آرشیف

2020-3-26

دوکتور ص. سعیدي

خطا لاری

دا د شف اود پردو سياست خطاء دى 
عدالت ،دیموکراسي پرې نام بدیږي

که د شف نه شفتالو خبر ته راشو 
دغه غله د ګردنې به رسوا کيږي 

مصلحت او جوړ جاړی که مو کولو
ټولټاکنې اوس په کوم نامه یادیږي؟

دا جګړه او تصور د زوړ او نوي
اوس به دغه مفهوم څنګه تعبیریږي؟

يا به ځو د ملت غږ او انتخاب ته
يا به غلو سره  په یو لار روانیږو

———————–

د ۰ سعیدي
۲۵ – ۳ – ۲۰۲۰