آرشیف

2021-7-11

شاه ولی آرین

ایران په افغانستان کې څه غواړي؟

 

افغانستان له ایران سره د ۹۷۸ کیلومترو په شاو خوا کې ګډه پوله لري چې د تاریخ په اوږدو کې ایراني واکمنانو زموږ د هیواد په هکله د ښه ګاونډیتوب اصل نه دی مراعات کړی، تل یې له دښمنیو او دسیسو نه کار اخیستی، د هیواد د حاکمیت دښمنانو ته یې مالي، نظامي مرستې ورکړي، په مستقیم اوغیر مستقیم ډول یې زموږ د ګران هیواد افغانستان د ورانولو او ویجاړولو په لار کې هلې ځلې تر سره کړي دي.

د ایران واکدارانو تل د خپلو جاسوسانو او استخباراتي شبکو له لاري زموږ په هیواد کې قومي، مذهبي تعصباتو ته لمن وهلي، فرهنګي یرغل یې تل جاري ساتلي دی. ایران هم د ګاونډی هیواد پاکستان په شان تل هلې ځلې کړی تر څو په افغانستان کې د یو ځواکمن دولت مخنیوي وکړي.

ایران د خپلو ګټو او ستراتیژیکو موخو له پاره تل له خپل دوست او دښمن سره لاس یو کړي او زموږ د هیواد پر ضد یې له هیڅ ډول ورانکاریو نه لاس نه دي اخیستي.

د خلقي نظام پر ضد یې له غربیانو سره لاس یو کړ اته تنظیمونه یې په نظامي او اقتصادي مرستو تنظیم تجهیز کول تر څو پرې افغانستان وران ویجاړ کړي، د طالبانو پر ضد یې شمالي ټلواله، جمعیت او وحدت تنظیمونه تقویه کول او بیا یې پر افغانستان د ۲۰۰۱کال  امریکا ئې یرغل وروسته هم افغان حکومت ته ډالر ورکول او هم یې له طالبانو سره اړیکې ټینګولې.

په دغو تیرو شلو کلونو کې یې د خپلو افغان تالیڅټو ته د هر ډول مرستو په ورکولو سره زمونږ په ګران هیواد کی هر اړخیزه لاسوهنې وکړې، کورنیو جګړو ته یې زمینه برابره کړه او د دوي د سیاسي، لوژیستکي، اقتصادي او نظامي مرستو په نتیجه کی په زرګونو هیوادوال د هزاره، پښتون، تاجک او ازبک په نوم ووژل شول، قومي، مذهبي، سمتي او ژبني تعصبات یی راوپارول او د دې ترڅنګ یی خپله فرهنګي، سیاسي او اقتصادي لاسوهنو ته نوره هم زمینه برابره کړه، خپلو ګوډاګیانو ته یی په ایران کې دننه او زموږ په هېواد کې روزنیز، فرهنګي او په خاص ډول مذهبي مرکزونه تاسیس کړل او د هیواد په رسنیو او تلویزیونو کی یې خپلې اړیکې جوړې کړې او د هغوي له پاره یی مادي او معنوي امکانات برابر کړل، تر څو دوي په اسانه ټوګه خپل فرهنګي یرغل ته دوام ورکړي، له افغان مهاجرینو سره یې غیر انساني چلند، شکنجې، اعدامونه، وژنې، سوزونې او په اوبو کې ډوبونې هغه څه دې چې ټول نړیوال یې شاهدان دي. ایران په افغانستان کې تل د شیعه هزارګانو ملاتړی و او دی.

ایران د میلیونونو افغان کډوالو کوربه دی، خو ګڼ شمېر شیعه هرازه ګان یې د فاطمیون د لېوا په چوکاټ کې د سوریې کورنۍ جګړې ته اړایستلي دي او له همغو تشکیلاتو نه غواړي په افغانستان کې هم د خپلو اهدافو د لاسته راوړلو په لار کې ګټه واخلي، چې د علیپور بغاوت یې روښانه بیلګه یادولی شو.

ایران پر افغانستان د امریکا د برید پر مهال امریکايي ځواکونو سره پوځي او استخباراتي مرسته وکړه او په ۲۰۰۲ کال یې د جرمني بن ښار کې د افغانستان د بیارغونې په تړاو نړیوال کنفرانس کې فعال حضور درلود، خو د ایران او امریکا ترمنځ د طالبانو خلاف د همکاریو غوړېدلې غوټۍ تر هغه وروسته بېرته مړاوې شوې چې متحدو ایالتونو تهران د شیطاني محور غړی اعلان کړ.

افغانستان کې د طالبانو له پرمختګونو او د پوځي فعالیتونو له ډېرېدو سره هممهاله د ایران د رول اهمیت هم په ډېرېدو دی. سره له دې چې دغه هېواد له طالبانو سره له ترخو پیښو د دپلوماتانو د وژنې تر بریده ډکه مخینه لري، ولی بیا هم د خپلو ګټو او راتلونکو ستراتیژیکو اهدافو په خاطر غواړي هم طالبان خپل کړي او هم له افغان دولت سره خپله خواخوږي څرګنده کړي. له بله پلو د افغانستان د هلمند او هریرور سیندونه هم ایران ته بهېږي. د دغو اوبو د بهېدو پر وړاندې د هر ډول خنډ تر ټولو ډېر زیان ایران کې د دغو سیندونو په اوږدو کې د پرتو سیمو اوسېدونکو ته اوړي، چې د طالبانو تر واکمنۍ وروسته افغانستان کې د نوي رامنځ ته شوي حکومت له خوا د اوبو د مدیریت هڅې د ایران له پاره په نوي سرخوږي او خطر اوښتې دي.

کمال خان بند هم چې پر هلمند سیند رغول شوی، د همدې لړۍ یوه پروژه ده. دا بند د تېر مارچ  په میاشت کې د ایراني چارواکو او فعالانو له اندېښنو سره، سره پرانیستل شو.

افغان او امریکايي چارواکو په وار، وار ایران او په ځانګړې توګه د دغه هېواد سپاه پاسداران ځواکونه طالبانو سره د وسلو او پیسو په ملاتړ تورن کړي دي.

له دغه ملاتړه د ایران لاس ته راوړنه د هغو پروژو د عملي کېدو پر وړاندې د خنډونو جوړول دي چې ایران ته پر بهېدونکو اوبو د افغانستان د حکومت کنترول ډېروي.

د طالبانو او ایران ترمنځ پوځي همکاري له ایتلافي ځواکونو سره د دوي په ګډه دښمنۍ پورې هم غوټه ده. امریکا او بریتانیا بیا، بیا دغه هېواد تورن کړی چې طالبانو ته وسلې ورکوي.

طالب پلاوي وروستیو کلونو کې وار، وار ایران ته تللی دی. ایران بیا له طالبانو سره د اړیکو دلایل په ۲۰۱۵ کال افغانستان کې د داعش د ډلې د راټوکېدو له امله د خپلو سرحدي  پولو د خونديتوب له پاره څرګندوي، دا ځکه چې د افغانستان او ایران د ګډې پولې ځینې برخې د طالبانو تر کنترول لاندې دي. د ایران او طالبانو ترمنځ د دغو پټو همکاریو پایله کې د دوي تر منځ دېپلوماتیکي اړیکي هم ټینګې شوي دي.

د ایران او طالبانو ترمنځ د اړیکو ابعاد هغه مهال برملا شول چې د دې ډلې پخوانی مشر ملا اختر محمد منصور د ۲۰۱۶ کال د مې میاشت کې له ایران پاکستان ته تر ګرځېدو سملاسي وروسته د امریکا د بې پیلوټه الوتکې برید کې ووژل شو.

تهران لومړی ځل د ۲۰۱۸ کال وروستیو کې ومنله چې د طالبانو د یوه پلاوي کوربتوب یې کړی. د ایران بهرنیو چارو وزیر پر ۲۰۱۹ کال وویل: «له طالبانو پرته د افغانستان راتلونکی ناشونی دی.»

د ایران جمهوري اسلامي خبري اژانس (ایرنا) د ښاغلي شمخاني له قوله ویلي: «امریکا په افغانستان کې د سولې او امنیت لټون نه کوي، بلکې په افغانستان کې د مختلفو لوریو تر منځ د جګړې دوام د امریکا تګلاره ده.» نوموړي زیاته کړې، «ایران به هېڅ هغه بهیر چې غواړي د جګړې له پاره واک ته ورسېږي، په رسميت و نه پېژني.»

د ایران د ملي امنیت د شورا عمومي منشي د بشپړ سوله ییز بهیر له لارې د افغانستان راتلونکو ټاکنو کې د ټولو قومونو پر ګډون ټینګار کړی دی.

لیدل کېږی چې له افغانستان نه د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته کله چې د بګرام له هوائې ډګر نه امریکائې ځواکونه ووتل او له بله پلوه په هیواد کې د افغان دولت او طالبانو ترمنځ جګړې زور موندلي، د ترکیې ناسته تر سره نه شوه، په قطر کې د افغان دولت او طالبانو تر منځ د خبرو بهېر وځنډید؛ په داسې حال کې ایران غواړي، د خپلو راتلونکو اړیکو او موخو له پاره د افغان دولت او طالبانو د هیأتونو کوربتوب وکړی.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت د عامه خبر رسونې او مطبوعاتو چارو ادارې ویلی د افغانستان د دولت د استازو او لوړ پوړو شخصیتونو او د طالبانو د لوړ پوړي سیاسي پلاوي په حضور د بین الافغاني خبرو اترو غونډه د ایران په کوربتوب د دغه هېواد په بهرنیو چارو وزارت کې پیل شوې ده، چې په دې اړوند د سولې په چارو کې د افغان دولت وزارت ویانده ناجیه انوري وایي:

«دا ناسته د ایران په بلنه جوړه شوې ده او موخه یې بین الافغاني مذاکراتو کې د ښکېلو غاړو ترمنځ د باور ډېرول دي. اغلي انوري وایي، ایران د افغانستان د یو ګاونډي په توګه کولی شي چې د افغان سولې پر بهېر اغېز ولري او افغانستان کې د تلپاتې سولې له پاره مهم رول ولوبوي.»

طالبانو هم منلې ده چې د دغې ډلې یوه لوړ پوړي پلاوي د ایران په رسمي بلنه تهران ته سفر کړی او پر افغان سولې به خبرې کوي. دغه لوړ پوړی پلاوی د طالبانو د مرکچي پلاوي د مرستیال شیرمحمد عباس ستانکزي په مشرۍ ایران ته تللی تر څو د دغه هېواد له چارواکو سره خبرې اترې وکړي.

په دغې ناسته کې د ایران د بهرنیو چارو وزیر ښاغلي ظریف د سولې له رامنځته کېدو وروسته د افغانستان له هر اړخیزې سیاسي، اقتصادي، او ټولنیزې پراختیا سره د مرستې له پاره د ایران پر ژمنتیا ټینګار کړی دی.

د تهران غونډه کې د افغانستان او د طالبانو پلاوي موافقه کړې چې په افغانستان کې له سیاسي لارې توافق ته د رسېدلو لپاره هڅې متمرکزې شي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت په کوربتوب له دوه ورځنۍ غونډې وروسته دواړو خواو په یو ګډ بیان کې بحثونه صمیمانه بللي او ویلي یې دي چې ټول مسایل “په تفصیلي توګه او صراحت” سره مطرح شوي دي.

په بیان کې راغلي: “دواړه لوري د جګړې د دوام له امله هیواد ته له پېښو ګواښونو او هغه زیان چې یې د هیواد سلامتیا ته رسولی مشترک درک لري او موافق شول چې جګړه د افغانستان د ستونزو د حل لار نه ده، باید ټولې هڅې د سیاسي او سوله‌يیز حل خوا ته توجیه شي”.

همداشان دواړو خواو پریکړه کړې چې ” له جګړې څخه دایمې سولې ته د انتقال د میکانیزم او متفقه اسلامي نظام جوړول او طریقه یې” چې لا زیاتو مشورو او وضاحتونو ته اړتیا لري په راتلونکې غونډه کې تر بحث لاندې ونیسي.

سره له دې چې افغانان د ایران او پاکستان په کوربه توب دغسې غونډو ته تل د شک په سترګه کتلي او دا حقیقت هم دی، چې دغو دواړو ګاونډیوهیواد هیڅکله زموږ د هیواد د روانو پیښو په هکله د ښه ګاونډیتوب اصل په پام کې نه دی نیولي، همدا اوس هم معلومېږي چې د تهران د غونډې د پریکړو خلاف د بادغیس په مرکز او د هیواد په ډېرو برخو کې افغان وژنه په درز سره روانه ده.

زما له انده طالبانو جګړه بایللې او دا وروستۍ دپلوماتیکي هلې ځلې، ایران، مسکو ته یې سفرونه دا مانا لري، چې دوي وپوهیدل چې د جګړې له لارې خپلو موخو ته نه شي رسیدلی، هیله ده چې جګړه بنده او ټولې خواوې د سولې په لار کې عملي ګامونه واخلي.

 

پای