آرشیف

2018-3-23

دوکتور ص. سعیدي

حکمتیار او‌ دهغه مواضع!

ديو متعهد او رسالتمند انسان وظيفه او رسالت د ټولو انسانانو راضي کول نه دي او دا نه شي کیدای. 
د جناب حکمتیار د ننګرهار دا روستی وینا چې د غلو او پلورل شوو کلک غبرګون یې لرو، طبعي او د پيشبیني وړ وې او دی. تمام شواهد ښکاره کوي چې جناب حکمتیار د خپلو اظهاراتو په ممکنو کلکو انعکاساتو هم ښه پوهیږي. 
اما سیاسي مصالحه، سیاسی جوړه او روغه د خپل هویت نه بی هویته کیدل او د حق لاره پریښودل نه دي. 
سیاسي مصالحه، سیاسي جوړه او روغه انتقام، تیر اشباهاتو باندې دوام او شرارت ته ادامه ورکول هم نه دي. 
سیاسي روغه او جوړه، خپلو سیاسي اهدافو او موخو ته د ټوپک له لارې نه، بلکې د ملت له لارې او د خپلو نسخو مشروعیت اخیستل له ملت نه او بیا د هغه تطبیق ته د افغان مسلمان ملت د توافق سره سم کار کول دي. 
جناب حکمتیار په پوره میړانه او جرئت دغه اصولو ته متعهد ښکاري او هغو باندې یې خپله باور مندي څو څو ځلي په ښکاره اعلان هم کړه. 
افغان اولس د جناب حکمتیار صیب د جلال اباد ددې روستیو اظهاراتو په کلکه ملا تړ کوي ، له هغوی نه مننه کوي او هغه خپل آواز بولي او دی. 
خو داسې ښکاري او ما یو دوه وارې او یو وار دلته لندن کې د حزب اسلامي د بعضې غړو حرکات ولیدل چې راته ښکاري ددوی په مغز کې زمان ولاړ او توقف کړای. دا زمونږ د وسوسې موجب او د تأیید کچه ټيټوي. جناب حکمتیار او ددې ګوند د مشرانو پام دې خبرې ته اړوم. 

بې انسان نه شته. 
اعتراضاتو ته ښه او په خلاصو غوږو غوږ شئ او موجه او غیر موجه اعتراضات جدا او د تاریخ وهلو او د فکري شن‌‌‌‌‌‌ډو غړو تأثیرات شن‌‌‌‌‌‌ډ ‌کړئ! 
اعتراضات واورئ او وارد اعتراضاتو برخه کې ښکاره تصحیحي مواضع خپلې کړئ! 
ملت هو دا ملت  اوس سیاسي پوخ ملت او په هرڅه خبر دی! 
د هر قدم په اول او آخر ان شاء الله تعالی خبر ملت دی! 
مننه