آرشیف

2018-9-22

دوکتور ص. سعیدي

دوسری حكومت كه دوه سری دولت؟!

هر هېواد ( كشور، كنټري ) او هر دولت ( سټيټ او ګورنمینټ ) چې خپل حکومت ( اګزکوټيف، ګورنمنټ ) لري نو بیا دا حکومتونه درې برخې او درې قوې لري چې د یو متوازن مثلث په ‌‌‌‌‌‌ډول یې نظام ساتلای وي. د دولت او حکومت مفاهیم د ګورنمنټ سره د نظامونو د ساختار له کبله او یا عدم فهم له کبله هم مغالطه کیږي او ما هم دلته همداسې راوړای دی. 
‌‌‌‌‌‌ډېر ځلي د مشرانو  او کشرانو او حتی سترو سیاسیوتو لخوا دغه اصطلاحات یا عمداً او یا د ساده ګۍ په موجب مغالطه او مغشوش کړای شوي او کیږي. زه به د قاموسي او اکادمیک بحث پر ځاې ساده عام فهمه بحث وکړم. 
زما په برداشت او تحقیق ګورنمنټ هماغه حکومت دی چې درې برخې. او قوې  لري چې ١/ قوهء مقننه ( پارلمان)، ٢/ قوهء قضایه ( ستره محكمه او های کورټ، جوديشري) او ٣/ قوهء اجرائيه (حكومت او اګزکوټيف) شو چې بیا هم د هېوادونه د سیاسي تشکیلاتي ساختارو پر علت ددوی ابعاد  او صلاحیتونه فرق کوي. 
دوسری دولت؟!
څو  ورځې مخکې د افغانستان د اجرائيه شوراء مشر په خپلو خبرو کې تأکید وکړ چې: کشور های حامی تروریزم باید مورد فشار قرار داده شوند….
در حالې چې هېوادونه ( كشورها) تروريست نه دي، بلکې افراد، اشخاص، احزاب او حکومتونه تروريست او يا تروریست کیدای شي او هېوادو ته تروریست ویل هم خلکو ته توهین او هم خطاء خبر ده.
راشو دوه سري حکومت ته:
د افغانستان په دې حساسو، نازکو او پېچلو شرایط کې ائيتلافي او یا د وحدت ملي حکومت ضرورت وه او دی. زه له هماغه اولو وختو خبروم چې دا د حل لار او د جناب داکټر اشرف غني او بیاد هر سالم سیاستوال توافق وه چې امریکې هم پرې سلا وکړه. ورته خوشاله وو. 
خو دا حاکمیت نه ائيتلافي او نه د وحدت ملي حکومت دی.
 په ائيتلافي او وحدت ملي حاکمیت کې د محور او موخې، د برنامې او کړنلارې او نسخو په تطبیق توافق وشي او یا روسته بیا کار د نسخو پر تطبیق چې ملت ته وړاندې شوې متفاوتې د دوه ټيمو نسخو د تطبیق او تفاوت بحث او الترناتیف ورکول، ملت په جریان کې ايښودل او هر هغه نسخه چې اجرایي کیږي، وړاندې کوونکی یې بعدي مسوولیت لري او ملت پرې خبر وي چې چا څه وکړل او نتایج یې څنګه وه او بیا آینده کې یې ټول مسوولیت په غاړه اخلي. خو دلته دا د وحدت ملي حکومت له سره برنامه محوره نه وه او له سره نه  دی. دلته د غنیمت د تقسیم پر سر نانندرې او جګړې وې او دي. دلته یو خوا نسخه لري او بله خوا یا نسخه نه لري خو مطالبه لري چې زما د کیک نیمه حصه دې رانکړه او که رانکړې نو بیا د وینو بیالې به جاري کړم. مشکل دلته دی. مشکل کاشکې دې کې واې چې ما سره ښه نسخه ده او دا نسخه دغه ده خو زه یې د تطبیق فرصت نه لرم نو بیا یې مسوولیت نه لرم خو تا ملته پرې خبروم دې چې حالت مو دادی او تاسې پرې خبر اوسئ او تاسې خپله قضاوت وکړئ.  
دادي حقایق چې ملت ته رسول او منطق یې عامول په کار دي. دقیقاً دا مسایل ‌‌‌‌‌‌ډېر نور ابعاد،  داخلي او بهرني عوامل لري، خو هغه چې یې مونږ پورې مربوط  او درست اقدام نه کوو د تأسف او تأثر وړ دي او باید مبارزه او تنویر مو ادامه ولري. 
بل انتخاب نه شته. 
افغانستان ‌‌‌‌‌‌ډېر با استعداده کادرونه لري. دغه ملي او متعهد مسلکي  کدرونه وطن او ملت  ته خدمت قرباني منل بولي  او د خدمت او قربانۍ لپاره د هر کس او ناکس ته دنُقل ایښودو خیال ورسره نه شته او نه لري.
اود بحث د تکمیل لپاره ویل غواړم چې د هېوادونو استازي به هغه څيز او موضع ته اولویت ورکوي چې دهغوی ګټې په کې تضمین شي. امریکه له دې قاعدې مستثنی نه ده او دا منطق هم لري. مونږ ته پکار ده دتقابل پر ځای دګټو پر تطابق کار وکړو اوخپل سره غیر قابل عبور خطوط ولرو.  
و ما علینا الا البلاغ المبین 
دوکتور صلاح الدین سعیدی 
٢٠/٠٩/٢٠١٨
٠٠٤٤٧٨٨٦٤٧٤٦٣٨