آرشیف

2021-2-6

شاه ولی آرین

انسانیت مرور شوی

انـسانــان دي وحشي شـوي، انـسانـیـت مـــرورشـــــوی
یـا طبعیت دي بــل رنـګ شـوی، عـدالت مـرور شــوی

هــره خـواتــه چې وګــورې سـرې د ویـنـو فـوارې دي
افـغـانـان دي بــدل شـــوي، شــرافــت مـــرور شــــوی

چـې وژل او ورانـول کـړي دا نــو څـه بـې هــمتـي ده
 داخـرڅ شـوي نـــوکران دي، صـداقـت مـرور شــوی

ســــولــه لاړه مـــروره غـلـیـمانــو یـــرغـمـــل کــــړه
افغانـان دې نـفاق بـس کــړي افـغـانـیت مـرور شـــوی

د اریــن چـیغـه شـوه پـورتـه، ای ولسـه رابــیـدار شـئ
 د غفلت خوب نـه را پاڅئ، چې وحـدت مــرور شوی

شاه ولی ارین
۲۵/۰۱/۲۰۲۱
اغوس دنمارک