آرشیف

2020-3-20

شاه ولی آرین

خـــدایــه ولـــې پـسـرلـــی او ویــر پـه گډه؟

پـسـرلـی راغـــی، گــلـــونــه پـه رغـو کې
هــره خــوا خـاندي غوټۍ په شنو باغو کې
 
لالـــه زار د غـــرو لـمـنـې هره خوا شوې
تـــور داغـــونـــه د لالــه گــل ټــټـــرو ګې
 
بهار شته، گلونه شته، خو تېر خوند نه شته
ځکـه غـرق دی هـر افـغـان په اندېښنو کې
 
انـــتــــظــار د پـسـرلــي کــــــوو، د سولې
مـــگـــر راغـــله کـــرونـــا هــوا څپـو کې
 
خـــدایــه ولــې پـسـرلـــی او ویــر پـه گډه؟
افــغــانـــان شـول قـــاتـلان خپلو منځو کې
 
ربـــه بـــیـــا مــو پسرلی، تـېـر پسرلي که
چــې هـر خــوا وي بــلــبـلان په الوتو کې
 

۱۹/۰۳/۲۰۲۰
اغوس
ډنمارک
 شاه ولي ارین