آرشیف

2016-6-30

پوهنمل حاجی محمد نوزادی

حکمتیار:‌ ولس دې د سولې له سپینو بیرغونو سره راوځي او شریر کسان دې استعفا ته اړ کړي

تاند (کابل) – په افغانستان کې د دولت او د اسلامي ګوند ترمنځ د سولې مذاکرات د ناکامۍ خوا ته روان شوي دي.‌
د اسلامي ګوند له خوا په یوه وروستۍ بیانیه کې چې رسنیو ته یې درز کړی دی، ویل شوي دي چې دغه ګوند په خپله برخه کې کافي اندازه انعطاف کړی خو په دولت کې ځینې کړۍ نه غواړي چې د سولې پروسه بریالۍ شي.
ویل کیږي چې په افغانستان کې په موجود نظام کې د اسلامي ګوند ګڼ شمېر پخواني سیالان برخه لري چې هڅه کوي له دولت سره د یاد ګوند د یو ځای کېدلو مخه ونیسي.‌
…………………………
هغه لیک چې فکر کیږي د اسلامي ګوند مشر ښاغلي حکمتیار لیکلی او د ګوند د خواخوږو له خوا له تاند سره شریک شوی دی:
د سولي دښمنان بريالي شول؟!
حقپال
په مزدورو او پليتو رسنيو كي د مذاكراتو د بې نتيجې پاى ته رسېدو خبرونه په ډېر زور شور سره خپرېږي، ډېرى ئې پړہ پر حزب اسلامي اچوي او ادعاء كوي چي حزب اسلامي نوي شرائط او نوې غوښتني وړاندي كړي؛ دا په داسي حال كي چي ارگ، د ملي امنيت شورى او د سولي عالي شورى په مكرره توگه وايي چي د حزب اسلامي له لوري هيڅ نوى شرط او نوې غوښتنه نه ده وړاندي شوې!! حقيقت دا دئ چي د تفاهمليك په نهائى شوې مسودې كي د دولت له لوري تر شل ځله زيات تعديلات غوښتل شوي او نوي نوي شرائط وړاندي شوي، كله په دولت كي د شامل يوې ډلي له لوري او كله د بلي، كله ئې د يوه بهرني حامي لخوا او كله د بل. د حزب اسلامي پلاوي تل انعطاف ښودلى، حوصله ئې كړې او په ډېرو مواردو كي ئې د مقابل لوري ناسمي او بې ځايه غوښتني هم منلې دي، او دا ټول د دې لپاره چي د حزب اسلامي په ابتكار شروع شوي بين الافغاني مذاكرات بې نتيجې پاى ته ونه رسېږي او ولس ناهيلى نشي، كه تاسو د تفاهمليك مسوده وگورئ نو له ځنډ پرته به دا قضاوت وكړئ چي حزب اسلامي د ځان لپاره هيڅ څه نه دي غوښتي، بې سارى انعطاف او تنازل ئې كړى. وزارتونه ئې نه دي غوښتي، په اقتدار كي ئې د خپل وزن متناسب مشاركت مطالبه نه ده كړې، خپله هغه تلنۍ غوښتنه ئې هم نه ده وړاندي كړې چي بهرني ځواكونه دي په بشپړہ توگه او له قيد او شرط پرته فوراً ووځي، د وحدت ملي نامشروع حكومت انحلال او پر ځاى ئې د يوه موقت حكومت غوښتنه هم نه ده كړې، په تفاهمليك كي حزب اسلامي ته يوازي دا امتيازات منل شوي: د بنديانو خوشي كول، د مهاجرينو راستنېدو لپاره مناسب شرائط برابرول او د ملل متحد او امريكا هغه تور ليستونه له منځه وړل چي د حزب اسلامي د ځينو غړو نومونه په كي درج شوي او د دوى په خلاف تعزيرات او تحريمونه پاى ته رسول. په دغو كي هيڅ يو امتياز نشي گڼل كېدى، دا د هري روغي جوړي طبيعي لوازم دي. خو د دولت له لوري دا نوې غوښتني شوې: 1- څلورمه ماده په لومړۍ منل شوې مسوده كي دا سي وه: (هر دو طرف از تصميم كشورهايى كه مى خواهند به حضور نظامى شان در افغانستان خاتمه بخشند؛ حمایت نموده و باور دارند که افغان‌ ها می‌توانند از طریق این وحدت و همبستگی، بحران ناشی از جنگ را مهار و با تهدیدها مقابله نمایند)، د دولت استازو وويل: امريكا له دې مادې سره موافق نه ده او په عوض كي ئې داسي غواړي: (هر دو طرف از خروج نیروهای نظامی خارجی براساس موافقت‌نامه‌ ها برای تحکیم حاکمیت ملی و منافع کشور حمایت نموده و باور دارند که افغان‌ ها می‌توانند از طریق این وحدت و همبستگی، بحران ناشی از جنگ را مهار و با تهدیدها مقابله نمایند.)، د دې تعديل معنى دا ده چي هغوى له حزب اسلامي غواړي هغه امنيتي تړون ومني چي د امريكا او افغانستان تر منځ لاسليك شوى. هغه چي كرزي ئې له لاسليك ډډہ وكړہ او د وحدت ملي حكومت مشرانو د كار په لومړۍ ورځ لاسليك كړ!! حزب اسلامي وويل: ولي د مصالحې په دې سند كى دا مطلب اضافه كوئ؟!! حزب به ولي له تاسو سره دا شرط مني؟! تاسو له حزب اسلامي سوله او روغه جوړہ غواړئ كه د امنيتي تړون او په افغانستان كي د بهرنيو ځواكونو له دائمي حضور سره توافق؟!! هغوى وويل: دا زموږ سره كرښه ده!! له دې تېرېدى نشو!! مجبور يو، موضوع زموږ له واك لوړہ ده!! د (توافقنامه ها) يادونه ضروري او حتمي ده!! كه څه هم د دوى غوښتنه ډېرہ نامعقوله وه خو د حزب اسلامي له لوري دغي مادې ته دا بڼه وركړى شوه: (په داسي حال كي چي د ملي حاكميت تحكيم او د هېواد د لوړو ملي منافعو تأمين د دواړو لوريو گډ هدف دئ، او دواړہ په دې باور دي چي افغانان کولی شي د دغه وحدت او همغږي له لاري له جګړي راولاړ شوى بحران کابو او له ګواښونو سره مقابله وکړي، خو د بهرنيو نظامي ځواكونو د وتلو په اړہ هر لورى ځانگړى دريځ او ليد لورى لري، دولت مخكنيو موافقو ته ځان ژمن گڼي، حزب اسلامي د معقول مهالوېش غوشتونكى دئ، د دريځونو او ليد لوريو د توحيد او گډ تصميم په موخه؛ دا قضيه د دواړو خواوو د مشرانو غونډي او توافق ته محول كېږي.) خو د دولت استازو له دې سره توافق نه دئ كړى او ويلي ئې دي: يا به حزب اسلامي دا ماده له تغيير پرته مني يا مذاكرات ځنډوو!! د حزب اسلامي ځواب دا وو: ستاسو دا سره كرښه هيڅكله نه منو، مذاكرات مو ستاسو په رسمي غوښتنه پيل كړى وو او ستاسو په غوښتنه ئې پاى ته رسوو، هغه مهال به ئې بيا پيلوو چي تاسو خپلي سرې كرښي ړنگي كړئ او د مذاكراتو د بيا پيلولو غوښتنه وكړئ، او د دې مادې په اړہ د پرېكړي واك دركړى شي. 2- په مسودې كي ئې د وحدت ملي حكومت يادونه او له هغه د دفاع او حمايت غوښتنه علاوه كړہ!! حزب اسلامي وويل: مذاكرات د دولت او حزب اسلامي تر منځ دي، حكومت د دولت يوه برخه ده، حزب اسلامي به ولي په دې ځان مكلف گڼي چي له دې حكومت دفاع او ملاتړ وكړي؟!! تاسو له يوې خوا له حزب اسلامي غواړئ ستاسو اساسي قانون ومني، له بلي خوا د هغه حكومت ملاتړ ترې غواړئ چي هيڅ قانونى مشروعيت نه لري، د جان كيري په وساطت او حكميت رامنځته شوى، د ولس غوڅ اكثريت ئې نه مني، بهرني حاميان ئې د نړۍ لومړى درجه مفسد حكومت بولي!! هغوى له دې پرته بله چاره نه ليدله چي د ملي وحدت حكومت پر ځاى د دولت يادونه وكړي. 3- د دولت لوري له حزب اسلامي غوښتل چي د جان كيري وېش محترم وگڼي، په حكومت كي د ځانگړې برخي غوښتنه ونه كړي، فقط د خپلو غړو نوملړ وړاندي كړي چي جمهور رئيس به ئې له اجرائي رئيس سره په مشوره او د جان كيري وېش ته په پام سره د دولت په تشو پوستونو كي د توظيف فرمان صادروي!! د حزب اسلامي ځواب دا وو: ترجيح وركوو چي په دې حكومت كي هيڅ برخه وانخلو، په دې صورت كي به له حكومت په دفاع او ملاتړ هم مكلف نه وو، خو ستاسو غوښتنه د حزب اسلامي لپاره سپكاوى گڼو!! د اختلاف رفع كولو لپاره حزب اسلامي په اړوند مادې كي دا مطلب زياتول ضروري وگڼل: (د دې مادې تفصيل او د تعميل څرنگوالى د دواړو لوريو د مشرانو گډى غونډي او توافق ته محول كېږي). 4- دولت غوښتل د انتخاباتو اوسنۍ طريقه او اړوند ادارې او بنسټونه ئې پر خپل حال پاته شي، كه تغيير راځي نو د حزب اسلامي ونډہ به په دې تغيير او تعديل كي يوازي مشورتي وي، په اړوند بنسټونو كي له ونډي پرته!!
د بحثونو په نتيجه كي اړوند مادې ته دا بڼه وكړى شوه: (اتمه ماده: د افغانستان اسلامي جمهوریت دولت ژمن دئ چي د هېواد له سیاسي، مدني او دولتي بنسټونو سره په مشوره د انتخاباتو د بهير د لازيات اصلاح لپاره شرائط برابر كړي او په دې اړہ مناسبي طرحي وړاندي کړي. دغه راز دولت ژمن دئ چي د انتخاباتي نظام د اصلاح په بهير كي د حزب اسلامي افغانستان د فعال حضور لپاره لازم شرائط برابر كړي. دولت له اړوند ادارو سره په مشوره د انتخاباتي نظام تعديل او د متناسب تمثيل پر بنسټ ولاړ انتخاباتي نظام ته د هغه اړولو ته ژمن دئ، همدا راز دولت متعهد دئ چي د انتخاباتو په بهير او اړوند جوړښتونو كي ئې د حزب اسلامي افغانستان د اغېزمن، د قانون مطابق او په حكومت كي د نورو سياسي ډلو په څېر حضور لپاره شرائط برابر كړي. په دې مادې كه هم دا ابهام وو چي په دې اړہ به وروستۍ پرېكړہ كومه مرجع كوي!! نو ځكه حزب اسلامي د دې مطلب علاوه كول ضروري وگڼل: د دې مادې تفصيل او د تعميل څرنگوالى د دواړو لوريو د مشرانو گډى غونډي او توافق ته محول كېږي. د اختلاف رأى رفع كولو دوه ممكن صورتونه وو: يا دا چي هيئتونه تر هغه خپل كار ته دوام وركړي چي ټول اختلافي ټكي رفع شي، چي په دې صورت كي به توافق ځنډېدو او معلومه نه ده څومره نور وخت به ئې نيولو، د دولت لورى د تصميم نيوني مقتدره او ټولو شاملو ډلو ته د منلو وړ مرجع نه لري، هره ډله خپل اهداف، ځانگړې تگلاره، شرطونه، غوښتني، له سياسي رقابتونو راولاړ شوي ملاحظات لري، د دولت بهرني حاميان هم خپل خپل شرائط او اغراض لري، د ائتلافي حكومت غيرمتجانس تركيب او د بهرنيو ځواكونو تر حد زياتي غوښتني د دې باعث كېږي چي په يوه يوه ټكي د اختلاف رفع كول اونۍ اونۍ ونيسي، دوهم صورت ئې همغه وو چي د حزب اسلامي له لوري وړاندي شو او هغه دا چي اختلافي موارد د دولت او حزب اسلامي د مشرانو گډي غونډي او توافق ته محول شي. دا تر ټولو مناسبه او آسانه حل لار وه، هر لوري ته د خپلي رأيي خوندي پاته كېدو مجال په لاس ورتلو او له شته لانجو د وتلو او د راتلونكو لانجو د حل و فصل مرجع ئې په گوته كوله. خو متأسفانه دا ماده له يوې خوا د دوه سري حكومت اجرائي رئيس نه مني، دې ته تيار نه دئ چي جمهور رئيس د دولت په استازيتوب د پرېكړي واك او صلاحيت ولري، كه څه هم دا د مصالحې په څېر قضيې كي او له مخالف لوري سره د روغي جوړي ممكن صورت لټول وي!!
له بلي خوا بهرني ځواكونه نه غواړي د دوى په اړہ د پرېكړي واك افغانانو ته وسپارل شي!! كه څه هم دا د دوى د خوښي جمهور رئيس وي. له دې كبله د تفاهمليك مسوده لاسليك نه شوه او د سولي دښمنانو ته د بيا فعالېدو موقع په لاس ورغله، د سولي ترېدلي او وېرېدلي پليت ټولگي بېرټه زړہ ور شول، بيا له خپلو پټو سوړو راووتل، بيا ئې د مزدورو رسنيو له لاري د سولي بهير شنډولو په موخه خپلي ناولې خولې پرانيستلې، دروغجن او زهرجن تبليغات ئې بيا پيل كړل. عام ولس چي سوله غواړي او له جگړو كركه لري؛ هيلمن ول چي د حزب اسلامي او دولت ترمنځ به روان مذاكرات ژر پاى ته ورسېږي او د معاهدې د لاسليك زېرى به واوري، خو كله چي د دغو پليتو له خولې ئې د مذاكراتو د ناكامېدو خبرونه واورېدل سخت ناهيلي شول او په څېرو كي ئې د غم او خفگان نښي راڅرگندي شوې؛ خو په مقابل كي ئې د سولي دښمنان خوښ برېښي او مړاوي څېرې ئې خندنۍ شوې. دا كړۍ د دې په ځاى چي حقائق جوت كړي او اعتراف وكړي چي سوله د هغو كورنيو او بهرنيو كړيو له لوري له تخريب، خنډ او ځنډ سره مخامخ شوه چي دا جگړہ ئې پر افغانانو تپلې، جگړو د هغوى تش جيبونه ډك كړي، د جگړي له كبله ئې خټين كورونه په بنگلو بدل شوي خو د ډېرو افغانانو د كورنو د ورانېدو په بيع، د اقتدار پر كرسيو كښېنول شوي، دسترخانونه ئې رنگين شوي، كه سوله راشي له دې ټولو امتيازاتو او مزو جړچو محروم كېږي، د دې پر ځاى دروغ وايي او د مذاكراتو د توقف او بې نتيجې پاى ته رسېدو پړہ او ملامتيا پر هغه لوري اچوي چي په ټول جرأت، اخلاص او صداقت سره خبرو ته چمتو شو، د مذاكراتو بلني ته ئې مثبت ځواب ووايو، تل ئې د خپل ولس خير په پام كي نيولى او د خپل ولس او هېواد لپاره هري قربانۍ ته چمتو شوى!! پوښتنه دا ده چي كه دا مذاكرات بې نتيجې پاته شي بديل به ئې څه وي؟!!
دوو ډلو ته ئې ځواب دا دئ: جنگ غوښتونكو ته وايو: دا جنگ نشئ گټلى، نه تاسو او نه ستاسو مغرور حاميان، ټول زور ځواك او وژونكې مډرني وسلې مو وآزمويلې، داسي نظامي ځواك، جنگي تكتيك او وژونكې وسله نه ده درته پاته چي په آزمويولو سره ئې جنگ په خپله گټه پاى ته ورسوئ او د خپلي خوښي امنيت تأمين كړئ. تاسو وژل او ورانول كولى شئ خو نه امنيت راوستى شئ او نه يو ځواكمن او صالح نظام. تېر شپاړس كلن ترخه تجارب د هر عقلمن انسان لپاره كفايت كوي چي جنگ د حل لار ونه گڼي. سوله غوښتونكو ته وايو: كه سوله يوازي په خبرو، انعطاف، زغم او تنازل راتلى نو د حزب اسلامي او دولت تر منځ تېرو مذاكراتو به نتيجه وركړې وه، سوله نه وړيا ترلاسه كېدى شي او نه په سؤال، راشئ يوه بله تجربه وآزمويو، ټول سوله غوښتونكي شخصيتونه، ډلي او جرگې يو بل ته لاس وركړي، پر افغان ولس غږ وكړي: بايد صلح خپل مسلم حق وگڼئ او دښمنان ئې د خپل حق غاصبان، دا حق بايد له غاصبانو د خپلو مټو په زور ترلاسه كړئ، هيڅوك به تاسو ته د گلانو په ټوكرۍ كي صلح ډالۍ نه كړي، كه د خپل حق ترلاسه كولو لپاره ملا ونه تړئ تل به ترې محروم وئ. • سړكونو ته راووځي، په جگ غږ اعلان كړئ چي د صلحي دښمنان نه بخښو، نه پرېږدو هغه چي اشغالگرانو زموږ پر هېواد تپلي، غله، مفسدين، وطنپلورونكي، ملي خائنان، د پرديو د مټو په زور د اقتدار پر كرسيو كښېنول شوي، هغه چي د جنگ دوام د خپل اقتدار لپاره ضروري گڼي، نه پرېږدو تر دې زيات د افغانانو پر برخليك لوبي وكړي. كه له شرارتونو لاس وانه خلي رڼا ورځ به پرې توره شپه كړو، د اقتدار نشه به ئې ماته كړو، كرسۍ به ئې نسكوره كړو، د دوى قصرونه او د دوى د بادارانو او حامي هېوادو سفارتونه به محاصره كړو، ټولي لاري به پرې بندي كړو، او ټول هوائي ډگرونه به محاصره كړو، نه به د خپل كور له بنگلي تر قصرونو پوري د تگ اجازه وركړو او نه له هېواد د تېښتي اجازه. • كه له ټول افغانستان او ټول كابل يوازي د هود خيل او تره خېل زمريان، د ارغندي، چهاردهي او پغمان توريالي، د قره باغ، ميربچه كوت او كلكان باتوران، د چهار آسياب او موسئي ننگيالي او د څو نورو سيمو زړہ ور او مخلص صلح غوښتونكي ملاوتړي د دې كار لپاره كفايت كوي، فقط دې ته دي چمتو شي چي څو ورځي سړكونو ته راووځي، پرته له وسلو، د سولي له بيرغونو او شعارونو سره، هغه يا استعفاء ته اړ كړي يا له شرارتونو لاس اخيستو ته چي د صلحي په وړاندي خنډونه راولاړوي. ټول افغانان ئې پېژني، آدرسونه او قصرونه ئې ټولو ته معلوم دي. كه دا كار وشي نو په بشپړ يقين سره ويلي شو چي په دوه دريو اونيو كي به هم د جگړي او جگړمارو ټغر ټول شي او هم به د افغان ولس د خوښي صلح او نظام رامنځته شي.