آرشیف

2017-2-16

دوکتور ص. سعیدي

بوره او هم بدنامه مشران!

 

 

بوره او بدنامه مشران  او هم د اصول ماتونکي هغه دي چې د صلاحیت او امکان وخت او فرصت کې یې د ملت د عزت او شرف سره جفا وکړه او د قربانی!؟ سره سره یې په نهایت کې نه څه ځان ته وکړل او نه ملت ته او نه هم آرمان او اوس لګیا دي پړه په بل اچوي او بیا د امامت غوښتونکي دي. 

یاره منې که نه منې خو چې دا د هغه  په یوتیوب کې مستند پروت د متعصب شخص، هغه د جبل السراج د پښتون او پشتونهای بې فرهنګ شعار او تحلیل را یاد شي او بیا دهغه تأکیدات که این قوم تا حال چنین  بې فرهنګ  مانده ….  لکچریې  را یاد شي او بیا دا دهغه مداحي هغه هم د پښتون د مشر لخوا را یاده شي نو زړه مې بد شي او زغملای یې نه شم چې دا ومنم که هغه؟  عمل عمل او شهامت په عمل کې پکار دی. 

د مشرانو په عمل کې شهامت نه شته او دوکې روانې دي! 

تاریخ مو څاري! 

داسې فکر مه کوئ چې مونږ ملت په ښه او 

بد نه یو  خبر او حافظې مو له لاسه ورکړي.  

 

مونږ ته یا دي چې: 

په پښتون ضدو او افغان ضدو دې کابل وخوړه! 

 

نود حل لاره: 

که غواړئ د خپلو گناھونو تلافي وکړئ نو یوه لار شته او هغه داچې 

صادق، نوی او متعهد نسل چې داغداره شوای نه وي رامخ ته کړئ او ورپسې اقتدا وکړئ . که نه لاړه. هم تاسې لاړئ، هم مو آرمان لاړو! 

زه به، ملت به هغه د ایمل خان ولي چې د ای اس ای ټوپک یې د افغانستان پر ضد په ‌‌‌‌‌‌ډاګه واخېست او د قاقستان دفاع د افغانستان پرضدیې  اعلام یې وکړ! هو هغه نور مړ شوای،  هو ملت ته مړ شوای! 

دا سیاسي مړي یو کار کولای شي چې نوي، بادرده او متعهد ځوان نسل شاته ودریږي او ورته یو بازو شي. که بازو نه شي کیدای نو ورته مانع نه شي. 

اختیار  ستاسو دی. 

تاریخ سخته بې رحمه قاضي دی! 

آرمان په ‌‌‌‌‌‌ډوبېدو دی! 

نوی نسل او نوي مشران له دې حالته په عالم اسباب کې د وتلو چاره ده!