آرشیف

2014-12-3

eazam

دصفر المظفر مياشت

 

نحمده ونصلی علی رسوله الکريم امابعد:
بسم الله الرحمن الرحيم
دصفرالمظفرمياشت  يوه داسي مياشت ده  چي داسلام ترراتگ مخکي دجاهليت په زمانه کي  به خلگوسپېره اودرنه مياشت بلله اوپه وتلوبه يې خوشحالي څرگندوله لکه څنگه چي په اوسنۍ زمانه کي هم ډېرناخبره خلګ ددې مياشتي په هکله هغوی ته ورته عقيدې  لري اودامياشت سپېره بولي، ترې ويره لري،دسرګردانۍ مياشت يې  بولي،ترې کرکه کوي او په وتلويې خوشحالي څرگندوي  اووايې : صفره ووتله بلاووتله .
په داسي حال کي چي کرکه دمشرکانوخوی دی، خومتاسفانه داناوړه صفت په ناخبرومسلمانانوکي هم ترسترگوکېږي  مشرکينوخپلوانبياووته داسي ويلي وو:اناتطيرنابکم ؛موږپه تاسوباندي بدفالي ياکرکه کوو.
يعني پرموږچي کومه بدحالې راغلي،داموږله تاسوانگېرو،تاسوچي راغلي ياست،نوستاسودسپېره توب له کبله پرموږبارانونه بندشوي اوياهم نورمصيبتونه راباندي راغلي دي.
په حديث شريف کي راغلي دي :الطيرة شرک بدفالي اوکرکه   شرک ده!!
خودې ته موبايدپام وي چي کرکه شرک اصغر(وړوکی شرک)ده،په دې سره ايمان له منځه نه ځي بلکي يوه لويه گناه ده.
په يوه بل حديث کي راغلي دي من ردته الطيرة عن حاجته  فقداشرک(رواه احمدوالطبراني)
څوک چي کرکي له خپل کارڅخه راوګرزاوو،نوشرک يې وکړو.
صحابۀ کرامورضی الله عنهم وفرمايل:اې دالله رسوله ددې ګناه کفاره څه شی دی؟رسول الله صلی الله عليه وسلم  وفرمايل داسي دي ووايې:اللهم لاطيرالاطيرک ولاخيرالاخيرک ولااله غيرک .ياالله ستاله بدحالي  پرته بله بدحالي نشته اوستاله خيراوښېګړي پرته بل خيرنشته اوستاپرته بل دعبادت حقدارنشته.
دبخاري اومسلم په حديث کي چي په دريوشيانوکي دسپېره توب يادونه شوې چي:ښځه،مکان(کوراوسرای)اوآس دی.
دهغه مطلب دادی چي که په يوه شي کي سپېره توب وای نوپه دغودروکي به واي.لکه څنگه چي دابوداؤدشريف په روايت کي داصراحت ذکرشوی دی!!
نومطلب دادی چي په هيڅ شي کي سپېره توب نشته.
نوله کرکي څخه اوچاته له داسي ناوړه نسبت کولوڅخه بايدپه کلکه ځان وژغورو.
اوس هم ځيني ناخبره کسان وي اويوتکليف ور ورسېږي،وايي:دافلانی سپېره دی،دی راسره وو،يادی راغلی وو،نوځکه راته داتکليف راورسېد.
په ځانگړې توگه مېرمني دداسي خبروله امله ډېري کړېږي،يوه مېرمن واده شي،نوهغه کورته که څه مصيبت ورپېش شو،نوهغي مظلومي مېرمني ته په بدنظرگوري اووايي چي له کومي ورځي داسپېره راغلې ده،نودداسي مصيبتونورامخه شوې ده.
داپه داسي حال کي چي داسي خبري داسلام سره په ټکرکي دي.
نوله داسي خبروبايدځان وژغورل شي ځکه يوخوداخبري غلطي بل داچي بل مسلمان ورباندي خفه کېږي چي دادويمه ستره گناه ده.
دصفري په هکله په يوه حديث کي راغلي دي  :لاعدوی ولاطيرة ولاهامة ولاصفرولاغول .(رواه  احمد).
درنځونونقلېدل نشته،کرکه نشته،هامة نشته،صفراوغول  نشته .
لاعدوی :ددې مطلب دادی چي يومرض له يوه انسان څخه بل ته نه نقليږي،هغه چا ته  رسيږي چي الله پاک ورته دمرض اراده ولري،داسي نه ده چي دمريض سره څوک نږدې شي نوهغه دي مريض شي،بلکي لکه څنگه چي له سره يوڅوک مريضيږي،دغسي بل هم له ابتداءڅخه مريضيږي،له بل چاڅخه ورته مرض نه راځي.
ولاطيرة :
کرکه،بدفالي اوسپېره توب نشته،طيرة له طيرڅخه دی طيرمرغه ته وايې دمشرکينوداعقیده وه چي اکثربه يې  په ځينومرغانو کرکه نيوله ،لدې امله دکرکي نوم طيره شو لکه ډېرخلګ داسي دي چي دځينوشيانوپه هکله ددوی داعقيده وي  چي داشی سپېره دی داعقيده داسلام سره په تضادکي ده
ولاهامة :
ديوه مرغه نوم دی،مشرکينوبه په بعضومرغانوباندي کرکه نيوله،که به چېري روان وواوهغه مرغه به يې وليدی نودخپل مقصداوسفرڅخه به راګرزېدی،په دې عقيده چي ماته تکليف رارسيږي دې مرغه ته  ځيني خلګ ګونګی وايې لکه ددې زماني ناخبره خلګ چي بعضي يې سوی سپېره بولي اوبعضي بل مرغه  داله هغومشرکينوڅخه پاته شوې  عقېدې  او رواجونه دي .
ولاصفر   :
ددې مطلب دادی چي دصفرمياشت لکه نوري مياشتي داسي ده،دانوري خبري ددې مياشتي په هکله غلطي اوبې  بنسټه دي کومي چي ناخبره  خلګ کوي چي دامياشت درنه مياشت ده،په دې کي تکليفونه اومرضونه ډېردي لکه ددې زماني ناخبره خلگ چي په دې عقيده دي .
ولاغول :
غول دادپېريانواوشيطانوله جنسه دی عرب په دې عقيده ول چي غول په دښتوکي وي،خلګوته ځان په ډول ډول شکلونوسره ورښکاره کوي ترڅوله هغوی څخه لارورکه کړي اوتباه يې کړي .نوداخبره رسول الله صلی الله عليه وسلم  ردکړه اوبې ځايه خبره يې وبلله .
ددې مياشتي ددروندوالي په هکله راغلی روايت:
دصفري په هکله په يوه روايت کي داسي راغلي دي:
من بشرني بخروج صفربشرته بدخول الجنة .چاچي ماته دصفري دوتلوزېری راکړوزه هغه ته جنت ته دننوتوزېری ورکوم!!
له دې روايت څخه ځيني خلگ داسي انگېري چي په دې مياشت کي دروندوالی اوسپېره توب شته.
خوداخبره صحيح نه ده ځکه داروايت صحيح نه دی
زموږدحنفي مذهب نوموتی عالم حضرت ملاعلي قاري رحمه الله ددې روايت په هکله ليکي:لااصل له(الموضوعاتُ الکُبری ص:۲۲۵)(داحديث اصل نه لري)
اوامام فتني ددې روايت په هکله وايې :موضوع يعني له ځانه جوړشوی دی .
امام احمدرحمه الله ددې روايت په هکله  فرمايې :ومماتدورفي الاسواق دا له هغه روايتوڅخه چي په بازاروکي ګرزي بې بنسټه اوبې بنياده دی.
که داحديث صحيح شي نوبيايې هم مطلب دانه دی چي دامياشت درنه ده بلکي مطلب يې دادی چي په ورپسې ربيعُ الاول مياشت کي رسول الله صلی الله عليه وسلم له دُنياڅخه رحلت کېدی اودده دالله پاک سره دملاقات شوق وو،نوله دې کبله يې دربيعُ الاول درارسېدلواوددې مياشتي دختمېدلودخبرانتظارکاوو.
نوداحديث له يوې خواثابت نه دی اوکه ثابت شي نومطلب يې دانه دی چي ترې ددغي مياشتي نحوست اوسپېره والی ثابت شي.
دصفري دآخري چارشنبې شرعي حکم:
له فقيه العصر،مفتي اعظم حضرت مولانامفتي رشيداحمدلُديانوي رحمه الله څخه پوښتنه شوې چي:
ځيني خلگ دصفري دمياشتي په آخيري چارشنبه کي ښه خواړه پخوي اووايي چي په دې ورځ نبي عليه السلام له مرضه روغ شوی دی،په دې خوشحالۍ کي خواړه پخول پکاردي،داکارصحيح دی اوکنه؟بينواتوجروا.
مفتی رشيداحمدلديانوي رحمه الله ورته په ځواب کي  ليکي :داغلطه اوجوړه شوې عقيده ده
له دې کبله ناروااوگناه ده فقط (احسن الفتاوی جلداول صفحه۳۶۰)
دديوبندمشرعالم،ابوحنيفه ثاني حضرت مولانارشيداحمدگنگوهي رحمه الله څخه هم داسي سوال شوی دی:
سوال:دصفري په آخري چارشنبه کي اکثرعوام دخوشحالۍ اطعام الطعام کوي(يعني خيراتونه کوي)
شرعًاپه دې هکله څه ثابت دي؟
جواب:شرعاپه دې هکله هيڅ هم ثابت نه دي دجاهلانوخبري دي(فتاوی رشيديه:کتاب العلم ص:۱۷۰)
همدارازدحضرت مولانااشرفعلی تهانوي رحمه الله خليفه مجازحضرت مولانامفتي عبدالکريم گمتهلوي رحمه الله ليکي :اويورواج په دې مياشت کي دآخري چارشنبې مروج دی،داهم بالکل بې اصله اوبدعت سيئه دی(الفضائل والاحکام للشهوروالايام ص۱۸)
همدارازنوموړي په دې هکله يوفارسي شعرهم نقل کړی دی:
آخري چهارشنبه ماه صفر
هست چون چهارشنبه های ديگر
نه حديثي شده درآن وارد
نه دروعيدکردپيغمبر
(الفضائل والاحکام ص۱۸)
يعني دصفري آخري چارشنبه دنورو چارشنبوپه څېرده،په دې هکله هيڅ ثبوت له پيغمبرصلی الله عليه وسلم څخه نشته!!
الله پاک دي موږته توفيق راکړي چي ځان په دين پوه اودهغه مطابق عمل وکړ و
آمين يارب العالمين
وصلی الله علی نبينامحمدوعلی آله واصحابه اجمعين
ليکوال:مولوي عصمت الله عزام