آرشیف

2017-11-22

دوکتور ص. سعیدي

دهغه حکایت!

 

(His story)

تاریخ عربي كليمه ده او تحت اللفظي مانا  يې سنه او نېټه  او انګلیسي کې د کرونولوژي یعنې سنه نګاري مانا ورکوي او یا ورته نږدې ده.  کرونولوژي او سنه نګاري كه تحت اللفظي مانا واخيستل شي انګلیسي کې کرونولوژي یعنې سنه نګاري ته وايي. 
تاریخ ته د کلیمې په واقعي مفهو م په  انګلیسي ژبه کې هیستوري وایي. هیستوري له دوه انګلیسی کلیمو یعنې hisهیز= د هغه او Story ستوري= یعنې قصه او حکایت وایي . نو چې دغه دواړه جمع کړو نو بیا کیږي د هغه قصه او یا د هغه حکایت= هیز ستوري کیږي، چې په مرور د زمان هیستوري History شوې ده.
دا د هغه قصې، حکایت  او حافظې له تأریخه حد اقل حد اقل دوې وي او دي.  د استعمار ګر ، حاکم، جابر، دیسانت شوي، دیکتاتور …له خولې   اوله قلمه  ویل شوای او یا لیکل شوای تأریخ او د مستعمرې، مظلوم او زبیښل شوي ملت تأریخ او د تأریخ حافظه.
په انګلستان كې په روستۍ لسیزه کې یو وخت د داخلې وزیر ددې هېواد یو سیاسي مخکښ د کنزرواتیف ګوند غړی و ټاکل شو.  ددغه کس  نوم دیوید بلنکیت او دی په دواړو سترګو مادر زاد ړوند وه.  له ده  څخه په یوه رادیویي  مرکه  کې پوښتنه وشوه چې تاسې  څه وخت پوه شوی چې تاسې وړانده یاست؟ ده وویلې زه نه پوهېدم چې زه ړوند یم، ترهغه چې ماته وویل شول چې ته ړوند یې او بیا پوه شوم چې ړوند یم او دلته بینایان هم شته چې شیان ویني. 
ددې قصې او حکایت او د تأریخ د اصطلاح نه تشریحات او بیا د ښاغلي دیوید بلنکیت له بحث نه مو مطلب دادی چې مونږ ته په کار ده پر یو شمېر حقایقو او د هغو منطق عیني ومنو.   پوه شو چې یو شمېر خلکو ته حقایق لیدل هم سخت کار دی. دا باید ومنو چې یو شمېر حقایق غیر زمونږ د حقایقو هم شته. 
تعهد ولرو چې په صادقانه او ریښتینې توګه  ‌‌‌‌‌‌په خپلو حقایقو باور لرم او هره لحظه چې د نورو د حقایقو استدلال راته مالوم شو  بدون له ترس او تعصبه هغه منو او خپلوو. 
داچې جناب سپنتا له داخله مونږ ته خپل روایت او خپله قصه وړاندې کوي د قدر وړ ده خو په ده باید پوه شي چې پر یو شمېر حقایقو او واقعیتونو لا تر اوسه خبر نه دی. 
د سیکولار سیاست مبلغین او  له خپل ځانه قهرمان  جوړول او له تېرو 17 کلو ناکام حاکمیت نه ځان ته په یو ‌‌‌‌‌‌ډول برائت یواځې ځان ته قناعت ورکول دي. په دغه موده کې د کادری سیاست خطاوې او حق تلفیو، د عوایدو او مرستو حیف او میل او د بې ځایه وینو توییدو پړه او په افغانستان کې  د غیر متوازن انکشاف او د قانون عام نه تطبیق د علایقو او پردو، حتی دښمنو استخباراتي قدرتونو د لوبو موافق اداره مخکې وړل او… تخلفاتو کې جناب سپنتا او نور ټول حُکام شریک او هریو یې خپل مس‌ؤولیت او برخه لري. 
دا ورته ويل پکار دي. دا قبلول پکار دي او دې‌ مسوولیت نه څوک کم و بیش په حاکمه ‌‌‌‌‌‌ډله کې ځان نه شي خلاصولای.
له تېرو ته زده کړه او د تېرو په یاد لرل د عدم تکرار لپاره او نه د انتقام او نفرت  لپاره، او دې برخه کې د عدالت تأمین یو ضروري کار او ګام  دی. 
هغو چې له هېڅه د افغان ولس د جهاد نه په ناروا توګه ګټه پورته کړه همدغه د ښاغلي سپنتا حاکمیت ورته د جوال خوله نیولې وه. تأریخ په یاد لرل او د هغه پر بنیاد عدالت تأمینول او د جابر او غاصب له ناروا ملکیت او جایداده، قصر او تجارتي مرکزو عام المنفعه مراجع جوړول به د جناب سپنتا د قصو او حکایاتو یو مستند لاس ته راوړنه وي. 

الهی مونږ ته د نیکۍ هدایت وکړې. 
آمین