آرشیف

2017-4-29

دوکتور ص. سعیدي

اوم او اتم د ثور!

انساني علوم دوه ‌‌‌‌‌‌ډوله دي، ساینسي او اجتماعيساینسي علومو کې لکه فزیک، کیمیا، الجبر اوقواعد او نتیجه ګیرۍ ثابتې او مشخصې دي . مشخصه ده چې اوبه د لاندې ترکیب پایله ده: 2H2 + O2 –> 2H2O
مشخصه  ده چې ٢+٢=٤ دي. اما اجتماعي علومو كې قانونمندۍ اوفورمولونه داسې  نه دي. نتایج او پاېلې په اجتماعي علومو کې مثلاً په شلو موردو كې یو ‌‌‌‌‌‌ډول اما په ٢١ مه موضوع او مورد كې بل کېدای شي او بل ‌‌‌‌‌‌ډول وي. مثلاً د ټولنیز تکامل وده او د هغې قانون مندۍ کېدای شي په افغاني ټولنه   یو ‌‌‌‌‌‌ډول د انکشاف او ودې قواعد او اصول ولري او د ویتنام ټولنه کې دا قانونمندۍ بل ‌‌‌‌‌‌ډول وي. ټولنیزې پدیدې ممکن په افغاني ټولنه کې یو شان وده، انکشاف او تبارز وکړي اما د کوریا په ټولنه کې بل ‌‌‌‌‌‌ډولنتیجه دا چې د یو شمېر ټولنپوهانو د تأکید پرخلاف  چې د ټولنو د انکشاف او ودې عام قانونمندې په ټولو انساني ټولنو کې یوشان عمل وکوي، دقیقه او پرځای تأکیدنه دی
د افغانستان په تاریخ کې اتم د ثور د اوم د ثورادامه بلل هم درست دي او هم درست نه دي. داچې د روسانو یو شمېر اهداف او منافع د اتم د ثوره روسته هم  وساتل شول او جهادي مقدس اهداف او موخې تر لاسه نه شوې او د اسلام په نامه حتی د کفر کانې وشوې، هغه تشابهات دي چې ددې خبرې تأکید  کوي چې اتم د ثور د اوم د ثور ادامه ده او وه. اما  دتیوري له لحاظه او د اهدافو له لحاظه دا قیاس مع الفارق دی او داسې مقایسه چې اتم د ثور د اوم د ثور ادامه، درسته خبر او درست تأکید نه دی. قیاس مع الفارق په ده مانا چې الوچې د کچالو سره مقایسه کول درسته مقایسه نه ده. زما برداشت دادی چې ‌‌‌‌‌‌ډېر ځلي  هغوی چې اتم د ثور د اوم د ثور ادامه بولي په دغه تفاوت او خبره هم پوھیږي اما  د هغه قهر او غوصې له کبله چې اتم د ثور یې توقعات پوره نه کړل او یا د پخواپه شان او یا له هغه  څخه بد وشول، ولس وکړېد، وزوریده، عزتونه تالا شول او هغه د پژواک صیب په وینا: چا یې څادر لیدلای نه وهاوس دجمرود په غاښي ځي سرتور سرونه
نو عمداً داسې مقایسه کوي او اتم د ثور د اوم د ثور ادامه بولي.  
راشو په تېرو قضاوت، په چا لگو او د څه لپاره؟ 
اول په چا لګو؟. پرهغو لګو او بحث پرې کوو چې تېرو ۴ لسیزو کې افغانستان کې حاکم وه
زه له دې سره موافق نه یم چې تېر په تېر او هېر په هېر. د تېرو پسې باید و نه ګرځو او داسې نور

زه وایم
– 
دا غلط او خطاء تأکید دی چې تېر په تېر او یا تېره باید هېره کړو، عفوه او ګذشت ولرواوزه تأکید کوم چې تېره باید  د همیشه لپاره په یاد ولرو  او ورنه زده کړو.   – د تېرو له یاده ایستل شهیدانو او قربانیانو او بلاخره آرمان ته توهین او خيانت دی 
او تېرې له یاده ایستل غیر عادلانه هم دی
د تېرې له یاده ایستل بد تربیتي تأثیر لري او د جرایمو او تخلفاتو د لوړیدوعامل ګرځي.
د مربي داري، مربا بخور او پرعدالت بې باوره کېدل او بې باوري عامول دي

هر شخص او متخلف باید دا باور ولري تخلف به یې د قانون د بې رحمو منګولو لاس ته ورځي او عدالت به قایمیږي. خو په عدالت نباید په قیمت په جزا تأکید وشي
د تېرې نه هدف او مقصد نباید جزا او سزا وي. هو تېره نباید د انتقام او د فتنې لپاره وکارول شياما د حق او ناحق تفکیک درسته او پرځای خواست دی
د تربیتی لحاظه او د حال او آینده ټولنې د مثبت حرکت او تربیت لپاره باید ددتل لپاره تېره په یاد وساتل شي
اما ګذشت،  بښنه او عفوه باید جدي، ریښتنې او د خېر په هدف جدي وي. بهترین او ستر تاریخي درس او پند مونږ مسلمانانو ته د اسلام ستر پيغمبر د مکې له فتحې سره سم راکړای. هغه فتحه کې چې عفوه اعلان شوه او د هغې په نتیجه کې حتی هغه حبشی غلام چې د ابوسفیان د ښځې هند غلام وه او هغه وتوانیده په ‌‌‌‌‌‌ډېر شنیع او بد ‌‌‌‌‌‌ډول حضرت همزه ، سید الشهداء، د اسلام اولین سپهسالار شهید کړي او حتی بیا یې  ورته ګې‌‌‌‌‌‌ډه څيرې او ځګر یې هندې خام خوړوته د هغه له بدنه جدا کړ. هو همدغه شخص هم د مکې له فتحې روسته دعفوې په اعلان لکه د نورو مکیانو په شان د عمومي عفوې تر قاعدې راغئ او دغه شخص د ژوند تر آخره  په مکهء مکره کې، هغه ښارکې چې پيغمبر داسلام اوسېده دا حبشي غلام هم اوسېده او آرام ژوند یې درلوده. په احادیثو کې راغلي چې دغه شخص د سید الشهداء حضرهمزه قاتل دپیغمب محمد رسول الله ( ص) سره په مکه کې اوسیده خو دغه شخص  په درخواست  د  محمد (ث) کوشش کاوه چې د حضرت محمد (صمخې ته رانه شي نو له هغه ځایه به چې محمد ( ص) تېرېده کوڅه به یې تبدیلوله  چې حضرت محمد ( ص) سره مخامخ نه شي

په قضاوت کې پکار ده چې عادل او صادق اوسو
د تېرې د قضاوت په برخه کې باید اخلاقي، ایماني، وجداني، سياسي، او جزايي مسؤلیتونه جدا جدا وڅېړل شي
د تېرې د قضاوت په برخه دا ټول مسؤليتونه سره نه تفكيكول او آسانه په تېره کې او مخکې  تولد شوي افراد او یا چې په دغه یا هغه نظام او حزب او سازمان  کې حضور یا عضویت درلوده شخص ته د یوې مخې خادم يا متخلف او خاین  خطاب کول او ويل عادلانه او درسته خبر نه ده. کنتراپرودکتیف او معکوس تأثیرات هم لري 
په عفوه او گذشت كې د حق الله او د ١/ټولنې حق او   
٢/ د فرد  حقوق یعنې حق العبد تفکیکول او دهغو د عفوې اصول پېژندل او مراعتول، په  کار دي

اوس مشخص بحث
د اوم له ثور روسته ‌‌‌‌‌‌ډېر بې ګناه خلک زنداني او ووژل شول. ‌‌‌‌‌‌ډېر په ناحقه فراري شول، کورونه او کورنۍ ، عزتونه او 
نومونه بدنام او تجاوزونه صورت ومیندل. دا چا وکړل او دغه کې دچا ایماني او وجداني مسؤلیت او د چا سیاسي او جزایي مسؤلیت دی دا ټول د جدي دقت وړ او تفکیک په کار دی
احزاب سیاسي  مسؤلیت لري، د تجاوز مجریان جزایي مسؤلیت او چک چکیانو او د ظلم مقابل کې ساکتو ایماني او وجداني  په دغه باندې عدم اعتراف او یا هغه مشروع ګڼل د بار بوج او ناحقې موضع ګناه پرې اضافه کول دي. دا منطق بې پوهېدل او هغه عانول زمونږ مس‌‌ؤلېت دی او وه
د اتم له ثوره روسته تر دا ننه افغانستان او سیمه کې داسې  جنایات وشول چې انسان او انسانیت پرې شرمیږي او خلکو پر هغه په اصطلاح پخواني او پروني کفن کش شکر وویست.  
راشو یوې بلې باریکۍ ته: د اوم له ثور او اتم له ثور نه روسته، چیزې ظلم و تخطي نه کردیماو څه تخلف مې نه دی کړای او په نظام کې وم او صرف خدمت مې کړای او څه تخلف نه لرم چې پرې وشرمیږم. او هغه د خلق د ګوند د مشرتابه غړی لا په صفت کې  ورته ښایسته ښایسته شعرونه هم لیکي او پرخپلې ګناه ورته اعتراف ناځواني  او بې غېرتي هم ښکاري.
د سیستم جز وم او سیستم رانه  څه چې غوښتل هغه مې کړي او د نظام دفاع مې کړې او …. دا ټولې خبرې او توجیهات د اوریدو دي خو باید ووایو چې قربانیان دي. هم متخلف او هم د چا په حق کې چې تخلف شوای دی. اما متخلف په دغه برخه  کې بې ګناه نه دی او بې ګناه نه شي کېدای. حد اق ۵ میلیونو انسانانو