آرشیف

2017-7-28

دوکتور ص. سعیدي

دامونږ ولې د ګېلاس خالي خوا ګورو؟

 

انسانان په یوه تقسیم کې په خوشبین، بدبین. ویشل شوي. په بله ژبه اوپتیمیست او پسیمست ویشل کیږي خو زه پرې یوه بله کتګوري چې ريالست او واقعیت نګر شي، اضافه کوم. 
د افتخار وړ والي صیب مو له یو کاري سفره د چین له هېواده راګرځېدلای او د نور تجاربو سره سره یې د هغه ځای د خلکو یو شمېر مثبت خواص  ستایلي دي. دخلکو حد پېژندنه او پرمختګ کې دسهم اخیستنه او د هغوی د نیوکو معتدل معیار یو ‌‌‌‌‌‌ډول ستایل شوای دی. 
ما د هغوی له بحث سره دې بحث ته انکشاف ورکړای.
هو سياحت، ليدنه، كتنه او په دې ‌‌‌‌‌‌ډول د  نورو ټولنو له تجربو ګټه اخیستنه هغه تجارب  او پوه ده چې اکثراً کتابو کې نه ترلاسه کیږي. 
دې برخه ‌‌‌‌‌‌ډېر د ویلو لرم او تاسې په ریښتیا مهمو خبرو ته اشارې او تذکرات کړي. 

خو حكومت چې خپل وي او مشروعیت یې له ملته تر لاسه شوای وي او د ملت د ارزښتونو په خدمت کې وي نو بیا د ملت مطالبات او خواستې هم معقولې او واقعیت ګرا وي. 
خو زمونږ دا سرو او شنو او مافیایی حاکمیتونو په دې ملت داسې لوبې  وکړې چې د ملت دا منفي خواص چې یو شمېر یې تاسې د ګیلې په توګه برسېره کړي کاملاً د فهم وړ او طبعی کړي دي. 
خو تأکید کول غواړم چې د دغو منفي مظاهر او خواصو چې تاسې تصویر او انځور کړای او کاږلای  زما د محاسبې پر بنسټ  80 فیصده د هغو کړو او برخوردونو زیږنده ده چې د وقت  حاکمیتونه یې موجب شوي او همدا حاکمیتونه په کې اصلي پړه او ملامت دي.  
ولې بدګمانه یو او په عدالت باور نه لرو؟ 
کابل بانک راواخله. هغه کابل بانک چې 825 میلیونه دالر( د افغانستان يو كلنه بوديجه)  د وقت جناب جمهور رئيس زما او ستا او د ملت له بوديجې. په یوه چک کې تاوان ورکړ. ددې قضې عاملین شته، غله شته  او د پېسو درک مالوم دی او پوښتنه نه شته. 
تقلبي او د ‌‌‌‌‌‌ډارې جوړه شوې محکمه د خلکو په سترګو کې خاورې وه شیندلې.
متخلف او غل ، شریک او اصلي عامل او زمینه ساز، دا ټول هو دا ټول همدا اوس د حاکمیت او سیاسي ستیج  کې مطرح اشخاص دي او د نن او سبا حاکمیت د تصاحب او ساتنې په کار او بار مصروف دي. ځان ته برحق هم وایي. 
ضمير بيده كړه په مړوند کوه خوبونه. نو ملت څه له ملامت بولئ؟ 
جناب والي  صیب ستاسې کار، زحمات او ښایسته لیکنې ستاسې د پوهې، درایت او ملت ته د خدمت ابتکارات باید د ټول افغانستان والیانو ته نمونه شي. 
اما هو هغه بل والي صیب او سر مشاور صیب او … ته ګوره چې په تېرو ١٧ كلو كې د ملیاردو  خاوند شو، د قدرت انحصار لري او له هرچا نه غټ غټ او بړ بړ هم غږیږي او ګمان کوي چې ریښتیا وايي او حتی ګمان کوي چې خلک یې دوکه کړل. زه به هغه والي او هغه مشاور ارشد او … هغه وخت ومنم چې د ١٧ كلو د ولايت او حاکمیت معاشات  يې د شته شتمنۍ سره کوم تناسب او ان‌‌‌‌‌‌ډول ولري.  
زه د چا د پیسو او سرمایې سره دښمنۍ افکار نه خوښوم. زه انتاګونیزم طبقاتي ردوم او د  سرمایه دار او استثمار ګر او… د تقلبي دښمنی افکار نه لرم. زما د چا د بیل‌‌‌‌‌‌ډنګو سره هم مخالفت نه شته او نه شیشهای بل‌‌‌‌‌‌ډنګ سره هم مخالفت نه لرم. الله ( ج) دې زیات کړي چې وطن آباد شي. خو دا ویل غواړم چې له کومه دې کړې؟ چا تحفه درکړه او كه تجارت دې کړای نوش جان دې. خو تا ددې تجارت څومره ټکس او مالیه ورکړې؟ حساب ملت ته ورکړه. مال او شتمنۍ دې ثبت کړه. او مرجع د عاید دې وښایه. 
نو چې دا نشې کولای او ملت پوه دی چې د غلو او بې عزتو قدر لوړ دی نو بیا له ملته هم ګیله نه ده په کار. 
هو نو ملت چې یو سلسله غیر معمول غوښتنې لري، ګرم نه دی. 
دا حاکمیتونه دي چې دا حالت یې راوستی. 
آیا تاسې ٩-١٠ كاله د جهان په کوم هېواد کې کوم وزارت دفاع بې د استخباراتو لیدلې؟ افغانستان کې هو. 
زمونږ  ملت او صاحب منصبان قربان شول چې نه لس کاله یې  د افغانستان وزارت دفاع استخبارات نه لرل او استحکامات او هوایی قوا مې نه درلوده او وزیر مو مسلکي هم وه!؟ 
ددې ملت د قربانیو او شهیدان عامل   بده اداره او منجمنت وه. 
د سپږې سره پوستین ته اور اچول د مخالف د وژلو لپاره د دقیقو اطلاعات د نه شتون په صورت کې پر وادو بمبارد کول، بهرنیو قواوو له خوا شته غیر مشروع او غیر قانوني زندانونه او هر څه پر زندانیانو کول او حاکمیت خپله چوکۍ ساتل او … نو ددې حالت پړه پر حاکمیتونو ده او دا ملت قرباني ورکړه او ورکوي او د ملت ګناه د حاکمیت په تناسب له سره د مقایسې او مقارنې نه ده. 
الله  (ج ) دې په دغه ملت رحم وکړي.  آمین