آرشیف

2014-12-31

eazam

دعيسی ع دراتگ يو مقصد: دځينوحرام و حلالول

بسم الله الرحمن الرحيم 
نحمده ونصلی علی رسوله الکريم امابعد:
يهوديان چي په شراوفسادکي ترټولوپه لومړي سرکي ځای لري،شراوفساديې په وينه اورگوکي ننوتی اوپه هره زمانه کي يې په گناهونواونافرمانيوکي لومړنی ځای نيولی دی.
له دې امله دالله پاک له لوري ورباندي دتاريخ په اوږدوکي ډول ډول عذابونه راغلي دي دهغوله جملې څخه يودادی چي پردوی ځيني حلال شيان ددوی دناوړوکړوله کبله حرام شول.
حضرت عيسی عليه السلام ورته دالله له لوري حلال کړل
عیسویت یا مسیحیت یا نصرانیت هغه دین دی چې الله پاک دحضرت موسی عليه السلام ددین د بشپړولو لپاره پرحضرت عيسی عليه السلام رانازل کړی وو، دموسی عليه السلام دین بني اسرائیلو ته ددې لپاره راغلی وو چي هغوی یې د نفس او وجدان تهذیب ته بلل، خو دوخت په تېرېدلوپه هغه دين کي د تحریف او تغییر لاسونه ورننوتل او دغه دین یې له آسماني بڼې نه واړاوه.
نوالله پاک دهغوتحريفونواوبدلونونوداصلاح لپاره حضرت عيسی عليه السلام راواستوی اوهغه دپيغمبرکېدلوسره سم دالهي ارشاداتومطابق خلگ دالله پاک ددين اودحق په لورراوبلل 
اويهوديانوته يې دسمي لاري په لوردعوت ورکړ.
په يهوديانوکي غلطونظرياتو،خرافاتواونوروناوړوکارونوخوراپه پراخه کچه شتون درلوداودحضرت موسی عليه السلام دين يې 
دخپلي خوښي اوطبيعت مطابق گرزولی وو.
له سره هم يهوديان داسي قوم ووچي خپلوپيغمبران يې ډېرزورولي وو،ډول ډول شرارتونه په دوی کي موجودوواوله بلي خواله ډېري زماني راهيسي ورته پيغمبرهم نه ووراغلی اودوی په تورات کي دپام وړلاس وهنه کړې وه اوډېرداسي کارونه چي په الهي دين کي نارواوو،دوی واکړي وواوروايې نارواکړي وو او د ټولو زړونه ډېر زيات سخت شوي وو،دپيغمبرانو علیهم السلام تگلاره يې له پامه غورزولې وه، پر داسي لارو روان شوي وو څنگه چي ددوى زړونو غوښتل 
په داسي وخت کي الله جل جلاله حضرت عيسى علیه السلام دوی ته راولېږی څودوی ته سمه لاروروښيي اوددوی ديني اواخلاقي اصلاح وکړي.
کله چي حضرت عيسى علیه السلام په دعوت پيل وکړ، نو لومړى يې هغه تحريفات چي دوى په تورات کي کړي وه اصلاح کړل او ځيني شيان چي الله جل جلاله پردوى باندي ددوى دسرکښۍ له امله حرام کړي وو حلال وګرځول الله جل جلاله دعيسى علیه السلام دنبوت داهدف دده له خولې داسي بيانوي 
چي هغه بني اسرائيلوته داسي وويل:وَمُصَدِّقاً لِمَا بَيْنَ يَدَيَّ مِنَ التَّوْرَاةِ وَلِأُحِلَّ لَكُمْ بَعْضَ الَّذِي حُرِّمَ عَلَيْكُمْ وَجِئْتُكُمْ بِآيَةٍ مِنْ رَبِّكُمْ فَاتَّقُوا اللَّهَ وَأَطِيعُونِ ) آل عمران /50 .{اوزه دهغوښوونواوهداياتورښتينوونکی راغلی يم چي له تورات نه اوس زماپه زمانه کي موجوددی،اوددې لپاره راغلی يم چي تاسوته ځيني هغه شيان حلال کړم،چي پرتاسوحرام کړی شوي دي،(ګورئ!)زه ستاسوله روزونکي(پالونکي)له لوري تاسوته دنښانې سره راغلی يم،نوله هغه وويريږئ اوزمااطاعت وکړئ}
يعني حضرت عيسی عليه السلام خپل قوم ته داسي خپله خبره واضحه کړه چي زه تاسوته داسي راغلی يم چي دهغه تورات تصديق کوم چي ترمامخکي راغلی موجوددی،چي هغه په رښتيادالله تعالی کتاب دی
ځکه دپيغمبرانوعليهم السلام داکاروي چي اسماني کتابونوته رښتيني وايي اويونبي دبل نبي تائيداوتصديق کوي.
اوبل يې داورته وويل:چي زه ددې لپاره راغلی يم چي ستاسولپاره ځيني هغه شيان حلال کړم چي 
پرتاسوباندي حرام شوي وو.
يعني ځيني هغه شيان چي پرتاسوباندي په تورات کي حرام شوي وو،لکه داوښ غوښه اووازگه اوداسي نور….
ددغوشيانوحرمت منسوخوم اويادهفتې په ورځ چي دماهي دښکارممانعت راغلی وو،هغه ختموم.
حاصل خبره داده چي زمانبوت اوصداقت تاسوته واضح شوی دی ځکه مادخپل نبوت لپاره واضح 
ثبوتونه دالله تعالی له لوري پېش کړي دي.
نوتاسوله الله جل جلاله څخه ووېږئ!يعني زماپه مخالفت کي اوتکذيب کي دالله پاک له عذابه وډارشئ!اوزماخبره ومنئ!
له بعضي حراموشيانوڅخه مرادهغه دي کوم چي په سورة الانعام(۱۴۶)کي ذکرشوي دي
الله پاک فرمايلي دي :وعلی الذين هادوا حرمناکل ذي ظفرومن البقروالغنم حرمناعليهم شحومهماالاماحملت ظهورهمااوالحوايااومااختلط بعظم ذلک جزيناهم ببغيهم وانالصادقون(الانعام:۱۴۶)
(اوپريهودي شويوموهرنوکانووالاځناورحرام کړ(لکه اوښ،شُترمُرغ اوبطح)اوله غويانواوپسونومودهغوی وازگي پرې حرامي کړې وې،پرته له هغي(وازگي)چي شاگانو يې پورته کړې وې ياکولمو اوياهغه(وازگه)چي دهډوکوسره به گډه وه،دامودهغوی دظلم سزاورکړه اوبې شکه موږخامخارښتوني يو!!)
وانالصادقون کي اشاره ده چي يهودو ويل چي داوښ غوښه دابراهيم عليه السلام په دين کي حرامه وه نودادُرواغ وايي!
پريهوديانووازگه حرامه شوې وه خودوی به راولاړشول،وازگه به يې ويلي کړه،غوړي به يې ترې جوړکړل،بيابه يې خرڅول اوددغو غوړوقېمت به يې دځان لپاره حلال باله.
په حديث کي راغلي دي:لعن الله اليهود،حرمت عليهم الشحوم فجملوهافباعوها(رواه البخاري ومسلم والنسائي واحمد)
(پريهوديانودي دالله پاک لعنت وي،پردوی باندي وازگي حرامي شوې نودوی ويلي کړلي نوبيايي خرڅي کړلي!!)
په بل حديث کي راغلي دي چي دوی به وازگي خرڅي کړلې اوروپۍ به يې وخوړلې(ورپسې فرمايي:)وان الله اذاحرم علی قوم اکل شئ حرم عليهم ثمنه(احمد،ابوداود،ابن حبان،بيهقي)
(اويقيناالله پاک چي پريوه قوم باندي ديوه شي خوړل حرام کړي وي پرهغوی يې دهغه قيمت(روپۍ)هم حرام کړی دی!!)
له دې امله رسول الله صلی الله عليه وسلم خپل امت ته وفرمايل چي ديهوديانوپه څېرحيلې مه کوئ چي دالله پاک حرام يې پرځان باندي دحيلوپه ذريعه حلالول!!
له حضرت ابوهريره رضی الله عنه څخه روايت دی چي رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل:لاترتکبواماارتکبت اليهودفتستحلوامحارم الله بادنی الحيل وهذا اسنادجيد(تفسيرابن کثيرج ۱ص:۲۶۱)
(هغه څه مه کوئ کوم چي يهودوکول نوتاسوبه په ناکاره حيلوسره دالله پاک حرام کړي شيان حلال وگڼئ!!) 
مفتي محمدشفيع رحمه الله ليکي:په محمدي(صلی الله عليه وسلم)شريعت کي هم بعضي شيان حرام دي،ليکن هغه ديهودوبرخلاف ديوه جسماني ياروحاني ضررله امله حرام شوي دي،پردوی چي کوم شيان حرام شوي ووپه هغوکي هيڅ جسماني ياروحاني ضررنه وو،بلکي ددوی دنافرمانيودسزاپه توگه حرام شوي وو!(تفسيرمعارف القرآن ص۶۰۷ج۲)
پردې امت باندي دنافرمانيوله امله خوحلال شيان نه حرامېږي خوداسي کېږي چي باران ورباندي بندشي،گراني راشي،يايودُښمن ورباندي مسلط شي اوکمزوري شي الله پاک دي موږپه خپل فضل اوکرم سره وساتي آمين
پاته دي نه وي چي ددًښمن دمسلط کېدلو يوسبب دبندگانوگناوي دي نوراسباب هم لري.
مطلب داووچي پريهوديانوځيني حلال حرام شوي وو،حضرت عيسی عليه السلام دالله پاک له لوري خبرورکړچي هغه بېرته حلال دي.
وصلی الله علی نبينامحمدوعلی آله واصحابه اجمعين 
ليکوال:مولوي عصمت الله عزام