آرشیف

2017-2-8

دوکتور ص. سعیدي

حزب اسلامي – سوله او استقرار!

 

هو سوله سوله سوله او په یقیني ‌‌‌‌‌‌ډوله باعزته سوله غواړو!  

دا انتخاب نه بلكې ضرورت او کار ورته وجیبه ده. 

زه به یوه بله پرې اضافه کړم او هغه داچې: کله چې بېنظر بوټو د پاکستان د ریاست جمهوري کاندیده پاکستان ته ستنه شوه او په كمپاین یې پېل وکړ نو ما چا سره خبرې او بحث درلوده. هغه وخت مې وویلې: چې بېنظيره به زر ترور شي. هغه کس چې دا واوریده نو مسأله یې عادي ونیوه خو په ذهن کې یې پاتې وه.‌‌‌‌‌‌ څه موده تېره شوه او او بېنظيره ترور شوه.  نو هغه کس زه پېدا کړم او اولینه پوښتنه یې همدا وه چې ددې خبرې نه زه څنګه خبر وم؟ او …

تاسې به وایاست: 

دا قیاس مع الفارق او جواز نه لري.  

د حزب حزب اسلامي مشر داخل كې وه او هغه بینظيره بهر کې وه. 

دا رهبر او هغه خارجیانو تپل غوښتل او …

دا ټول منم. خو بیا هم تأکید کول غواړم چې دقت په کار دی. 

مونږ وطن ته با عزته سوله او استقرار، سیاسی ثبات غواړو او که خذای مه کړه داسې وشي نو مونږ به سولې او استقرارته و نه رسو. او دا سوله او استقرار د علم او منطق او د سیاست د علم د اصول پر بنیاد ھغه وخت ممكنه ده چې د ټولنې سیاسي ستیج کې خالي ځایونه ‌‌‌‌‌‌د معاملې او ملت په غیاب کې د معاملې پر بنیاد نه، بلکې د داسې سیاسي ارادې او توافق پر بنیاد چې هلته ملت ته او زمونږ په حالت کې ټول افغان ملت او مسلمان ملت ته د انتخاب فرصت ورکړل شي. د (الحق لمن غلبه) سیاست غلط وګڼل شي او د ټولنې طبعي سیاسي مشرانو کې دا باور او اراده پيدا شي چې مونږ د ملت سالارۍ خوا ته ځو. مونږ به شفافو او رڼو ټاكنو ته د ښو قوانینو د حاکمیت لاندې ځو او هلته به د ملت ارادې ته غاړه ږدو. 

د حزب اسلامي سیاسي توافق عزت او یوه ستره مشخصه د ټولو له مخه همدې کې هم ده چې دوی په دغه توافق کې نه ٥٠ فيصده او نه ٣٠ فيصده اونه …. وغوښتل او دا د قدر وړ خبر ده. 

پکار ده چې دوی د تېرو تجاربو نه هم تجربه ترلاسه کړي وي او عملا د تشدد مخالفت، پر ټولو حالاتو او مواردو کې د نافذه قوانینو حاکمیت او مدني ژوند د اسلام د سترو اصولو سره برابر، له افراط او تفریط نه پرته په عمل كې ثابت کړي. د ارهاب، ترس، ‌‌‌‌‌‌ډار او تهدید د پټ او برالا سیاستو شدیدا داسې مخالفت وکړي چې خپل سیاست او کادري ځواک د حاکمیت يعنې د قانون د حاکمیت په اختيار كې ورکړي او رغنده عمل وکړي. یعنې نه تنها چې صالح عمل ته جوګه شي ( … وتواصوا بالحق) ھم وکړي. پکار ده چې د حزب اسلامي په راتګ په افغاني ټولنه او سیاسي ستیج کې دملت تشویش د ای اس ای د امکانات د لوړیدو په هکله غلط ثابت کړي. دا او دغسې نور تدابیر چې سړه سینه، عمیق تدبر او پوره پوره حوصله مندۍ ته اړتیا شته. انشاء زه په دغه برخو کې خوشبینه یم خو ددې ټولو احتمالاتو لو کړنو ریښتنی با مس‌ؤلیته ځواب به وخت وکړي. 

او هو د قانونیت او حاکمیت پایو کلکولو یوه تجربه تاسې ته ووایم: حزب الله په لبنان کې ستر عملي قوت او عملا حاکمیت دی. اما په لبنان کې حاکمیت یعنې حکومت د سیاسي توافق پر بنیاد جوړ شوای وه. حزب الله په ساحه کې د اسرائيلو یو اجنت او خطرناكه نوکر ونیوه چې د ستر جنایت مرتکب شوای وه. حزب الله کولای شو داشخص خپله محاکمه او یا اعدام کړي خو دوی دا کار ونکړ او دا شخص یې حکومت ته وسپاره چې عدالت پرې تطبیق کړي. 

چېرې دي داسې افکار او داسې رغنده تجارب چې زه یې د اختطافچیانو او …. په هكله افغاني  ټولنه كې تصور کولای شم. 

و من الله التوفیق

٨/١/٢٠١٧