونږ منو چې سیاست کې دایمي دوستي او دایمی دښمني نه شته، د ګټو او مصالحو دوستي او دښمني ده خو د ګټو او مصالحو تشخیص هم کله کله لکه همدا اوس امریکې ته ګران کار دی. پاکستان وتوانید امریکې او نړۍ، او زمونږ د ټولنې یو شمېر سیاستوالو ته دوکه ورکړي چې طالب او هغه کې بیا د ای اس ای سره په نږدې تړاو کې طالب د افغانستان د سولې پرښته وګرځوله او داسې ګمان او تصویر ورکول کیږي چې امریکه  او د افغانستان خلک به طالب ته  قدرت په تسلیمولو مشکل حل کړي. په هیڅ صورت داسې نه ده او طالب د افغانستان د سیاسي ستیج  یو جز وه او ده، نه کل. داسې به ووایات چې د  افغانستان ډېره خاوره په لاس کې لري او سرتاسري مرګ او ژوبله کوي.  ددې په مقابل کې ویل غواړم چې د افغانستان په تأریخ کې مرکزی حکومت ضعیف وه، او اوس په افغانستان ۲۴ تروریستی سازمانو عملیات کوي او د افغانستان د دغه مذاکره کوونکی ټیم پورته نه ځانګړای کېدای شي او نه دی. نو د افغانستان د سیاسی ستیج مالک کل برخورد کول او دې ګمراه تحلیلونه وړاندې کول او د افغانستان سوله او امنیت دې کې خلاصه کول، خطاء او بې ځایه خطاء تحلیل او ارزونه ده.
داچې د طالب په وجود کې به پاکستان د استراتېژیکو موخو تحقق او تأمین برنامې عملي شي، که ګویا د اسلام خدمت به وشي، د افغان ملت د آزادۍ لپاره به کار وشي که د امریکې منافع او مصالح به وساتلې شي، که دلته به با عزته سوله او استقرار راشي که نه دا هغه خبرې دي  چې زمان به ددې پوره پوره ځواب ورکړي خو زما محاسبه او منطق وايې چې که  طالب وغواړي که و نه غواړي همدا اوس اوس د طالب د سوټي په لاس او تر فشار لاندې د پاکستان،  افغانستان ضد سیاست  منافع او مصالح د تأمین په حال کې دی.  د افغانستان په داخل کې د پاکستان په خوښه، د افغانستان پر خاوره پاکستاني دروازی او سرحدونو جوړولو، د طالب او ترور د جوړولو، ترور او دهشت په تمویل  پاکستاني، پنجابي تجارت روان وه او دی. په دې خبرو اعتراف اوس له چا پټ هم نه دي پاتې او دا اقرار د پاکستان ټولو مشرانو کړای دی. هودې برخه کې به د افغان حکومت د ضعف  او مجبوریت مسئله حتمی وي چې ده خو د طالب، پاکستاني ترور او دهشت مسئله او تأریخی پړه پر طالب له شکه پرته پاتې ده.
پاکستان وتوانیده داسې مخلوق او ساختار تمویل، تربیت، سازماندهی کړي چې اوس اوس په خبرو، مذاکراتو او عمل کې برلاسی ده او امریکه ( سپینه ماڼې ) ګمان کوي چې په دې توګه به لوټه د اوبو مېنځ کې کیږدی او ټوپ به ووهي. داسې د پاکستان په مرسته د طالب د سوټي پر بنیاد امریکايي ټوپ به د افغان اولس، د سیمې سولې او امریکې ته به ډېره قیمته تمامه  شي او د افغان ملت د قربانۍ کچه به اوچته کړي.
داسې پتیل او تصور کول چې امریکه او پاکستان به د ترور او دهشت په زور د  افغان اولس په غیاب کې تصمیم نیسي نن به د افغانستان سیاسی قدرت یو او سبا به بل ته ورکوي او ګمان کوي چې دا به ددوی مشکل حل کړي، دا خوب او خیال دی او داسې نه شي کېدای. که وشي هم دا به د معضل او کړکېچ لړۍ اوږده او نوره هم پېچلې کړي.  
داهم په یاد ولرۍ چې پاکستان په افغانستان کې د طالب حاکمیت نه غواړي. پاکستان افغانستان ته له سره حاکمیت نه غواړي او دا په افغانستان کې  د روستیو څلورو لسیزو حاکمیتو په راپرځولو کې به ډېر لاملونه د داخلي بې کفایتیو سره سره نور لاملونه به هم وي چې دي خود پاکستاني فکتور او لامل په کې مهم وه او دی. د طالبانو او امریکې د یوه کلنو خبرو بنیاد په همدې اصلی یعنی به افغانستان کې د پیل شوې سختې لارې شل کلن مزل د صفر سره برابر ول دي او دې ته عمل کې پاکستان او طالب په پوره پوره ایماندارۍ د امریکې سره د مذاکراتو په لړ کې تر دا نننه  ژمن پاتې شوای دی. د طالبانو او د پاکستان د مشرانو ټول اظهارات او اعلامې ېواځې او ېواځې به همدې بنیاد ولاړې وي او دي. هېڅکله به مې دیاده ونه وځي چې د طالب/ پاکستان او امریکا د قطر د مذاکراتو په لړۍ کې  د پاکستان صدر عمران خان په علني ډول مطبوعاتو ته وویلې چې اوس دا د قدرت انتقال افغانستان کې  په آرام او سوله آمیزه ډول سرته ورسیږي.  دلته سوال داسې دی چې کوم انتقال د قدرت، له چانه چاته او دلته د افغانستان د ملت انتخاب څه شو چې امریکه دې سیاسی قدرت دوحه کې طلاب ته ومني او بیا دې عمران خان د پاکستان صدر  ددې پروسې به مسالمت آمیز والي باندې تأکید لري.
د تعجب خبر خو داده چې د اپرتو او غیر منطقی اتصال خطا تحلیل پر بیناد  څنګه یو افغان دا منلای شي چې د پاکستاني اهدافو او موخو لپاره عمل کې استدلال وکړي.
مطمئن صیب به راته د لاندې خبرو توضیحات  هم ورکړي.
د ستاسې د لیکنې په لمړې پاڼه کې داسې مطالب شته چې نه تاسې ته مالوم دي او نه بل چاته خو تاسې هغه په خپله خوښه به یقینی ډول تعبیروی او مونږ ته پوره خپل تصور را تحمیلول غواړۍ چې دا په نن عصر کې د منابعو د زیاتوالې له کبله ډېر سخت کار دی. ساده ګان او سیاسی بې خبره به يې درسره ومني خو په عام ډول د منلو نه دي. دده او هغه نوکر او اجیر په نوم اخیستو او کرونولوژیکی مالومات چې ټول پرې خبر دي د تحلیل عمق او قوت نه ثابتوي.
 دې کې شک او تردید نه شته چې د تأریخ په اوږدو کې  له شپاړسم سدې کله چې ستر استعماری ځواکونه  هند باندې تسلط میندلای د هند او روسانو تر مېنځ سیمه باندې چې یوه مهمه برخه يې افغانستان شي سترو زیرځواکونو وژونکي تأثیرات لرلي او دا سلسله ادامه لري. دلته ددوي په خوښه قدرت ته رسول شي او راپرځول شي چې طالبان هم ددې په سلسله کې استثناء نه وه او نه دي.
کارمل به د شیبرکوف خبره مسکو کې منلې وي چې کابل ته ولاړ نو استعفاء به ورکړي او همدا به يې غوښتل هم خو دلته نورو ددې مخالف کار وکړ او  دپېغلو او ځوانانو لاریونونه یې پېل کړل….
« پوښتنه داده چې د ډاکټر غني حکومت د ببرک کارمل،  ډاکټر نجیب، استاد ربانی او حامد کرزي   له حکومتو څخه قوي دی؟ آیا ډاکټر غني په ولس کې تر یادو تولو ارګ مشرانو قوی ریښې لري؟ یاداچې له ډاکټر غني سره لاهم سي آی اې او پنټاګون ملګري دي؟ ( مطمئن صیب سواليه هم نه ده لیکلې) ».
جناب مطمئن صیب که د افغانستان حاکمیت هغه وخت  ضعیف شو چې د افغانستان اردو او امنیتی ځواکونو وسلې کباړ شوې او دا د پاکستان په امر او ریاست، له کومه ځایه چې نن د طالبانو مشرانو کورنۍ، بچیان، روغتون، تدریب خانې، امنیت، پاسپورت او لوژیستکی او استخباراتی منبع ده. هغه بله ورځ مي یوتیوب او په فیسبوک کې په پاکستان د غازیانو د ناستې قلقلې اورېدې چې واعظ په قلقلې او جذبه ویلې چې روایت دی چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم په وخت صحابي د یوې کنیزې سر په دې پرې او ټوټه ټوټه کړ چې ګویا هغې کوم ټېټه او پاس خبر د رسول الله صلی الله علیه و سلم په حق کې کړې وه او … اول خو دا چې د د چا سر پرې کول او ټوټه ټوټه کول همدا چې ولو کومه ګستاخي  کړي وي اسلامی او انساني کار دی که یه او ولې مونږ روی راست د  وژلو او سر پرې کولو او تباهۍ تبلیغ او تشویق کوو او ولې روی راست سرپرې کول او … دا توبه او دا ګذشت او بیا تربیه او … په اسلام کې اساس ن دی؟ مطمیناً چې دی مطمئین صیب او دا دده غازي؟! واعظ روایت هم راته موضوعی او اسرائیلیات ښکاره او لمانځي نه دی. خو زما ددې خبرې یادونه بل دلیل لري او هغه داچې هلته ویدیو ته ځیر شه چې ددې مرګ، ژوبله، نظامی وسلو او ټوپکو سره د غازیانو په نامه او ددې مرګ او ژوبلې، انسان وژنې په تبلغ او د افغانستان پرضد ناسته کې ددې غازیانو؟! سره هلته پاکستانی مسلخ محافظتی عساکر په ښکاره وینی او ښکاري. دا ویل غواړم چې طالب د پاکستان د ستابلشمنت تر سیوری او محافظت لاندې افغانستان او سیمه کې  مرګ او ژوبه کوله او کوي. هماغسې چې د افغان حاکمیتونو د بهر په مرسته  خپل قدرمت تمویلو او تمیلوي او دې کې کوم شک نه شده. د جنرال حمید ګل خبر مې لا غوږو کې همدا اوس انګازی کوي چې وايې مونږ د امریکو په پېسوو امریکې ته ماته ورکوو او عمل کې همداسې ده چې افغانان د افغان پر ضد د پاکستان د ګټو ښکار دی او طالب له دې لوبې بهر نه دي او که طالب مني که نه مني د افغانستان د تباهۍ او بربادۍ یو لامل دي.
که داسې ده چې افغان تمامو اړخو ته بهرنیان لاس ورکوي چې ورکوي نو بیا هغه چې ستاپه خاوره ادعا د مالکیت لري، هغه چې ستا معدن، اوبه، سړک، انسان او … او همسایه دې دی او په وړیا دا درنه غواړي نسبت هغه ته چې ستانه يې موقعیت لېرې  او ګټه يې زیاد له تاوانه ده، کوم ته اولویت ورکول په کار دي؟ د نوکر نوکر ته ته د بادار نوکرۍ ته؟ لږ فکر وکړۍ.  اوښ ته وویل شول  کومې دوه لارې بدې دي. هغه وویل خدای دې د درې واړو کور خراب کړي. پوښتنه وشوه چې مونږ ددوه لارو پوښتنه کړه، اوښه تا وویلی درې واړې خرابی او کور دې ورته وران شي، هو درېیمه کومه لار دی؟ هغه وویلې د خټېو لار. مونږ حتې د خټو لار هم نه منو خو پاکستانۍ لار چې طالب ورته ددې د غوښتنې پرته که هم وي کار کول، ستره بې شرمي او خیانت دی. په یاد ولره چې پنجاب د طالب او په سر د خپلو ګټو قیمت ايښودلای او تجارت کوي او دې ته کار کول ملی خیانت دی.  دلته د  ډاکټر اشرف غنی او د ډاکټر نجیب د ښه والي او بد والی سوال نه دی. دلته د اسلام، د وطن او افغان اولس او سولې سوال او په دغه چوکاټ کې مواضع دي چې ستاسې په لیکنه کې له سره په واقعی ډول نه دي په نظر کې نیول شوي او  هغه د ګادۍ د آس قصه ده.  دا چې ولې  پرې مې سر نه خلاصيږي، ځکه چې ستاسې د خبرو سبک  مې ډېر ځلي میدیا کې خوښ شي.
د جناب مطمئن صیب  په آند «ډاکټر غنی سره د سي آی اې او پنټاګون ملګرتیا شته.  او یا دې امریکايي  شبکې غواړي چې افغانستان کورنۍ جګړې ته بوځي او له افغان ولس د خپلې ماتې غچ واخلي، کټ مټ لکه  کې جې بې او د پخوانۍ شوروي اتحاد نظامیانو چې همداسې وکړل.»
جناب مطمئن صیب له سره تېروتلي یاست او پښتني  احساسات  دلته د خپلو مواضع د دفاع وسیله او هڅونه کړې.  دا لمر دي او غني د پنتاګون ملګرتیا لری. پنتاګون او سي آی اې د چا ملګري نه وه  او نه دي. هغوی د خپلو ګټو ملګري وه او دي.  او دا ددوی سیاستوال په ښکاره وايي. د امریکې شبکې د خپلو ګټو سره علاقه او تړاو لره او لري. دغه د ددوستۍ او دښمنۍ فهم مو په سیاسیت کې د سیاسیت په الفباء د بې خبرۍ  جوته نښه ده. او هو له طالبه د سیمې غنډ ضربه جوړول او د افغانستان نه د ایران اوسیمه کې د امریکې له خوا کار اخیستل او کورنۍ جګړه په عمل کې  استقامت ورکول د امریکې او طالب د ددې توافغاتو جز دی. د دوی د توافقاتو پټې برخې  چې دلته او هلته پرې بحث کیږي همدا د جګړې غزونه ده چې د پاکستان د افغان  ضد اهدافو او موخو د تحقق سره سره اجراء کیږي او تاسې ورته خوشاله یاست. دا خوشالۍ مو د سورین ترمېنځ و شنې شوې ونې تر سیوري لاندې د کېناستو خوشالي ده او دا به زمان ثابته کړي او امریکه به هم ددې سخت تاوان ورکړي. افغان ولس ته خو ورپیښه ده.
مطمئن صیب  اضافه کوي چې:   « موږ تمه لرو چې افغان سیاستوال په یو ږغ، پر ښکېلو اړخونو فشار راوړي چې د بندیانو موضوع حل او بین االفغاني خبرې ژر پېل شي، او تر ټولو لوی مسؤلیت دادی چې څه ډول وکوالی شو چې له کورنۍ جګړې څخه مخنیوی وشي. که د امریکا متحده آیاالتو – طالبانو ترمنځ د تړون مطابق، امریکا/ناټو پوځیان په ۱۴ میاشتو کې په بشپړ ډول له افغانستان څخه ووځي، چې نیمایې یې د تړون مطابق دا مهال وتلي، او تر هغه وخت پوري بین االفغاني مذاکرات نتیجه ورنه کړي»
مطمئن صیب بیا هم دا لمر دی او دا غر او غواړي چې پړه په افغان حاکمیت او اشرف غنی واړوي.
د افغان حاکمیت او ډاکټر اشرف غني  د امریکې او د طالب له یوې ډلې سره په قطر او دوحه کې د توافق پر بنیادتر نننه ۵۱۰۰ بندیان  چې ۵۰۰ اضافه هم دي، خوشې او په ۴۰۰ سوو پاکستانی صاحبمنصبانو او نړوېوالو تروریستانو فکر کوي. د ډاکټر اشرف غنی او افغان حاکمیت ته همدا چې د طالب یوه ډلې / پاکستان   د امریکې سره توافق کوي او افغان حکومت ( ډاکټر اشرف غني ) ددوی د توافق  پربیناد ، ورته بندیان خوشې کوي وژونکی ګذار او زخم دی.  داچې امتیاز او مطالبات بعد له توافقه اجرا کیږي او دداسی توافق او مذاکرې له سره نه دي شوي واقعاً غیر عادي  نه مننونکی حالت دی. اوس چې پاکستان دلته خپل سرحدات د افغانستان په داخل کې جوړوي او نور امتیازات اخلی دا به هم د طالبانو په تأریخ کې پاتې وی او ملت پرې ښه پوهیږي.  اما د  ډاکټر اشرف غنی او افغان حاکمیت  د پاکستان د تجاوز په مقابل کې ساکت کړای شوای او د پاکستان شرایط ته مجبور کړای شوای داهم د هیڅ چا مسؤولیت د جناب مطمئن او طالب د مسؤولیت په شمول نه شي کمولای.
 دا کار په افغانستان کې د افغانستان  د شمېر  موجوده مهمو ځواکونو د  د ټولو مخالفتو سره چې د داکتر محمد اشرف غنی متحدین دی افغان حاکمیت وکړ، هم آسان کار نه وه او نه دی.  دې برخه کې د ګاډۍ د آس قضاوت کول خطاء کار دی.
 «… او تر هغه وخت پوري بین االفغاني مذاکرات نتیجه ورنه کړي. مطمئن»  هودا طالبان دي، هو داپاکستان دی چې له امریکې جزیه اخلی او د افغانستان غمیزه اوږدوي او سیاسی مذاکراتو نه چې نه حاضریږي او بهانې کوي او دده لا مهمه چې د افغانستان د ملت تراژیدي دحل یوه معقوله نسخه هم نه ورکوي. دوی تراوسه نه دي ویلي چې عالم اسباب کې دوی  افغانستان کې امارت اسلامی له ټوپکه، له امریکې، له پاکستانه ، له افغان ولسه  او یا د افغانستان په غیاب کې د معاملو. انتحار، انفجار او استشهاده غواړي. دوی د عنعنوي، اسلام حاکمیت جوړول او د افغان حاکمیت ړنګول په ښکاره ویلي دی چې په ۲۱ سده کې هماغه د ملت په غیاب کې د معاملو، جګړو او دهشت لار ده او دا د منلو نه ده. د شورای حل  او عقد تأریخ د عباسیانو له دوره پېلیږي او او د حضرت ابوبکر او حضرت  علی انتخاب هم په دغه ډول نه  وه کوم چې طالب غواړي او یا یې له سره خبر نه ده ښکاره کړې. وايی دا طالب بل او خلک دې له مونږ ډار نه لري، ټولو ته قدرت کې حق ورکوو. پوښتنه دا ده چې دا تاسې ته چا قدرت درکړای او درکوي چې تاسې يې بیا نورو ته هم ورکوۍ.  دا خبره باید امریکې له طالب سره او همدا اوس افغان حاکمیت له طالب سره له سره روښانه کړي. ددې خبرې له روښانتیا پرته هره لوبه لوبه ده او د منلو نه ده.  که  قرار داشي چی شوراء د حل او عقد تصمیمی ونیسي نو بیا هم درسته ده  خو ددې شورا د تشکیل حق د چا کېدای شي او دی. دا به زه جوړه کړم او بیا به داکار او دا بهانه هم خلاصه شي.
 التیماتوم ورکول او تهدید کول چې یابه زما په خوښه کیږي او یا به د سولې خبرې نه پېل کیږي او د سیاسي ستیج جز د سیاسي ستیج کل کېدل او داسې د جنګ لمن وهل او تهدید کول نه اسلامی دی، نه انساني او نه د منلو. د سولې خبرو کې د مناظرې او مذاکرې مغالطه او ګډوډول او د ملت پرځای په سیاسي معاملاتو کې پرارزښتونو تصمیم نیول او تحمیلولو د اور لمبې او د جنګ لمبو ته پکی وهل وه او دي او د اوس د پاکستان او طالب په لاس کار دی. زه د طالب په وسله اېښودو او له امارت اسلامي تېروېد نه تأکید لرم او نه خبرکوم. اما په یوه بنیادي  خبرچې افغانستان د حاکمیت دجوړولو طریقه ده، توافق کول د خبرې اساسي ټکی دی. هغه خبر چې د کلونو په تېرېدو طالب نه ده ښکاره کړې او یا دلته او هلته په غیر معقول ډول بیانوي.
مطمئن صیب اضافه کوي:
« پرته له شکه موږ کورنۍ جګړې ته ننوځو
«دارنګه زما (لیکوال) په آند چې ګاونډي هیوادونه، سېمه او نړۍ نور په افغانستان کې له جګړې او پر سېمه او نړۍ یې ناوړه اغیز څخه تنګ راغلي، ټول هڅه کوي چې په افغانستان کې سوله  راشي، اوس نو دا په افغانانو پوري اړه لري چې څه ډول له دي فرصت څخه سمه ګټه پورته کړي. ډاکټر غني پر دي ښه پوهیږي چې باالخره لکه دا نور مشران چې له ارګ څخه په پوره ناخوښې ووتل، یوه ورځ به پر ده هم کړۍ را تنګه او کیدای شي د فشار په نتیجه کې واک بل چاته وسپاري، خو ښه به وي چې د افغان ولس تمې په اوبو الهو نه کړي، د بین االفغاني خبرو د پېل لپاره بهاني جوړې نه، بلکې له طالبانو سره مخامخ خبرې پېل او په هیواد کې تلپاتې سولې ته هوډ ښکاره کړي.
«. پای
هو مونږ د پاکستان او طالبانو د سیاست له کبله، مونږ د امریکې د روستیو معامله ګرو سیاستو له کبله چې د افغانستان ګټې په کې اهمیت نه لري او امریکه  به خطاء  ګمان کوي چې خپلې ګټې خوندي کوي  بیا قربانی کیږو او د افغان حاکمیت له حده زیاد د ۵۱۰۰ زندانیان په خوشې کولو  او د پاکستان د تجاوزات مقابل کې د ساکت پاکېدو له  کبله، د سولې برخه کې د مهموساختارونو او مؤظفینو ګمارنه د سولې د خبرو د پیل لپاره خپله  اراده ښکاره کړې او دې او افغا ن حاکمیت لوری هغسی چې طالبان، پاکستان او مطمئن صیب لیکی، ملامت نه دي. د پاکستان مداخلې  او ایران مداخلوباندې په دې ډېر تشویش  ښکاره کوي او راته ستر سرخوږی ښکاري او  لرو چې له دوی نه زیاد متضرر وو او یو. دوی له مونږ سترې، ناروا مطالبې لرلې او لري. امریکا،  هند ، جرمنی او  چین مو  خپله پېنځمه سوبه جوړول نه غواړي اما پاکستان  کار کول غواړي.  هو ددې  وضع او زمونږ د قربانیو د لړۍ لاملونه  داخلي او بهرني دي خو اوس اوس بهرني لاملونو  کې پاکستان او ایران او د طالب سخت دریزه  مواضع او التیماتوم چې یوه برخه یې جناب مطمئن وړاندې کوي، مونږ ته ستر خطر دی او طالب عملاً د ارادی پرته او یا له مجبوریته  عملاً د پاکستان د ګټو د تحقق وسیله ده او دادی مطمئن صیب ورته عملاً خدمت کوي.
 
«بلکې له طالبانو سره مخامخ خبرې پېل او په هیواد کې تلپاتې سولې ته هوډ ښکاره کړي»مطمئن صیب وایي  او لیکي
هو دا  حالت چې طالبان خبرې نه کوي او سوله غواړی یو کاذبه غوښتنه دی. تسلیم شه چې زه سوله غواړم. تا نه منم خو زه سوله غواړم. ته نشته یې خو زه يې نظام ړنګوم او … نظام جوړم. پر طالب دې  دده امارت مبارک وي او مصالحه بی هویته کول هم نه دي، په طالب دې دده هویت او اسلامی امارت مبارک وي اما زه د طالب سره په ده مخالف یم چې وايي: الحق لمن غلب. حق د جنګ بنیاد د هغه چا دی چې غالب شي او خپل تصور د حاکمیت په برخه کې د ټوپک به زور تحمیلول غواړي او دا ښکاره هم وايي. ماته د طالب تصور دحاکمیت په هکله مشکل نه لري. خود خپلو تصور د افغان مسلمان ملت له توافقه پرته په قطر او معاملو کې تحمیلولو نه منو او ددغه تصور په مقابل کې به افغان ملت قیام وکړي. ملت دطالب ملاتړل نه دي، ملت د ضعیف حاکمیت او حق تلفیو مقابل کې پاڅېدلای او د طالب د مرګ او ژوبلی مقابل کې د مقابلې توان نه لري او افغان حاکمیت له هغوی سره د دوامداری دفاع توان نه لري. طالب او پاکستان ملت ته برنامه او نسخه نه لري او په عامو خبرو یو شمېر خلک  غولوي.  طالب سره د پاکستان و ۷۵۰۰  زریزې اردو  او سیاسی، پوځي  ملاتړ شته او دې کې  شک نه شته. 
دا  او  د افغانستان ارګ سره د پاکستان د استابلشمنت لیونۍ مینې  به خاطر او  لاملونه   دي چې د افغان اولس د تراژیدۍ او سیمه کې د جګړې د ادامې  او د امریکې د مفتضحې ماتې لاملونه به شي.
حق ته نا حق ویل او د ګاډې د آس منطق عامول هم ددې تراژیدۍ یو بل لامل وه او دی.  
د افغانستان جګړه کورنۍ نه وه او نه ده او افغان ته د نورو وسله په اوږه شوې وه او ده او  د نړېوال  مثبت عامه نظر په  حالت  او  تعبیر پر بیناد  افغانان  د  نړۍ  د توتالیته او دیکتاتوري نظامو  او اوس  څلور لسیزې د تروریزم سره  د  جګړې مقدمه  لیکه  کې  او د نړۍ د سترو زبرځواکو په جګړه کې قرباني شوای، قرباني کیږي اوفغان ولس   ددې سترو لوبو استهلاکی برخ ګرځېدلی کوم کې چې د پاکستاني جنرالانو جیبونه ډک شوي او په اوسني پاکستان کې میشت مظلوم ولسونه هم به بې رحمۍ ټکول شوي او ټکول کیږي.  د لوی پاکستان لپاره کار روان دی او طالب ځواکونه ددې لپاره  ددوې د خوښې پرته هم که وي ، کارول شوی  دی او او س هم ورته  کارول کیږي. 
پاکستان  د زبر ځواکونه د برنامو  د تحقق د خاموموادو د اجراء او  د خرڅلاو چوک پاتي شوای.
پاکستان هغه چوک او چارسو ده چې هرڅه په کې سودا کیږي او د سودا لپاره اوسنۍ پاکستانی متاع طالب او د جناب مطمئن لیکنې هم دي.
هو  اوس اوس د طالب او پاکستان په افغانستان کې د نظام په ړنګولو او د شل کلنو دولتی ساختارونه به ړنګولو  او افغانستان ضد او افغان ضد سخت درېځو یو  کې  یو انچ  او یو ملي متر هم  تغییر نه دی راغلای. دوی  د سیاسی مذاکراتو برخه کې ښکاره  افغان شموله دریځ چې دهغه پر بنیاد د افغان ملت چې ۹۹ سلنه مسلمان دی، هیڅ کوم تغیر نه دی راغلای.  دادي د افغانستان د خلکو د تراژیدۍ  اوسني لاملونه. پرونی لاملونه به ډېر وي چې دي اما ننني لاملونه همدا دي.  
د امریکې سره یې روغه  وکړه چې تا نه وژنم خو افغان به په پنجابي کرکه  او دښمنۍ وژني او افتخار هم پرې کوي. 
زه چې له ابتدا تر اوسه مې د طالب  یعنې د افغانستان د سیاسي ستیج د یو جز په توګه د دوی سره د قید او شرطه پرته پر سیاسی مذاکراتو تأکید کاوه او په سیاسی مذکراتو کې مې سیاسی مناظره منظوره نه بلله او نه  منم،  د غې پاېلی او نتیجې ته رسیدلای یم او د جناب مطمئن دا لیکنې د  غنمو، سیاه دانو، جودر، اوربشو،  شکو او کبلو خلط او مزج بولم او په ډېر مواردو کې د ګاډۍ د آس لید لوری  او انحرافی ناروا تحلیل او ارزونه بولم. ( جزئيات او تفاصل لم چې حاضر یم هغه  په ژوندې مناظره کې ملت او نړۍ ته وړاندې کړم.
 
د افغانستان  او سیمې د ريښتنې سولې او استقرار خبرې او دې ته د  ريښتنې رسیدو لار مختلف اړخونه او زړه سوانده  ګډ کار ته اړتیا لري او په خود غرضیو  او  احساساتو نه کیږي او نه شونې ده.
په ګډ معقوله او متناسب ګذشت او پوهې سره د افغانستان مشکل، کړکېچ ، د سیمې د ریښتنې سولې مشکل  او د ټولو خواوو معقولو ګټو د ساتلو مسایل ممکن دي.
کار باید اهل کار ته وسپارل شي او  د پوره مسلکی  پوهې،  صداقت او وفادارۍ  پر بنیاد  سره  افغانان ګډ کار وکړو او طالب دې نور له بهانو تېر شي. 
پوهیږو چې دا کار نه جي اچ کیو، نه طالب ته، نه امریکې ته او نه افغان حاکمیت او نه هم مطمئن صیب ته په عذر کیږي. دې ته باید ټول ملت داسې زمینه برابره او کار وکړي چې په پایله کې هر متخلفه خوا له ټولنې تجرید او لکه ماهی له اوبو وویستل شي او د تخلف د ادامې په صورت کې په افغان ټولنه او نړېواله کچه تجرید شي. دا کار هراړخیز کار ته او دافغانانو د هڅو شریکولو او همغږي کولو ته اړتیا لري. دا په لمړي سر کې په څو محورو او بیا په متحد پلاتفورم او محور کېدای شي. ددې لپاره اوس اوس به بهر کې د افغانانو سراسری شوراء ( دیاسپوره ) هم کار کوي چې دغه هڅې شریکې کړې او نږدې که به پراخ ملی پراخوان او بلنلیک نړۍ ته ولیږل شي.
مونږ ته به کار ده  د پردو،  مغرضو لاسو د لنډولو لپاره کار وکړو او په دې پوه شو چې مونږ ته څوک با عزته سوله او استقرار څوک په خیرات نه راکوي. با عزته سوله او استقرار مو حق دی  چې باید په پوره درایت تر لاسه کړو.  
 
مونږ باور لرو چې د افغانستان او با عزته سولې معضل  لارې او نسخې شته او د افغان لانجه  ( ان شاء الله تعالی) لاینحله لانجه او مشکل نه دی.
 
راځئ هغه ولیکو او هغه تحلیل، ارزونې او دحل لارې  وړاندې کړو چې د افغانستان، اسلام او افغان ملت  د نجات او د سیمې د با عزته سولې او استقرار لار وي او  له ناروا او د  ګاډۍ د آس له تأکیداتو تېرشو.
راځئ د بحر د څپو  سره جمپ او خیز ونه کړو او زمونږ څپې د ملت او اسلام د ګټو څپې شي.

بی پايه پای
وماعلینا الا البلاغ المبین
دوکتور صلاح الدین سعیدی
۰۰۴۴۷۸۸۶۴۷۴۶۳۸
۰۳/۰۸/۲۰۲۰