آرشیف

2014-11-29

eazam

دقيامت په ورځ دعيسی ع برائت

بسم الله الرحمن الرحيم
نحمده ونصلی علی رسوله الکريم امابعد:
دعيسايانوترمنځ ډېرزيات اختلافات شتون لري اودااختلافات يې په فروعي مسائلوکي نه دي په کوموکي چي اجتهادي اوعلمي اختلافات راتلی شي بلکي په مهمواواساسي مسائلوکي دي:دخدای په هکله،دخپل پېغمبرپه هکله اوددين په هکله داځکه چي ددوی دين گډوډشوی اواصلي دين يې له منځه تللی دی.
اوس که دوی حضرت عيسی عليه السلام ته که څه هم ځان منسوبوي اودعيسی عليه السلام سره دمحبت اوپرهغه دايمان ادعاءکوي خونه يوازي داچي دغه ادعاءيې بې بنسټه اوناسمه ده بلکي حضرت عيسی-عليه السلام-به دقيامت په ورځ له دغسي هرهغه چا برائت اعلانوي  څوک  چي دده په هکله غلطه عقيده لري.
الله جل جلاله  فرمايلي دي:( وَإِذْ قَالَ اللَّهُ يَا عِيسَى ابْنَ مَرْيَمَ أَأَنتَ قُلْتَ لِلنَّاسِ اتَّخِذُونِي وَأُمِّي إِلَهَيْنِ مِنْ دُونِ اللَّهِ قَالَ  سُبْحَانَكَ مَا يَكُونُ لِي أَنْ أَقُولَ مَا لَيْسَ لِي بِحَقٍّ إِنْ كُنتُ قُلْتُهُ فَقَدْ عَلِمْتَهُ تَعْلَمُ مَا فِي نَفْسِي وَلا أَعْلَمُ مَا فِي نَفْسِكَ إِنَّكَ أَنْتَ عَلامُ الْغُيُوبِ (۱۱۶)مَا قُلْتُ لَهُمْ إِلا مَا أَمَرْتَنِي بِهِ أَنِ اعْبُدُوا اللَّهَ رَبِّي وَرَبَّكُمْ وَكُنْتُ عَلَيْهِمْ شَهِيداً مَا دُمْتُ فِيهِمْ فَلَمَّا تَوَفَّيْتَنِي كُنْتَ أَنْتَ الرَّقِيبَ عَلَيْهِمْ وَأَنْتَ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ شَهِيدٌ ) المائدة /۱۱۶ ،۱۱۷ {(لنډه دا)چي کله الله(ددغوښېګڼوپه يادولوسره)وفرمايي چي اې عيسی دمريمي زويه!آياتاخلګوته ويلي ووچي له الله پرته مااوزمامور(هم) په خدايي سره ونيسئ!نوهغه به په ځواب کي عرض وکړي،چي سُبحان الله(ستالپاره پاکي ده(له هرقسم شريک،برخه داراوعيب څخه) زماداکارنه ووچي هغه څه مي ويلي وی،چي دهغې ويل زمالپاره حق نه وو،که ماداخبره کړې وي،نوته به  پرې هرومرو عالم يې،ته  پرهغه څه  پوهيږي چي زماپه زړه کي دي اوزه پرهغه څه نه پوهيږم   چي ستاپه زړه کي دي،بېشکه همداته په پټوښه خبريې! ماله هغه څه پرته نورهيڅ شی نه  دي ويلي چي تاراته امرکړی وو،داچي دالله بندګي وکړئ چي هم زمارب دی اوهم ستاسورب،زه ترهغه وخته پوري دهغوڅارونکی وم چي ترڅوپوري زه دهغوپه مينځ کي وم،خوکله چي تادرواخيستم،نوته پرهغوڅارونکی وې اوهمدا ته پرهرڅه څارونکی يې!}
له حضرت عيسی-عليه السلام-څخه به داپوښتنه دقيامت په ورځ کېږي،الله پاک ته خوهرڅه معلوم دي،داپوښتنه دده دقوم دملامتولولپاره ترې کېږي چي چاته تاسوخدای ويل هغه پخپله ستاسوله عقېدې مخالف دی،دالله پاک په بندگۍ سره اقرارکوي اوستاسوله تُهمته خلاص دی.
دحضرت عيسی-عليه السلام-له لوري جواب پنځه برخي لري:
۱:ته پاک يې له دې چي شريک ولري اويامرستندوی درسره وي!
۲:زمالپاره نامناسبه اوناشوني ده چي زه دي دخپلي خدايي دعوت ورکوم ځکه په ماکي خودخدايي صفتونه نشته!
۳:ته په غيبوپوه يې!که ماداسي خبره کړي وی نوتاته به معلومه وی!
۴:ماخودوی ته يوازي هغه څه ويلي دکوم څه په رسولوچي تاراته امرکړی ووچي يوازي دالله عبادت وکړئ!
۵:زه ترهغه پردوی شاهدوم،ترڅوچي په دوی کي موجودوم،خوکله چي له دوی څخه تاواخيستلم نوددوی په حالت ته خبريې!يعني زه ترې برائت کوم!
نوپه دې مبارک آيت کي دحضرت عيسی-عليه السلام-په څرگندوټکوکي وېزاري له هغه چااعلان شوې چاچي دده په هکله ناسمه  عقيده لرلې وي.
معلومه شوه چي عيسی-عليه السلام-اودده مورله نصرانيانو دا نه ووغوښتي چي ددوی عبادت دي وکړي اونه هم ددوی په دې کارراضي وو،بلکي خپله وېزاري يې له دې کاره اعلانه کړې ده.
دادحضرت عيسی علیه السلام په هکله صحيح عقيده وه،دکومي چي اسلام بيان کړی اوهمدادحضرت عيسی-عليه السلام-له خوابيان شوې ده.
که څوک غواړي چي دحضرت عيسی-عليه السلام-سره محبت وکړي اودهغه دوست شي نوهغه بايددغه عقيده خپله کړي.
وصلی الله علی نبينامحمدوعلی آله واصحابه اجمعين
ليکوال:مولوي عصمت الله عزام