آرشیف

2016-12-15

دوکتور ص. سعیدي

باعزته سوله او استقرار ضرورت دی، نه انتخاب!

په کابل کې د پکواس غون‌‌‌‌‌‌ډې ته! 

سلام معزز و ورونو او خويندو، معزز رور فيض ځلاند احترامات مې ومنئ! 
په 
په افغانستان او سیمه کې د با عزته سولې، ريښتینی ټیکاو او استقرار ته د رسیدو پر عملي‌‌‌‌‌‌ میکانیزم، كه ريښتیا هم هدف وي، مشخصې پراخې عملي طرحې لرم. 
په کابل کې د کانادایی غیر دولتی سازمان یعنې د پکواس د تر قیادته لاندې روستۍ جوړه شوې ناسته د قدر وړ ده خو هغه طرحې چې تر اوسه ددې ناستې په ترڅ کې نشر او افشاء شوي یو شمېر یې مبدایی خطاوې او غیر عملي افغان ضد محتوی لري او د سولې د اصولو او د افغانستان له منافعو سره په ټکر کې او د ملت صلاحیت په خاینانه معاملو کې تقسیمول دي او دا د مشکل او کړکیچ حل نه شي کیدای. 
کار وطن او خلکو، کار سولې او استقرار ته قرباني او د زحماتو قبلول بولم. د قرباني د ورکولو لپاره هرې دروازې ته د عذر او زاری قصد نه لرم او داسې افغان او  با عزته کسان ‌‌‌‌‌‌ډېر دي. 
نور مطالب تفصیل لري. همدارنګه 
په تأسف او یا په خوښی سره تر اوسه د سیمې، همسایه ګانو او یا کوم نړیوال استخباراتي سازمان غړیتوب مې نه دی حاصل  کړای چې دا رغنده طرحې او د هغه منطق نړیوالو او وطنوالو ته وړاندې او بیان کړم. 
دغه ستره نقیصه او مشکلات موجب ګرځي چې د افغان ولس تراژيدي ادامه لري او په هغو کې زمونږ خپل سهم هم ستر دی. الهي ددې ملت په حال ورحمیږه. 
آمین یارب العالمین 
دوکتور صلاح الدین سعیدي
٠٠٤٤٧٨٨٦٤٧٤٦٣٨
١٣/١٢/٢٠١٦