آرشیف

2020-11-17

دوکتور ص. سعیدي

خام سياستونه او خام سياستوال!

سپين سترګي هم حد لري، خو هغه منتهى سپين سترګي د پاکستان د استابلشمنته کومه عجبه خبر نه ده! 
 
جناب حامد کرزي پاکستان ته د خپل جمهوري رياست په دور کې 21 ځلي رسمي سفرونه وکړل او د څو نمايشى عکسو له اخيستو او د بارډر منجمنت له کميټې نه پورته هيڅ تر لاسه نه کړل. هو پاکستان په دې نمايشي سفرو او عکسو نړۍ آراموله او آرامه کړه چې پاکستان به اوس بدلېږي او پاکستان او افغانستان به سره مشکلات حلوي. خو پاکستان يوه لحظه هم افغانستان کې د خرابۍ او بربادۍ لاس په سر نه شو.
 
پاکستاني لوري په مختلفو مراحلو کې په ځانګړي توګه روستېو څلورو لسيزو کې سخت ظلمونه وکړل. دا له سره ددې مانا نه لري چې اوسني پاکستان زمونږ پښتنو او بلوڅو ورنو خپله مړۍ او کور د افغان اوس سره وويشه او مرستې يې وکړې او کوي. افغان خپل وطن کې له آمو تر اباسينه او مارکلې  مهاجر نه دى. پاکستاني استابلشمنت په افغانستان کې هرڅه چې يې خوښه وه وکړل او کوي. د افغانستان په داخل کې يې خپل اغزن تار اودروازې ودرولې او نړېوالې ټولنې ته يې دوکه ورکړه. ښکاره ده چې  پاکستاني اغزن تار او ناروا تأسيسات د افغانستان داخل کې70%  بشپړ شول خو ترور او دهشت هم ورسره قوت وموند.  د پاکستان ټول درواغ چې د افغانستان مېنځ کې د خپلو سرحدات په جوړولو سره يې د امنيت خبرې په درواغو وتړلې خو دا امنيت له سره رانه غلو. واقعيت دادى چې  او دا دواړه مسألې يعنې د اغزن تار تېرول د افغانستان پر خاوره،  له سره د امنيت سره تړاو نه لرلې او نه لري. 
 
 
 
عمران خان د پاکستان صدر اعظم تېره اونۍ وايي چې د افغانستان  دولت ( د بى بى سي له سايته چې دولت ليکي) بايد د هند پاکستان ضد عملياتو ته د افغانستان له خاورې اجازه ورنکړي. 
 
خو همدا عمران خان راتلونکى اونى کې افغانستان ته د علايقو او اړيکو د پراخولو لپاره راځي او افغان حکومت ورسره ګوري. له عمران خانه چا پوښتنه ونکړه جې کوم راتلونکى دولت او په کوم مشروعيت
 
همدا پاکستان په ښکاره افغانستان کې د حاکميت د ړنګولو کړېو او افرادو سره رسماً خپل وطن ته بلنې ورکوي، کتنې او ملاقاتونه کوي او افغان ساده حاکميت بيا د ملل متحد د سازمان نه ددې مداخلو د تحقيق او ځانکړي استاځي د تحقيق او پلټنې غوښتنه کوي. 
 
دا مونږ به کله سياسي سواد زده کوو که د نورو د برنامو او اوامرو فرمانبرداري ده؟ 
 
دا ملت په هرڅه پوهيږي، په ناکامو او غلطو سياستو د ملت او حاکميت تر مېنځ فاصلې نورې هم مه عميقوئ.
 
د نوو سفرو او نوو نمايشاتو پر ځاى بايد  پاکستاني استابلشمنت د تېرو وعدود عملي کولو او د ښکاره پاکستاني مداخلو د بندولو ګزارش او متقابل حساب ورکول بايد صورت ومومي. که پاکستان دې ته آماده  نه وي چې نه دى نو پکار ده چې  دا د عمران خان د راتلونکى اونۍ  سفر افغانستان ته   لغوه او د پخوانيو شوو  توافقاتو او وعدو د اجراء او د تطبيق د نظارت غوښتنه وشي. پاکستان دې ددې وضاحت ورکړي چې تروريستي ډلې ددوى په ښارو کې د ددوى د  امنيتي ځواکونه له حضور سره سره خپل افغانستان ضد برنامې عملي کول اعلانوي. د مولانا حامد الحق علني افغانستان ضد اعلان په ښکاره اعلان په ښکاره افغان ضد تحريکات دي چې د پاکستان حکومتى ملايان يې اعلانوي. پاکستاني حکومت ددې ټولو افغان ضد حرکات او فتواکانو مسٶل دى. دا فتواګانې په غرو او دشتو کې د پاکستان د حکومت له نظر بهر نه دي. دا ټول د پاکستان د حکومت تر حمايې لاندې او په ښکاره  صورت مومي. 
 
افغان حاکميت او نړېواله ټولنه بايد په دغه مواردو کې ښکاره ضد تروريستي او افغان ضد خرابکاره پاکستاني سياستونو مقابل کې اقدامات وکړي چې دا کار يې نه دى کړاى او نه کوي نو بيا د نړۍ د غولونې لپاره افغان لورى زمينه ساز نه شي او  دا د درواغو او دوکو ناستې او ولاړې چې  د نړۍ دوکه هم ده، لغوه کړي. د داسې دوکو بايد مخنيوى وشي.
 
و ما علينا الا البلاغ المبين