آرشیف

2021-2-12

شاه ولی آرین

دلـتـه،هـلـتـه

دلته څه عجیب طبعیت دی
هـلـتـه اور او قــیــامت دی
 
دلـتـه هـره خـوا شنـیلی دی
هـلـتـه هـره سا زحـمت دی
 
هـلـتـه ویـنــو بــاران اوري
دلـتـه شته باران رحمت دی
 
هـلـتـه خـړې دوړې ښوري
دلـتـه بــاد سـره راحت دی
 
هـلـتـه سانــدې وینې اوري
دلـتـه ژونـد او مـحـبـت دی
 
هلته مـور او زوی جلا دي
دلـتـه ټول عمر وصلت دی
 
خــدایــه دلـتـه هــلـتـه ولـې
پـه دوه رنـگه دا قسمت دی
 
د ارین زړه له ویر ډک شو
ویـر لـړلی یې صورت دی

 
۱۱/۰۲/۲۰۲۱دنمارک
شاه ولی آرین