آرشیف

2017-10-19

دوکتور ص. سعیدي

ترور او دهشت ولې زور اخیستی؟

نن سبا بیا ولې زمونږ د هېواد په ګو‌‌‌‌‌‌ډ ګو‌‌‌‌‌‌ډ کې په جلال آباد، قندهار، بغلان، پکتیا، غزني، کابل او… کې انفجار او انتحار زور اخیستی؟ 
جنګ او جګړه ده او وه خو ددې د زور اخیستو اوسني ځانګړي اوسني لاملونه او  عوامل به څه وي؟ 
کمزوری حاکمیت او کمزوری کادري سیاست؟ 
د عدلي او قضایي ارګانو ضعیف عمل او یا هم د بهرنیانو بې ځایه مداخلې؟ 
لاملونه  به زیات وي چې دي خو زه یې یو څو  مشخص په ګوته کړم. 
د امریکې نوې پالیسي د ایران او پاکستان اصلي ماهیت ښکاره کوي او له پاکستان او بالوسیله له افغانستان څخه د ایران ضد او  روسې ضد داعیشي خطر د روسې د نفوذ د ساحو خواته قوي خطر او علایم. 
هند په افغانستان کې وسیع انساني امکانات او د افغانستان د جوړونې او رغونې پر بنیاد په زړونو کې خاص لوړ مقام پېدا کوي.  
د پاکستان اصلي افغان ضد او  افغانستان ناروا او غیر انسانی  هلې ځلې نړۍ  ته نوره هم بربن‌‌‌‌‌‌ډه کړه. پاکستاني شرارتي مار لن‌‌‌‌‌‌ډی شو خو مړ نه شو. دا ټول لاس په لاس سره ورکوي او په داخل کې د سیاسي قدرت ، زور او څوکۍ بې عزته لېوني عاشقان، د الله ( ج) نه غافل زور واكان او د شر او فساد  مجريان او د خپلومیلیونو د غلا، رشوت او اختلاس غاصبان د خپل مال د ساتلو او لا پراخ لاس د لرلو په خاطر په افغانستان کې د ګ‌‌‌‌‌‌ډو‌‌‌‌‌‌ډۍ او نارامۍ عاملان او خدمتګاران دي. 
دوی ټولو لاس په لاس سره ورکړای او ددې ملت او وطن د تراژيدۍ لړۍ ادامې ته لمن وهي او ټول هغه کوي چې دا وطن او دا خلک په پښو ونه دریږي. د دې ملت د خپله د پښو دریدو په صورت کې به حق حقدار ته رسي او له ظالم او متجاوزه به پوښتنه کیږي او د عدالت د تأمین وخت به راځي. 
ددوی غلاوې او خیانت به رسماً بربن‌‌‌‌‌‌ډ شي او ددوی محاکمې ته به هم زمینه برابره شي. 
نو هو دا ټولو چې خپلې ګټې په خطر کې لیدلي او ناروا دي، سره لاس یو کړای چې د افغانستان د ثبات، انکشاف او سیاسي استقرار مخه ونیسي.
د سیاسیت د الفباء نه بې خبرو واکداران ته وایم: 
په سیاست کې دایمي دوست او دشمن نه شته خو دایمي مصالح او منافع دي. 
د پاکستان وجودي فلسفه، د مشروعیت وجود، د افغانستان قوت، استقرار او سوله د غیر مشروع، ناجایز، تحمیلي، د زمکې او ملت او د تاریخ او عزت نه لرونکي پاکستان پر ضد دی او په دې خبره پاکستاني استابلشمنت ‌‌‌‌‌‌ډېر ښه خبر دی او پوهیږي. نو  له پاکستانه سوله مه ګدایي کوئ او د خپل حق د اخیستو لپاره پاکستان سره د پاکستان د تجرید او د افشاء لپاره په دقت او پوره درایت او پوهې ناسته ولاړه او کار اخیستل پکار دي. 
د مستنداتو په ارایه کولو او د تاریخي شواهدو پر  بنیاد او د خبرې د منطق  پر پوهېدو باید  ووایم چې پاکستان( استابلشمنټ) د افغانستان  د خلكو او هېواد دښمن وه، دی او دشمن به پاتې شي.  د خبرې ېواځنی منطق چې د افغانستان، پاکستان او سیمې ګ‌‌‌‌‌‌ډاقتصادي پلانونه به د پاکستان استابلشمنت  د افغانستان له تباهې او نا آرامۍ نه لاس په سر کړي، عمل کې غلطې ثابت او پاکستان دا چانس هم د لاسه ورکړ. 
بیا هم ویل په کار دي چې زاړه، تجربه شوي ارزښتونه نشو بدلولای: 
زړې پېشوته نوي ترکونه او نوې لوبې نه شې  زده کولای.   
پاکستانیانو چې د افغانستان په چندو او خېراتونو موټروې، اتومي بمب او اف ١٦ طيارې وپېژندې او دا اوسني افغاني مشران به د ای اس ای ددفترونو شاته ساعتونه صف کې منتظر ولاړ وه نو پاکستان به اوس ددوی د مستقل افغاني فکر  خیال وزغملای شي؟ جواب نه او منفي دی. 
پاکستان ددوی هر یو او یا انصاف وکړو ددوی د اکثریت د ضعف رګ  او د شرمولو دوسیه په اختیار کې لري..  
د نړۍ د بعضې موثرو ، سترو  هېوادو منافع او برنامې د پاکستان ذلیل  حاکمیت سره هماهنګ شوي. هغه رذالت  چې د پاکستان حاکمیت کولای  شي ‌‌‌‌‌‌ډېر ځلي یې افغانان له کولو عاجز دي.  
د پاکستان او د جنرال مشرف د قهرمانانو او اتلانو د عربو د مجاهدینو بربن‌‌‌‌‌‌ډې، سر خریل شوې او بوجۍ کې  اچول شوې ښځينه ېواځې د  پاکستان حرامي پوځ د في رأس 5000£  مقابل کې د پاکستان هوايي پوځي میدانو کې بهرنیو ته  تسلیمولای شي.
دا چې د اساسي قانون خلاف د لوې جرګې د تدویر  پلویان، د امریکې په پېسو د امریکا ضد  لویه جرگه  او دافغانستان د عدم انسلاك فيصله كول غواړي، او داچې لیکنو کې تهدید کوي چې  مه پریږدئ چې امنیتي وضعه داسې شي ( امنیتي وضع داسې کړای شي) چې تاسې د لوې جرګې  غوښتلو ته مجبور شئ،. اوچې برنامه داده چې  په دغه لویه جرګه کې افغانستان د یو بې طرفه  هېوادپه توګه اعلان  او د امریکې د تعهدات او توافقاتو ادامه وشلول شي نو تصور یې کولای شو، ویلای شو  او  دقیقو محاسباتو ته رسېدلای چې ددې کار ستره علاقمندی په همدا اوس وخت کې  د پاکستان، ایران، روسې او بیا چین حاکمیتونو سره ده.  
د افغانستان داخل کې د څوکۍ او زر نوکران او ددین او عقیدې نه لېرې شوي مشران!؟  او يو شمېر ساده او د سیاست له الفباء نه بې خبرو  سیاست والو بې موقع کار او بې موقع تأکېد دی. 

د هېواد د امنیت خرابېدل  ددې مطالباتو سره کلک تړاو لري. 

کوم با عزته افغان به د پردو د عساکرو حضور افغانستان کې خوشاله کړي؟ 

کوم با عزته افغان به دا د سوالګرۍ ژوند ته خوشاله وي؟

آما له دې حالته په تشو احساساتو ، د سترو هېوادو سره په تقابل، د هغو د داسې مشرانو سره چې دوی خپله ورته ( غير قابل پيشبیني ) مشران وایي، په کم عقله حرکاتو او  اوتو بوتو نشو كولای او نشو وتلای.. 

لازمې پوهې، درایت، لازمې حوصیلې، تواضع، مناسب فرصت او د ملي مسایلو پر اهدافو او موخو ته د رسېدو په لار کې  پراخې همغږۍ، ګ‌‌‌‌‌‌ډ کار او یو بل ته د لاس ورکونې کلکه  اړتیا شته. 

پراخو، روښانو او قانون سره سم انتخاباتو تضمین ته کار، د عدالت تأمین د ملي امنیتی ارګانو ملي کونه او شمېر نور. اولویتونه لرو چې باید ورته ګ‌‌‌‌‌‌ډ کار وکړو.   

من این مختصر ګفتم  و نوشتم، مفصل را خود از آن استنباط کن و بخوان! 

وما علینا الا البلاغ المبین

د. صلاح الدین سعیدی

١٨/١٠/٢٠١٧

٠٠٤٤٧٨٨٦٤٧٤٦٣٨