آرشیف

2021-4-13

شاه ولی آرین

جګړې زموږ ډېر استعدادونه وژلي دي

 

جګړې زموږ ډېر استعدادونه وژلي دي

دا یو حقیقت دی چې د پردیو اوږدو نیابتي جګړو زموږ د هیواد مادي، معنوي او بشري ارزښتونه خورا زیانمن او حتا له منځه وړي دي.

افغانان په تیر کې او هم همدا اوس زیار کښ، مستعد او د وړتیا خاوندان دي. خو په ډیره خواشینۍ سره چې د پوره امکاناتو د نه شتون او د جګړې د دوام له امله په سلګونه ډاکتران متخصیصین، انجنیران مو له هیواده بهر د نورو هیوادو په خدمت کې وخت تیروي او د بیلابیلو عواملو له امله د هیواد له خدمته لرې پاتې دي.

پرون د ستورمزلو نړیواله ورځ وه، غواړم په دغه تاریخي ورځ دغه بریالیتوب د هیواد قدرمنو پخوانیو هوابازانو، خپله عبد لاحد مومند او د هیواد ټول ولس ته مبارکې ووایم.

د ۱۹۸۸ میلادي کال د اګسټ د میاشتې په نهویشتمه نېټه د دوي فضائې بېړۍ د قزاقستان له بایکانورفضايي اډې نه د فضا پر لور حرکت وکړ.

په دې فضايي بېړۍ کې لومړنۍ افغان ستورمزلی عبدالاحد مومند سپور اوغوښتل یې چې په فضا کې د روسیې له فضايي تمځای میر سره یو ځای شي او هلته له دوو نورو ستور مزلو سره په خپله پوهنيزه او څيړنيزه پروژه پیل وکړي.

شاید په هغه وخت کې  د ده دغه ستره لاسته راوړنه افغانانو او حتا نړیوالو ته له تصور نه لری ښکاریده، خو عبدالاحد مومند د نړیوالو او خپلو افغانانو دا تصورات په رښتینولۍ بدل کړل. د مومند دغه سترې بریا هغه ته نړیوال شهرت ورکړ او د خپل هیواد د اتلولۍ لقب یې تر لاسه کړ.

 

عبدالاحد مومند ویلي و:

«کله چې فضا ته ورسېدم، ځمکې ته مې یو نظر وکړ او له ځان سره مې وویل چې دا ستوری زموږ ګډ کور دی او باید موږ یې له یو بل سره څنګ په څنګ ساتنه وکړو او په ارامۍ په‌ کې ژوند وکړو».

همدا ډول هغه فضا ته د رسېدو له پاره د ورکړل شوي ماموریت پر مهال رسنیو سره په خپلو خبرو کې داسې ویلي و چې:

«کومه دنده چې ماته راکړل شوې د یو افغان په توګه باید ما سرته رسولی وای، دا یو ډېره لویه او پر مسولیته دنده وه، ما د زړه له کومې غوښتل چې دا دنده سرته ورسوم او احساس د خوشحالۍ مې کاوه».

دی هم د افغانستان د روانې جګړې قرباني دې چې د غزني له ولایت نه یې  د ژوند کاروان دا مهال  تر جرمني رسیدلي او هلته د مهاجر په توګه له خپلې مېرمن او درې اولادونو سره ژوند کوي.

جنرال عتیق‌الله امرخېل چې هغه مهال د افغانستان د هوايي پوهنتون رئیس و، داسې وايي چې:

«ښاغلی مومند او محمد دوران د څلورسوه کسانو له منځه وټاکل شول، روزنه ‌یې ولیدله خو وروسته

ښاغلی مومند وټاکل شو چې فضا ته سفر وکړي».

 

هغه ازادی رادیو ته داسې وویل چې:

«فضا ته د مومند سفر د افغانستان لپاره تلپاتی ویاړ دي او دا لومړی ځل دی چې یو افغان ځوان د ټولو ستونزو سربېره هم فضا ته ولاړ، هغه د سپوږمۍ له نږدی څخه د ځمکې کره ولیدله او څو ثانیې د افغانستان پر سر ولاړ و. د وخت ولسمشر ډاکتر نجیب له هغه سره خبری وکړې او دا واقعآ د افغانانو له پاره ویاړ و».

همدا اوس په دغه جګړه ایز حالت کې د هیواد ځوانانو، مختلف تخنیکی وسایل د هیواد په مختلفو برخو کې چې عبارت له زراعتي وسایلو، موټر اونورو اشیاوو نه دي جوړ کړي، اما د امکاناتو د نه شتون له امله دغه استعدادونه  له پرمختګ نه شاته پاتې دي.

څه موده وړاندې یوه افغان ځوان د ذاکر حسین په نامه الوتکه جوړه او هوا ته یې د امتحاني الوتنې له پاره پورته کړه. همدا ډول د سپورت په برخه کې افغانان د پوره استعداد لرونکی دي، چې کرکټ او غیږو کې یې نړیوال  شهرت تر لاسه کړي دي. کاش چې جګړه نه وای، موږ به د ډېرو پرمختګونه شاهدان واي.

 

جګړه د هیواد بد بختي ده!

شاه ولی ارین