آرشیف

2019-7-2

د آزادي او خپلواکي د 100می کلیزی د رارسیدو په ویاړ زما لیکنه

دزمری۲۸مه زمونږ دګران هیواد افغانستان دآزادۍ اوخپلواکۍ دبيرته اخيستلوورځ ده .
100 کاله وړاندې،برتانیی دافغانانو سره په دریمه جګړه کې دماتی وروستـه دزمري په ٢٨ دافغانستان بشپړه خپلواکی په رسمیت وپیژندله .او پدې ډول د افغانستان خلکو داوږدی سرښندنــــی او مبارزی 
 وروسته بيا د آزاد او خپلواک دولت خاوندان شول . کوم دولت چه تهداب یی په١٧٤٧ میلادی کې
 د احمدشاه درانی تر مشری لاندی ایښودل شو.
زه  ددې ستری ملی تاریخی اوویاړلی تلین اوجشن په مناسبت دافغـــانستان پتمن،مبارز، په خپلواکی 
 مینو او آزادی خوښونکو خلکوته دزړه له کومی مبارکی وایم. 
پـــدي ليکنه کې دآزادي او خپلواکۍ اودهغه دترلاسه کولو په لارکی دافغان ولس دمبارزی تاریخ او درسونو ته لنډه کتنه کوم.
هردولت دواکمنی ( حاکمیت )  حق لری. او دواکمنۍ درلودونکۍ دولـــــت هغه دي چه  آزاد ي او
 سياسي خپلواکي لري. آزاد او خپلواک دولت هغه دي چی د اشغال او دبهرني سلطي لانــدې واقع نه
 وي اوپه خپل ملي برخليــک اوخپـــــله خاوره ( وچې ، اوبو ، هوا ) ، شته منابعو او په ولس واکمن او 
د ولس په خدمت کې وي. د ملــــي صلاحيت درلودونکۍ وی اود دولتی نظام یا سیاسی رژیم د ټاکلو
د کورنیو او بهرنیو . چارو پرمخ بیولو کې پوره آزادي ولري. ملی ګټې ولري اوپه خپل سیاسی برخلیک مسلط وی. 
یو هیــواد ځکه  آزاد او خپلـــواک دی چه ازادي او خپلواکي یې دنړيوالو منل شوو موازينو له مخـــې
تضمین شویده، او هیڅوک نه شی کولای چی خاوره یی اشغال کړی.
خپلواکي د استعماري اوامپرياليستي ځواکونو له خوا په پرله پسې ډول تر پښو لاندې شــوي اودادي زمونږ دسترګو وړاندې دنړۍ په مختلفو سيموکـې په مختلفو ډولونو ترپښو لاندې کيږي او پدې ډول ليدل کيږي چی نړیواله ټولنه  په یوه ځنګل بدله شوې ، چی په هغه کې د ځواکمـن اړخ قانون حاکم شوي دی . نو دا ظالمانه نړيوال نظام چه په هغه کې حق او قانون تر پښو لاندي کيږي او يوازي زور چليږي ،بايد بدلون ومومي .
زمونږ ګران هیواد افغانستان ،لرغونۍ تاریخ او زوړ تمدن لری .دغه خاوره د لرغونو تمدنونو دزیږیدو    شاهده وه.
 افغانستان ته دآسیا زړه،دسوداګرۍ څلورلاره ،او داستعمار ګرو او پراختیا غوښتونکو ځواکونو ګذرګاه او پامیر ته یی ددنیا بام وایی . دوریښمو لاره دهمدغی خاوری تیره شوی ده ، اونړیوال پراختیا غوښتونکي او چپاول ګرد طلاي مرغه ((هندوستان)) دترلاسه کولو لپاره او په منخنۍ آسیا ، عربی بحیره او فارس باندې د تسلط اوحکمرانۍ په مقصد دهمدی ستراتیژیک معبر څخه تیر شوی دي او د همــدې لارې دکنترول پر سر دیو بل سره یې ډغرې وهلي جنګیدلي او ګټه یې پورته کړې ده . او ددغو استعمـــــاري او استیلاګرو ځواکونو له جملې ، ځينو په همدې خاوره کې ماته خوړلې ده اوهمدلته خــــښ شویدي ،نو ځکه دغـې خاوری ته «د زبرځواکونو هديره» هم وایی . او دافغانستان دغه مهم جيو پوليتيــک،او جيــو ستراتيژيک  موقعیت ، ددې هیواد داوسیدونکو په ملی او سیاسی برخلیک کی تل عمده او ټاکونکـــۍ رول درلودلۍ دي.
دافغانستــــــــان اوسیدونکې یعنی افغانان ،په وطن مین اومیړني ، شریف اونجیب خلک دي. خپلواکي او آزادی د بل هرڅه نه ورته ګرانه ده او د هغه د ترلاسه کولو اوساتلو لپاره ېې ډيره قربانی ورکـــړې ده او دخپلواکۍ او آزادۍ لپاره سرښندونکې مبارزه ، ددې ولس ملي ځانګړتيا او ټول تاریخ تشکیلوی نـــوځکه افغانستان ته دآزادۍ او خپلواکۍ د غورځنګونو د غلیان نقطه وايي. او که دا ولس ، ځان وپيژنــي او متحد شی ، ددې توان لري چه په یوه ځواکمن اوسرلوړی دولت او ملت مبدل شي او دیوه پرمختللي او ځواکمن هیواد ارمان ته ورسیږې.
افغانستان په ۱٧۴۷ میلادی کی د احمدشاه درانی ترمشرۍ لاندی د معاصردولت په تاسیس سره ، سیاسی  ملی هویت او ملي دولت رامنځته کړ . کوم چی په ډیره لنډه کی په یوه ستره امپراطوری بدل شو، چی  د مشهد نه تر کشمیره او د ډهلي او د امو د سیند نه ترعربي بحیرې، ېې په یوه ستره ساحه باندی حاکمیت درلود.
خو دغې امپراطوری ډیر دوام ونه کړ، دکورنیو اوبهرنیو تضادونو او کـــــــړکیچونو، درباری خپل منځی اختلافونو او دسیسو،قبیلوي دشمنيو او کورنيوجګړو، ملوک الطوایفې نظام د بهرنی دخـالت او د پردیو د یرغلونو او په دی خاوره باندې د تسلط لپاره د «سترې لوبې » په دوران کی داستعماری ځواکونو د مقابلې او رقابت له کبله له منځه لاړه ، او د خاورې ځنې برخې ېې له هرې خوا قچې شوې، او په نتیجه کـې یې په مستعمره او نیمه مستعمره هیــــــواد بدل شو اود اوسنـــــــی نقشې شکل ېې غوره کړ ،وران شو او د نـــړیوال پرمختګ دکاروان څخه وروسته پاتې شو خو مبارزې دوام وموند او دافغانستان په آزادۍ او وطن مینو خلکو د پردیو دسیاسی سلطی پر ضد د اوږده او بې ساری مقاومت ، او قربانۍ په نتیجه کې له خپلی آزادۍ ،خپلواکۍ ، ملي موجودیت او ملی هویت څخه دفاع وکړه ، تر څو چی په ۱۹۱۹میلادي داګست په ١٩ یی خپلواکي بیا تر لاسه کړه اود غازي شاه امان الله خان تر مشرۍ لاندي يي دیوه خپلـــــواک اوملي مترقی دولت تهداب کیښود.
افغانانو داوږده او بي ساري قرباني په نتيجه کـې  خپله آزادي او خپلواکۍ ترلاسه کړله . خـــوپه دفاع او ساتلو کــې يي پاتې راغلل ، د بهرنۍ دخالت اودپرمختګ ضد ټولنيزو اوسياسي کړيو د مخالفت اوبغاوت په برابرکې ونه شوای کولای چی له ځان څخه دفاع وکړي اوماته يي وخوړله .اوپه نتيجه کې دافغانستان په خاوره  داسې کړۍ مسلطې شوې چی د آزادۍ ،خپلواکۍ او مشروطيت دغورځنګ ټولې لاسته راوړنې یی تباه کړی او په هیواد کې یې دواک تشه (خلا) ، انارشي او کورنۍ جګړی را منځته کړی سره له دې چی  دشاه امان الله خان دحکومت دسقوط نه وروسته رامنځته سیاسی تشه ( خلا) ، انارشی او کـورنۍ جګړی جګړې  ډیر دوام ونه موند او مرکزی دولت اعاده شو او د یوه حاکمیت لرونکۍ دولت په توګه دافغانستان موقف وساتل شو.
خو نوي حاکــــمیت ونه شوای کولای د خپلواکۍ او مشروطیت دغورځنګ موخی او ارمانونه تر سره کړي او په نتیجه کې يې افغانستان دبهرنې پټ او څرګند دخالت او لاس وهنو پـــه ميدان بدل شو ، ملي واکمني ترپښو لاندي شوه اوهيواد  داوږدې مـــودی لپاره داستبدادی ادارې لاندی راغۍ ، او په سیاسی اختناق اواقتصادی َ، ټولنیز او فرهنګی رکود کی پاتې شو .چی د انارشۍ او واک د خـلا  له کبله د خپلواکۍ ،مشروطيت ، دموکراسۍ او پر مختيا په لار کې دافغانستان دخلکو ټولې لاسته راوړنې تباه شوي اوهيواد دبهرني اسارت اوکورني استبداد لاندي راغی مځنيو پيړيو ته لاړ او دتــروريزم په اډه بدل شو
سره له دي چی د طالبانو دحکومت دسقوط وروسته دافغانستان موقف ديوه واکمني لرونکي دولــــت په توګه اعاده شوي دي. خو له بده مرغه افغانستان تراوسه دا توان ندي پيداکړۍ چی خپلې ملــــــي ګټې په اطمناني ډول وساتي او د نورو دولتونو سره دمساوي موقف په عمل کې وکاروي په دي ډول ليــدل کيږي چی افغانستان اوافغان ولس په اوس کې هم دخپلې آزادۍ او خپلواکۍ دساتلو او د هغه داساســـــي موخو يعني  ديوه پياوړي ، پايښت لرونکي  او په ملي واکمنۍ متکي او ټوليزې پــرمختيا ته متعهد،حقوقي،مدني او پرمختللي دولت د رامنځته کيدو،جوړيدو او استقرار په  ډګر کــې دسترو چلجونو او ستونځو سره مخ دی .
نو څه بايد وکړو چی د خپل هیواد د ازادی او خپلواکۍ دفاع او ساتنه وکولاي شو:
دملتونو اوهيوادونو تجربي ښې چه آزادي او خپلواکي د ملي وفاق،متحد،يو مـــوټۍ او اګاه ملت ،سوکاله ،آزادو اوبرابرو وګړو په اتکا، با کفايته زعامت اوښه مديريت،قوی او د ولس په خــدمت کې سالمې دولتي اداري،ملي اردو اونظامي قوی امنيتي دستګاه د موجوديت، دلـــوړدفاعي قدرت، ځــــواکمن ملې اقتصاد اومجربي ديپلوماتيکې دستګاه او په ملي ګټو ولاړې فعالې ديپلوماسۍ په صورت کـي دفاع اوساتل کيږي. افغانستان دازادۍ او خپلواکۍ او د هغه دارزښتونو او موخو دساتني او تامين  لپــــــاره بلقوه پوره انساني ، مادي او معنوي امکانات لري ، خو يوازي ديوه پياوړي ملي او دموکراتيک دولت جوړښـت او استقرار ته اړتيا ده ، چه پورته دندي ترسره کړی.
او داډول دولت به په افغانستان کې هغه وخــــــت استقرارمومي  چه په روانه ټولنيزه اوسياسي مبارزه کې دهيواد آزادي غوښتونکي،ملي ،دموکرات او عدالت پلوه سياسي اوټولنيز ځواکونه، سره متحد شی په ټولنه او دولت کې د مسلط سياسي جريان په حيث وپيژندل شي .

 لیکنه: عزیزاحمد فضلی