آرشیف

2018-2-15

دوکتور ص. سعیدي

بوره او بدنامه مشران!

بوره او بدنامه مشران  او هم د اصول ماتونکي هغه دي چې د صلاحیت او عملي امکان وخت او فرصت کې یې د ملت د عزت او شرف سره جفا وکړه او د قربانی!؟ سره سره یې په نهایت کې نه څه ځان ته وکړل او نه ملت ته او نه هم آرمان او نه هم خپل آخرت ته او بیا اوس لګیا دي پړه په بل اچوي او بیا د امامت غوښتونکي دي. 
یاره منې که نه منې خو چې دا د هغه  په یوتیوب کې مستند پروت د متعصب کس او شخص، هغه د جبل السراج د پښتون او پشتونهای بې فرهنګ شعار او تحلیل را یاد شي او بیا دهغه تأکیدات که این قوم تا حال چنین  بې فرهنګ  مانده ….  لکچریې  را یاد شي او بیا دا دهغه مداحي هغه هم د پښتون او افغان ملت د حزب په نامه د جناب احدي او کوم بل تطمیع شوي او ‌‌‌‌‌‌ډارول شوي مشر !؟ لخوا را یاده شي نو زړه مې بد شي او زغملای یې څه چې کتلای یې نه شم چې دا ومنم که هغه؟  
عمل عمل او شهامت په عمل کې پکار دی. 
د دې مشرانو په عمل کې شهامت نه شته او دوکې روانې دي! 
تاریخ مو څاري! 
داسې فکر مه کوئ چې مونږ ملت په ښه او 
بد نه یو  خبر او حافظې مو له لاسه ورکړي.  
 
مونږ ته یا دي چې: 
په پښتون ضدو او افغان ضدو دې کابل وخوړه! 
 
نود حل لاره: 
که غواړئ د خپلو گناھونو تلافي وکړئ نو یوه لار شته او هغه داچې 
صادق، نوي او متعهد نسل ته چې لكه تا غوندې یې حد اقل د ملت وخت نه وي ضایع کړای، داغداره شوای نه وي رامخ ته کړئ او تاسې ورپسې اقتدا وکړئ او ملا یې وتړئ. 
که نه لاړه. 
هم تاسې لاړئ، هم دملت حق او د ملت 
آرمان لاړو! 
د افغانستان. د تجزیې پلانونه تی د ‌‌‌‌‌‌ډوزمارو ، تطمیع شوو او ‌‌‌‌‌‌ډارول شوو  مشرانو!؟  په وجود کې قدم په قدم د پلي کېدو حالت کې دي. 
زه به، ملت به هغه د ایمل خان ولي چې د ای اس ای ټوپک یې د افغانستان پر ضد په ‌‌‌‌‌‌ډاګه واخېست او د لر او بر د ای اس ای د خوښې تعریف کوي  او د قاقستان او فکستان دفاع د افغانستان پرضدیې  اعلام یې وکړ! هو هغه نور مونږ ته مړ شوای،  هو ملت ته مړ شوای! 
دا سیاسي مړي یو کار کولای شي چې نوي، بادرده او متعهد ځوان نسل شاته ودریږي او ورته که بازو نه شي، اقلاً موانع او کړکیچ جوړ نه کړي.. 
اختیار  ستاسو دی. 
تاریخ سخته بې رحمه قاضي دی! 
آرمانونه په ‌‌‌‌‌‌ډوبېدو دي که لاس په کار نه شئ! 
نوی نسل او نوي مشران له دې حالته په عالم اسباب کې د وتلو چاره ده!

و من الله التوفیق 
د. صلاح الدین سعیدي
١٥/٢/٢٠١٨
دوهمه كتنه