آرشیف

2017-5-15

دوکتور ص. سعیدي

خبره، تعهد او عمل!

 

 

« يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لِمَ تَقُولُونَ مَا لَا تَفْعَلُونَ

 »(سوره الصف آیه 2)

(ای کسانو چې ایمان مو راوړی ولې هغه چې وایې هغه نه کوې )

وینا، لفظ او تعهد ښه کار او د قدر وړ کار او د عمل لپارضروري قدم دی، خو هغه وخت دا تعهد د قدر، عزت او ستایلو شي چې عمل ورسره مل شي.

 یاره زمونږ مشکل بل دی وبښه کاشکې مشکل، مشکلات مو نور دي. یو داچې وزیر او رئيس شو نو جامع الکمالات شو. د وزارت او ریاست په هرڅه خبر او په هرڅه وارد دی. او دا جامع الکمالات بودن ناممکن خبره ده. کار باید متخصص د فن ترتیب او د ادارې مشر باید د درست فني کار د تشخیص د صلاحیت سره سیاسي تقوی او مشروعیت ولري. ‌‌‌‌‌‌ډېر ځلي يې خبره، لفظ او تعهد کړای وي خو یا د عمل چل نه ورځي ،  فکري توان او لازمه پوهه نه لري او یا هم عمل کول یې د سمت په تاوان او یا هم ژبنیز او حزبي تعهد یې مانع کیږي. خو که د جیب خبره راشي بیا ټول اصول له پښو لاندې کیږي او عمل درک نه لري. 

انتخاباتي میارزې، تعهد او عمل دا هغه بحث دی چې د حاکمیت پوره پوره. پوروړتیا د ملت. په مقابل کې. ثابتوي.  زه باور لرم  چې د سیاسي احزابو. د ودې او انکشاف ، تقویت او هڅونې برخه کې حاکمیت پاتې راغلای. د  حاکمیت کادزي سیاست غېر عادلان او د پخوا په شان د فساد زیږنده دی. یا خو له سره د انوستګاتیف یا جنایی تحقیق ژورنالیزم په مغنا او ابعادو خبر نه وه. او یا له سره یې له یاده ووتل . په دغه برخه کې لازم متناسب قوانین او د جزایی اجرااتو قوانین تعدیل او تنظيم نه شول.  دا او لسهاو مشابه ، مهم او کلیدی. مسایل تنظيم نه شول. د سیستم د فعالید پرځای انفرادي هڅو ته چې روزانه ١٨ ساعته كاروي، قوت وركړل شول او دا د اوږد مدت لپاره اداره له خطاوو سره مواجه کوي.  

د تعجب خبر خو دا هم ده چې هم وزیر او هم رئيس او هم د چارو واګې په لاس کې لرې او لرلې او هم لکه زه هیڅ کاره او عام متضرر ولس شکایت کوي. 

دا نو څنګه کېدای شي؟ 

هم حاکمیت دې په لاس کې او هم له حاکمیته شکایت لري. 

هم د حاکم څخه امتياز اخلې او هم ترې نا راض دی. 

هم یې کار خراب کړ او هم شکایت کوي. 

دا نو څنګه کېدای شي؟ 

نو مشکلات او ستونځې مو زیاتې او د ښې دولتدارۍڅخه تخلفات او په ښکاره درواغ او ناروا، سپين سترګي زیاته ده. 

زه باور لرم او تأكيد كوم خبره او تعهد د كار او عمل مقدمه او مثبت اما اول قدم دی خو عمل ورسره باید وشي. 

تعهد او عمل او بلاخره په کار کې اتوریته مسلکي پوهه د سياسي تقوا سره حتمي خبر ده. 

دولتي كارونه او پوستونه  په اوسني عصر کې دوه ‌‌‌‌‌‌ډوله دي. ١/سیاسي پوستونه او ٢/مسلکي پوستونه. 

د سیاسي پوست لپاره د سیاسي تقوا سره سم د سیاسي مشروعیت اړخ مرکزي خبر ده. مسلكي اما غير مشروع حاكميتونه له ملت نه تجريد حاكميتونه دي او كار نتايج يې سخت ضعیف او جبون عمل کوي. مشروعيت هغه مشروعيت دی چې د نافذو قوانینو په رڼا کې د ملت له خوا حاكميت ته تثبیت شوای او وركړل شوای وي. 

نه يې انتخابات ګټلي، نه یې دولتي پوست اساس قانون کې شته او نه د خلکو ارادې او خواست ته لېوال  دی، خو د هرڅه او له ټولو نه به زیاته دعوا لري او خبرې به یې په ښکاره د عمل سره په تناقض کې وي او داسې به اکت او تمثیل کوي چې خلک پرې نه پوهیږي. 

 دوی یواځې ځان غولولای شي خو خلک نه. 

 

 

الله ج دې مونږ او چارواکوته د نیک او د خدمت له تعهد سره سره د عمل توان راکړي. آمین