آرشیف

2020-6-13

شاه ولی آرین

ایراني پالیسي او افغان مهاجر

تر دویمې نړیوالې جګړې وروسته، نړیوال سیستم کې ستر بدلون رامنځته شو، د بشري حقونو منشور جوړ او د هیوادونو ترمنخ د سرحدي پولو متقابل احترام او د نړۍ د ټولو هیوادونو اړیکې تر نړیوال نظم او سیستم لاندې راغلې، چې د نړۍ ستر ځواکونه امریکا او شوروي هم مجبور وو، چې د ملګروملتونو د اصولو او قوانینوپیروي وکړي.
 
مګریوڅه موده وروسته د سترو قدرتونو د حرص، شخصي ګټو او نورو موخو د لاسته راوړلو له امله دغه نړیوال نظم له سترو ګواښونو سره مخ شو.
 
نړیوال پر اقتصاد ولاړو هیوادونو په خاص ډول همدا دوه زبرځواکونه(امریکا او شوروی) کوښښ کاوه چې ضعیف هیوادونه خپل تاثیر لاندې راولي.
 
سره له دې چې په تېر تاریخ کې افغانستان د مهمو مدنیتونو مرکز پاتې شوی و. کله، کله یې امپرتورۍ هم جوړې کړې چې د غوریانو، کوشانیانو، صفاریانو، طاهرینو، هوتکیانوو ابدالیانو په دورو او امپراتوریو کې تل د ایران یا پخوانی فارس زیاتره برخې زموږ د امپراتوریو په ولکه کې پاتې شوي وې.
 
تاریخي اسناد دا په ډاګه کوي چې ایران په تېرو تاریخي دورو کې هم تل زموږ د هیواد او حاکمیت پر ضد بربنډې لاسوهنې کړي او حتا وار، وار یې د هرات او جنوب غربي سیمو د نیولو هڅې تر سره کړي دي.
 
د دوه قطبي نړۍ په بهېر کې ایران د شاهنشاه په وخت کې د غرب او امریکا تر څنګ ودرید.
د رضا شاه پهلوی د رژيم له پرزیدو وروسته امام خمیني، شعیه هزاره اسلامي بنسټ پاله ډلو ته کمپونه جوړ کړل، تر څو د شعیه ایزم مذهبي تاثیراتو له لارې زموږ د هیواد ملي یووالي زیانمن کړي او حتا هزاره ورونه یي د دوي د خرڅ شوو مشرانو له لارې دې ته وهڅول چې هیواد تجزیه کړي. د اته بنسټ پالو شیعه تنظیمونو ملاتړ، تجهیز او روزنه یې روښانه بیلګه یادولي شو.
 
د خمیني تر مړینې وروسته یې ځای ناستو هم زموږ د هیواد په هکله تیرو دښمنانه پالیسیو ته په نوو بڼو دوام ورکړ. د ورانکاره فعالیتونو تر څنګ یې د ا فغان هزاره خرڅ شوو مشرانو په مرسته د افغان ځوانانو له نیرو او توان نه هم ګټه پورته کړه چې د عراق، سوریی او نورو عربی هیواد سره یې په جګړو کې زرګونه افغان ځوانان قرباني کړل.
 
د طالبانو د رژیم په نسکورولو کې یې د خپل په نوم سیاسي او ستراتیژیک دښمن امریکا سره هر اړخیزه مرسته تر سره کړه، اما بیایې هم د امریکا پر لاس جوړ شوي حکومت او جمهور رئیس حامد کرزی ته پټې د دالرو بوجي په لاس ورکولي تر څو زموږ په هیواد کې خپلې پټې او بربنډې موخې په ښه توګه عملي کولای وشې.
 
ایران زموږ په هیواد کې د خپلو ټولو سیاسي، اقتصادي او ستراتیژیکو موخو د عملي کولو تر څنګ، زموږ د کلتور او فرهنګ حریم ته هم لاس را اوږد کړ او د لسګونو فرهنګي مرکزونو، تلویزیونونو او نورو استخباراتي چینلونو له لارې یې خپل فرهنګي یرغل جاری وساته، زموږ د هیواد په دری سوچه ژبه کې یې د فارسي اصطلاحاتو ځای په ځای کول او د ځینو هیواد دښمنو څېرو له خوا یې پلوي د کلتوري او فرهنګي یرغل روښانه بیلکې دي.
 
همدا د ایران د استخباراتي شبکو په میلیونونو ډالرو د لګولو لامل دی، چې یو شمېر هیواد پلورونکی حتا خپل افغانیت نه مني په لوړ غږ او ټیټ سر ناری وهی« من افغان نیستم».
 
همدا اوس د ایراني جاسوسي شبکو شتون په نظام او د دولت په دریګونو ارکانو کې شتون لری او همدا د خپلو لاسپوڅو له لاری یې زموږ د هیواد د نظام او اقتصاد د کمزوری کولو په لار کې ستر خنډونه رامنځته کړی دی. د هیواد د اوبو د مهار. د کجکي بند د بریښنا او د جنوب غربي سیمو د نا امنیو یوازیني لامل د ایران د دښمني نه ډک سیاست دی.
 
زموږله مهاجرو هیوادوالو سره په ایران کې د انساني او بین المللي معیارونو پرخلاف کړنې یوازی دا وروستې دوه وژونکي غمېزی نه دی، چې یو شمېر یې سیند ته ګوزار او یوشمېر نور یې د موټر په ډزو کې حتا د اور د سوزولو قرباني کړل، بلکې په زرګونو افغانان یې د دې ناولې نیابتي څلویښت کلنې جګړی په بهېر کې د دار په لومو کې راوزړول او د نړیوالو رسنیو او میډیا له لاری ټولو نړیوالو ته څرګند شول، اما هغه د بشر د حقونو مدافعین چېرته دی، چې د دې انساني ناورین مخنیوی وکړی.
 
چېرته دي د افغانستان د مهاجرینو وزېر او یا د هیواد د بهرنیو چارو وزارت چې د خپلو اتباعو د حقونو نه د بین المللي تعاملاتو او اصولو له لاری پلوی او مخه یې ونیسی.
 
برعکس زموږ ځینو مشرانو او سیاسیونو تل د خپل هیواد پر سیاسی موقف او د دپلوماسیو پښه ایښی، د هیواد د ملي ارزښتونو او پالیسیو خلاف یې خپلې پټې او بربنډې اړیکې له ایران سره ساتلی، چې د سلیماني  د جنازی مراسمو ته یې ودانګل چې څه کم څلویښت کاله یې د افغان نیابتي جګړې اور ته لمن وهله.
 
موږ افغانان که څومره د ایران حکومت او استخباراتي کړیو په پورتنیو لاملونو کې پړګڼو، خو رښتیا خبره دا هم ده چې زمو د دولت کمزورې پالیسي او دپلوماسي هم د دې لامل ګرزیدلی، چې په ایران، پاکستان او د نړی په ځینو نورو هیوادو کې د افغانانو سره توپیریز چلند تر سره کېږی.
 
د افغانانو هیله داده چې د دغو ناوړه پیښو د مخنیوی په خاطر دی د مهاجرینو او بهرنیو چارو وزارتونه په ګډه داسې تجویزونه په کار واچوی چې د داسی پیښو مخنیوی وشې. همدا ډول افغانان باید د داسی پیښو په مقابل کې جدی عکس العمل وښيي او خپل اواز دي د بشر د حقوقو منابعو ته ورسوی.
 
سر لوړي دې وي افغانان!