آرشیف

2015-6-4

eazam

دعيسايانوخپلمنځي اختلافات

بسم الله الرحمن الرحيم
نحمده ونصلی علی رسوله الکريم امابعد:

عيسائيت دتثليث غوندي دعقل اونقل دخلاف مسائلودشتون له امله دزوال پرلورروان دی،په اوسني دورکي تعليم لرونکي خلگ ډېرکم مذهبي دي،کليساوي هم خالي دي،عام خلگ ئې هم دعيسائيت په مذهبي خبرويقين نه لري،حکومتونه ئې هم دسيکولرنظام ترسيوري لاندي چلېږي،کليساپکي هيڅ دخل نه لري اوترډېره حده دپاپ اوکليسارول په ټولنه کي له منځه تللی اودتلوپه حال کي دی.
که له يوې خواعيسائيت په اوسنۍ زمانه کي خپل ديني اغيزله لاسه ورکړی له بلي خوا د عيسايانوترمنځ ډېر زيات اختلافات شتون لري،د خدای په هکله،د خپل پېغمبر په هکله اود دين په هکله دا ځکه چي ددوی دين گډوډشوی اواصلي دين ئې له منځه تللی دی.
علامه ابن قيم جوزي-رحمه الله-دنصرانيانوترمنځ د اختلافاتوپه هکله ليکي:فلو سألت أهل البيت الواحد عن دينهم ومعتقدهم في ربهم ونبيهم ، لأجابك الرجل بجواب وامرأته بجواب وابنه بجواب والخادم بجواب ، (إغاثة اللهفان ص:۲۸۱ج:۲)
يعني که ته له يوې کورنۍ څخه ددوی ددين اوعقيدې په هکله وپوښتې چي دوی ئې د خپل خدای او پېغمبرپه هکله لري،نوسړی به يوجواب درکړي،ښځه به ئې بل ځواب،زوی به ئې بل جواب اوخادم به ئې بل جواب درکړي!!
وصلی الله علی نبينامحمدوعلی آله واصحابه اجمعين
ليکوال : مولوي عصمت الله عزام