آرشیف

2017-7-12

دوکتور ص. سعیدي

دتشدد او عدم تشدد مشخصه بېلګه!

عدم تشدد له تشدده پرته مردود دی او تشدد که په عدم تشدد ختم نه شي هم مردود دی.
دابه خطاء وي که د جناب ګلبدین حكمتيار او د كابل د حكومت تفاهمات او جوړع روغه د جناب حکمتیار ارګ ته د تسلیمدو په معنا وپېژندل شي. داسې نه ده او شکر چې داسې نه ده. دا حالت چې جناب حکمتیار دې ارګ ته تسلیم شوای وي نه د ارګ او نه د جناب حکمتیار په ګټه او نه د خېر د پروسې او نه د افغانستان او نه د سولې او استقرار په ګټه دی. سوله او استقرار دوه جدا مفاهیم، حدود او ابعاد لري! 
دا چې ارګ او جناب حکمتیار یوبل ته تسلیم شي لکه چې بعضې ګمان کوي زما په آند او شناخت  داسې نه ده شوې. 
د ټوپک او د قلم معقول او پر ځای چلول، د خېر، او انسانیت د سولې او استقرار  لپاره د دواړو چلول حتمي او ښه خبر ده. 
خو د توافق روسته غداري د انسان، اسلام او اصولو مخالف کار دی. 
پرون یوه خوښۍ  کې ناست وم چې یو د اسلامي حزب یو ستر قومندان پخواني قومندان له خولې چې بل میز کې ناست وه واوریدل چې د کابل حاکمیت جناب حکمتیار ته د خیانت اراده لري. خبره راته هوایي او بې بنیاده ښکاره شوه خو  د افغانستان د مصالحو او دسولې د ساتلو لپاره دغه نظر ته د پوره دقت او متناسب دوامداره احتیاط سپارښت کول غواړم. 
زما په پوه حزب اسلامي د جناب حکمتیار په مشرۍ د کابل له حاکمیته امتیاز  ونه غوښت او خپل مشروعیت د دغه حاکمیت څخه نه اخلي او په دې توګه خپلو مبارزو، خپل آرمان  او شهیدانو ته توهین نه کوي. 
ددې لپاره متعهد ښکاري او بیانوي او شرع خو ظاهر ته ګوري چې افغانستان کې د ملت اراده، د مسلمان او مجاهد ملت اراده  پلي او دا مسلمان ملت قدرت ته ورسي او دا د تسلیم په مانا نه ده. 
زه د حزب اسلامي سره تړاو نه لرم خو ددوی توافق او د افغان ولس د سیاسي ځواکونو توافق ته سخت خوشاله یم. 
د ملي اجماع د جوړیدو لپاره سخت لېوال او د سیاسي مصالحې د ريښتینو لارویانو څخه یم. 
سیاسي مصالحه تسلیمی او بې هویته کیدل او تسلیمیدل او د مقابل لوري نسخې منل نه دي.
سیاسي مصالحه د سیاسي ژوند او د خپلو برنامو دتحقق لار کې د مبارزو او هلو ځلو متمدن کول دي. 

نو په ده لار کې د تشدد او عدم تشدد وقت پېژندل په کار دي. 
له دغه فرصته په استفادې د طالبانو په سلیم مشرتابه غږ کوم چې مخکې له دې چې د الله ( ج) په غضب او د ناریخي نابودۍ کندې ته غوزار شئ د الله( ج)او د سولې او نېک تفاهم او د سیاسي مصالحې درسته پورتنۍ لار غوره او د پردو له خدمته ځان خلاص او ملت او سولې ته جوګه شئ. بعضې تاریخي فرصتونه نه تکراریږي او تاریخ مو څاري او د الله ( ج) له قهر او غضبه ځان وساتئ. 
ان بطش ربك لشديد. 
د. صلاح الدين سعيدي
١٠/٧/٢٠١٧
٠٠٤٤٧٨٨٦٤٧٤٦٣٨
و من الله التوفیق
د. صلاح الدین سعیدي