آرشیف

2020-6-19

شاه ولی آرین

دا ته څه کوې؟

وګـوره خـپل ځـان تـه دا تـه څـه کـوې؟
سر ټیټ کړه وجدان ته دا تـه څه کوې؟
 
لاس په وینو سره خپل هیوادوال وژنې 
ځان دی کړه انسان او دا ته څه کوې؟
 
راشه وژل بس کړه د پت ژونـد وکـړه 
ټینګ ایمان پیدا کـړه دا تـه څه کـوې؟
 
ځـان کـه لـږ افـغـان ګني نـورمکړه دا 
شــرم د زمـان دي دا تــه څـه کـوې؟
 
بـس ده د پـردوغـلامـي پـریـږده نــور 
لــږ خـو حیـا وکـړه دا تـه څه کـوې؟
 
نـــوره نــړۍ لاړه اسـمانــو تــه پـاس 
ته رغړی په خاورو کې دا څه کوې؟
 
اغوس دنمارک 
۱۱/۰۶/۲۰۲۰شاه ولی ارین