آرشیف

2015-2-7

دوکتور ص. سعیدي

الٲخضر ابراهیمي لاتراوسه هم په خپلو تیروتنو نه پوهـیـږي!

ښاغلی الٲخضر ابراهیمی  د ۱۹۳۴ز کال دجنوری دمیاشتې په لمړۍ نیټه په الجزایر کې زیږیدلی دی. نوموړي ډیر ستر نړیوال دیپلوماتیک وظایف لرل. دی په هایتی کې د  ملل متحد دسازمان د سرمنشی د ځانګړي استازي په توګه (دیسمبر ۱۹۹۳ز. ترجون ۱۹۹۶ ز)، په جنوبي افریقای کې په (۱۹۹۴ ز )،  په یمن، زایر،  لیبریا، نیګیریا ، لبنان، الجیریا، مصراو سودان کې وظایف اجراء کړي. نوموړی د ملل متحد د سازمان د سرمنشی دځانګړي استازي په توګه  په افغانستان  (۳ اکتوبر ۲۰۰۱ نه تر ۳۱ دیسمبر ۲۰۰۴ ز   او د۱۹۹۷ ز کال د جولای دمیاشتی نه د۱۹۹۹ ز کال تر اکتوبر ) کې وظایف اجرا کړي. د  ښاغلي الٲخضر ابراهیمی  د راپور او بسټیز رول سره د بُــن لمړی کنفرانس لس کاله مخکې  د آلمان کې  د افغانستان په هکله جوړ کړای شوو  او دافغانستان په هکله يې مهم  او په ډیرو مواردو کې داسې تصامیم ونیول چې د افغانستان او سیمې د خلکو د تراژیدې یو دسترو عواملو څخه شمیرلای  شو.  هو دادې د افغانستان د خلکو د تراژیدی ډک مختلف پړاونه دداسې کنفرانسو د نامشروع پریکړو او یو سلسله نور عواملو تر تأثیر لاندې، دوام لري.
د  روانې میاشتې په پنځمه نیټه د دوشنبې په ورځ، دبُن ددومې غونډې په درشل کې (دیسمبر ۲ – دیسمبر۵  کال ۲۰۱۱ )  ښاغلي الٲخضر ابراهیمی سره  د بي بي سي د پښتو څانګی خبریال ښاغلي داؤد جنبش د افغانستان په هکله د بُـــن دلمړې غونډې د پریکړو او اجراأتو  په هکله په یوه مرکه کړی چې په دې هکله مې وغوښتل چې ددې لیکل شوې مرکې په بعضی اړخو ، افادو ، او بعضې جملاتو اوټکو خپل لید لوری او ارزونې تاسې سره  له تاسې سره ګډې او شریکې کړم:
ښاغلی داود جنبش دا مرکه د « د لخدار ابراهيمي سره مرکه » ترسرلیک لاندې لوستونکو ته وړاندې کوي.
ښاغلی ابراهیمي  د یو سوال د ځواب په هکله داسې ځواب ورکوي: «هغه مهال د پخلاينې فرصت له لاسه ووت چې اوس يې جبران هم افغانستان او هم نړيوالې  ټولنې ته ډېر ګران دی.» . ښاغلي ابراهيمي د بُن په لمړي کنفرانس د طالبان سره د سولې امکان د نه موجودیت باندې ټنګار کوي. او وايي: «د دې کار امکان نه وو. …شونې نه وه چې طالبان د بُن کنفرانس ته راشي. خو تر کنفرانس سملاسي وروسته د هماغه ډېسمبر په مياشت کې موږ افغانستان ته ستانه شو او بايد هغوی مو لټولی وای چې څه شول؟چــﭕـر ته ولاړل؟ او په مغزو کې يې څه ورګرځي؟». ښاغلی ابراهیمي ادامه ورکوي: «او که چـــﭕـرې د هغوی زړه کـﭕـدای، نو موږ بايد ورته ځای ورکړی وای او دا هغه څه دي چې ونه شول. ما هــﭕڅکله هم دا نه دي ويلي چې د هغوی نه رابلل يوه تــﭕروتنه وه. ځکه له هغوی سره جګړه روانه وه او هــﭕـچا نه غوښتل چې غونډې ته راوبلل شي….. سربــﭕــره  پـر دې هغوې هسې هم غونډې ته نه راتلل. کومه تــﭕــروتـنه چې موږ کړې ده، هغه دا ده چې له ځانه سره مو دا سوچ ونه کړ چې ((هو))، هغوی پرزول شوي خو دي، خو تسليم شوي چــﭕـرې هم نه وو، هــﭕـچا ته. »
زما لید لوری او د ښاغلی الٲخضر ابراهیمی تیروتـنې:
کنفرانسونه، سمینارونه او حتی غیر تعریف شوې جرګې دیو وطن او ټولنې د کشالو، کړکیچونو او مطروحه مسایلو دحل لپاره د بحث، غور او لار لټولو ښه ممد او مرستـندوی کیدای شي او باید وي. آما دا کنفرانسونه او غوڼدې هغه وخت په خپله د مشکل ایجادوونکي او پرابلم جوړونکي کیـږي چې د خپل صلاحیت نه لوړ او غیر مشروع تصامیم او پریکړې ولري اویا غیر موجه مصارف پرې وشي.
د بـُن لمړی کنفرانس دقیقا په همدې تصامیمو او پریکړو کې د افغانستان، سیمې او نړیوالې ټولنې د تراژیدی د اوږدیدو عامل شو. په داسې غونډو او ناستو کې د کیدای شي د یو هیواد موجوده او مهموسیاسي ګوندونو او سیاسي حرکتونو استازي سره کښینی او د نړیوالې ټولنې په مرسته مقدماتي او اولي  تصامیم  و نیسي او پریکړې وکړي چې د هغو په مرسته ملت وکړای شي خپل مشروع حاکمیت او نظام داسې جوړکړي چې دهغوي له خوا منځ ته راشي او دهغوی د هغو ارزښتونو او مقاصدو په خدمت او پالنه کې وي چې  هغوی يې ارزښت  بولي او پالنه کول يې غواړي. هو کار ونه شو او د تیرو لسو کلو په لمړیو کې به روانچي، انتقام اخیستنې تمرکز وه او د  دیموکراسی  او آزادی ترنامه لاندې دداسې ارزښتونو او معیارونو پیاده کولو باندې افغانستان کې تأکید او کار کیده اویو تعداد لا تر اوسه هم کار کوي چې زمونږ دټولنې د ارزښتونو سره له سره برابر نه دي. هو دجرمنې د بهرنیو چارو وزیرته لکه نارینه در نارینه سره واده د دوی ددیموکراسی یو معیار او ارزښت به وي. خو دا کار زما د وطن ددیني او اخلاقي ارزښتونه سره اقلا یو خلاف کار دی.
هو که چیری داسې کنفرانسونه ملت  عملاٌ له سیاسي صحنی ایستل او حاشیی ته کاږل سبب شي، لکه څنګه چې در بُـن په لمړي کنفرانس کې وشول، نو بیا غیر مشروع حاکمیت منځ ته راځي، هغه حاکمیت چې ملت يې  د ځان نه  بولي او داسې حاکمیت او د پردو په اوږو او پیسو واکداران  د امورو د اجراء توان او قدرت هم نه لري.
هو د لمړي بـُـن په کنفرانس کې که د طالب حرکت او یا کوم بل قوي  افغانی سیاسي حرکت  وجود لرلای او یا نه، خو پکار وه چې درخلکو دحاکمیت لپاره صادقانه کار شوای واي. داسې حاکمیت چې بیا ضرورت نه وای د هغه د ساتو او په پښتو درلو لپاره په ملیاردو پیسې او او دومره وینو تویدو ته اشد اړتیا وای.
درنو لوستونکو تاسی د ښاغلي ابراهیمي دې افادې ته په دقت پام وکړئ: «…او که چـــﭕـرې د هغوی – طالبانو –  زړه کـﭕـدای، نو موږ بايد ورته ځای ورکړی وای…» یعنی  دا دوی او خارجي  حلقات او مراجع دي چې چاته  او کوم سیاسي ګوند او حرکت ته  د یوې ټولنې په حاکمیت کې ځای ورکوي او څوک له صحنې لیرې کوي اویا د نابودی قصد او هڅې کوي.
د دې مرکې د افادو او نورو خبرو (زړه  کیدای… ځاي ورکړی وای … ) څخه داسې معلومیږي چې ښاغلي ابراهیمي او د افغانستان اوسني حاکمان له سره دسیاسي مصالحې او سیاسي جوړې روغې په مانا نه دي پوه شوي.  دسیاسي حرکت او سیاسي حزب او سازمان په اصلی مفهوم له سره نه دي پوه شوي. داسې افادې رسوي چې دوی خپل حاکمیت کې مخالف او یا اپوزیسیون ته دځای ورکولو په مانا او امتیاز ورکولواو دغنایم په تقسیم او دسولې دراوستو لپاره د مخالف ذلیلولو او تسلیمیدو… په مفهوم خلاصه کوي.
سیاسي مصالحه او سیاسي مفاهمه د خپلو اهداف او مقاصدو نه تیریدل اوخیانت نه دی، مخالف او یا اپوزیسیون ته تسلیمدل نه دي، د مخالف د نسخو حتمی منل نه دي او …
سیاسي مصالحه د خپلو اهدافو نسخو د مشروعیت د لاسه راوړلو په لار کې متمدنه او مشروع هلې ځلې دي  او سیاسي توافق دی چې په نتیجه او پاله کې د ددې نسخو د  تطبیق او مشروعیت دملت نه ترلاسه کړای شي.
سیاسي مصالحه په سیاسي ژوند کې یو سلسله مشروع مقدماتي توافقات  او میکانیزم باندې توافق دی، کوم چې د خلکو او ملت د حاکمیت او ارادې  د اظهار او عملي کولو موجب شي.
په دې اساس د ښاغلې ابراهیمی تصور او دا خیال چې طالبان باید راغوښتل شوای واي او په حاکمیت کې ورته  دوی ځای ورکړای وای،  یوه غیر عملی طرحه وه او  ده. دا دطالب او حاکمیت لپاره دشرم خبر وه او ده چې دخپلو نسخو دتطبیق مشروعیت د مقابل نه ترلاسه کړي. د طالبان او دغه او هغه سیاسی حرکت خپل سیاسی برنامی او نسخې لري او دهغوی دتحقق لپاره کار کوي او زه يې تصور نه شم کولای چې د طالب دحرکت مثلا د جزاء قانون دې په اوسني نظام کې  او د قانون په اوسنۍ  پوهې مطابقت لرلای اویا سره جوړ راغلای وای. دا کار به یا معذورانه اویا هم هدفمند فریب دی،  چې په دواړو حالتو کې دمنلو وړ نه دی.
له بلې خوا د ښاغلي حامد کرزي د حاکمیت مسلح او غیر مسلح مخالفین په افغانستان کې  د طالب په  حرکت خلاصه کول او دوی اصلي مانع ګڼل، یوه بله هغه تیروتـنه ده چې باید اصلاح او دقیقه شي.
د محترم حامدکرزي د حاکمیت مسلح مخالفین، د حقاني ګروپ، پاکستاني طالبان، پاکستانی نوری جهادي ډلې، پاکستاني استخباراتی ډلې چې د هند، افغانستان، او بهرنیو په مقابل کې د مختلفو اهدافو لپاره جنګیدلې او جنګیـږي،  حزب اسلامی، د افغانی طالبان مختلفی ډلې، داخلې موجه او غیر موجه ناراضیان او دنورو امتیازاتو غوښتونکي او داسې نورې ایراني ډلې چې دتقیه دسیاسیت پر بنسټ د ښاغلي حامد کرزي د حاکمیت سره معامله او برخورد کوي.
د ښاغلي حامد کرزي او ددې حاکمیت د پاتې راتلنو عمده عوامل ددې حاکمیت په بې کفایتی، د قانونی معافیت شته والې، غلط غیر شفاف، مافیایی روابطو حاکمیت، د لس کلنی تجربې سره د ظرفیتونو نشته والې، هغو ظرفیتونه چې اقلا و نتوانیدل ۳۰ په سلو کې انکشافی بودیجه په مصرف ورسوي، هغه ظرفیتونه چې  قانون  تطبیق کړي او د خلکو امنیت وساتي، د آزاد بازار  وحشي اقتصادي سیاسیت عملي کیدو ادامه، په بعضي اقتصادي برخو کې مافیایی انحصارروابط وجود لرل، دولتي مسلکي پُستونه د آغا بلې او استخباراتي کړیو او عناصرو او جیبي شراکتو په بنسټ ویشل دا او داسې نور عوامل. د خلکو (دافغانستان او نړیوالې ټولنې) دوکه او فریب په ډیر عرصو او په هرقدم کې لیدل کیږي او عملي کیږي. داهغه  داخلي عوامل دي چې د بهرنیو کړیو په مرسته په افغانستان کې د پاتی راتلو، بُن بست،  ناکامی او د لمړي بن دکنفرانس دتصامیم او پریکړو په اساس ورسره مخامخ یو او پاتې راتلنو اصلی عوامل دي.
راشو بهرنیو عواملو ته چې په سر کې يې د پاکستان اصلي پالیسي جوړونکي قرار لري. ښاغلي ابراهیمي د تأکید په هکله چې: « پاکستان يو خورا مهم لوبغاړی دی. په دې کې هــــﭕڅ شک نشته چې هغوی بايد په دې بهير کې راښکــــﭕل وي، …. البته چې د پاکستان سره خبرې ضروري دي، خو تر ټولو لومړی بايد د طالبانو سره خبرې وشي. » باید ووایم چې:
زما په پوهه او آند  پاکستان  په دې هکله په دریو برخو ویشلای شو. ۱/ ملت او رنځیدلی ملت چې قرباني ورکوي او دخپل حاکمیت دسیاسیتو قربانی دی. ۲/ ملکي ناتوانه او د نظامی استخباراتو ترلاس لاندې حکومت.۳/ نظامي  او اصلي پالیسي سازان او دپاکستان اصلي حاکمان. په یقین ویلاو شو چې دپاکستان اصلي پالیسي جوړونکی نظامی حلقی به په افغانستان کې داسې سوله و نه مني چې ددوی منافع او ګټې په کې خوندي نه وي. هغه نظامی حلقی چې ملکي حاکمیتونه يې په پاکستان کې همیشه تر تأثیر لاندی وی. ددې نظامیانو ګټي د افغانستان  او سیمي د خلکو په وینو تویدو  او ددې تراژیدې په ادامه کې خوندي پاتې کیدای شي. پکار ده چې ددوې سره مسایل یو طرفه او ددوی لاس دحاکمیت نه هماغسی چې په ترکیه کې د ښاغلي رجب طیب اردغوان له خوا څومیاشتې پخوا واخیستل شو، پاکستان کې هم دا کار وشي.  هغه کار چې په اغلب ګمان د پاکستان سفیر په امریکې کې پرې تأکید کوه او څو میاشتې مخکې برطرف کړای شو. که نه نو دا دافغانستان، د سیمې او سولې خطر او تراژیدی ته به د پای ټکی وجود و نه لري. دنیا او د افغانستان مظلوم ملت به قربانی ورکوي او نړیوال به ورسره یو ځای په منجلاب کې راګیر وي.
هو ایراني اخوندي مراجع، هندي مراجع، عربستان سعودي، روسیه او دهغه اقمار هیوادونه، چین او داسې نور هیوادونه په افغانستان کې خپل اهداف او اشخاص لري چې د توان ترحده د خپلو منافع او مصالحو لپاره کار کوي. هو دا هیوادونه په افغانستان کې د معین جهادي ګروپونو د په قدرت  رسیدو د مانع په توګه په افغانستان کې د امریکې او نړیوالې ټولنې د اهدافو او هلو ځلو سره همغـږي کوي، خوپه عین حال کې د امریکې ستړي کیدل هم غواړي او د امریکې د بعضی نورو ستراتیژیکي اهدافو سره په افغانستان کې سخت مخالفت کوي. حتي دامریکې نږدی متحد او همکار انګلیس  هم په سیمه کې منافع لري چې په بعضي موارد کې د امریکې د منافع  او مصالحو سره په تضاد کې دي. (اوږد بحث).
راشو بیرته د ښاغلي ابراهیمي مرکې ته:
په ښکاره ډول معلومیږي او بیانیږي چې په افغانستان کې دواګې او چارو امور د بهرنیو په زور د هیواد یوې سیاسي ډلې ته ورکړل شوې او یو څه نور بي کفایته او غیر مشروع عناصر دافغانستان د خلکو او نړیوالو بار شول چې ښاغلی ابراهیمي هم داخبره تأییدوي:« هو، کاملاً. هـﭕـره نه کړو چې امريکايانو خپلې بمبارۍ په اکتوبر کې د بُــن تر کنفرانس ډېر له مخه پيل کړې وې او همدوی ول چې شمالي ټلوالې ته يې وسلې ورکړې، تمويل يې کړل او تر شا يې ودرېدل. او شمالي ټلواله په عمل کې د امريکايي بمباريو تر چتر لاندې راورسـﭕده او چې څو د بُن غونډه پيلـﭕده، دوی لا وختي د چارو واګې تر ګوتو کړې وې »
ښاغلی ابراهیمی اونړیوال   دې په دې پوه شي او پوه وي چې داسې نسخو او بیعدالتیو په عملي کولو نتایج له هماغه سره معلوم وه او دي. دا درسته خبر نه ده لکه څنګه چې ښاغلی ابراهیمي واايې  چې د « …د حقايقو تر ليدو وروسته د بديل په اړه خبرې کول اسان دي…. »
ښاغلی ابراهیمی بیا هم تیر وځي او په  افغانستان کې د سولې او ترقي لار ته د برابریدو نسخې د شمال ټلوالی او طالبانو د حرکت به تفاهم په راوستو کې ګوړي.
زه په دې باور یم داچې شمال ټلواله او یا هغه او دغه سیاسي ګوند او حرکت د طالبانو اویا طالبان د کوم بلی نسخې او سیاسي ګوند اهداف او نسخې نه مني دا کومه بده خبر نده، بلکې یوه نورماله خبر هم ده. که چیرې داسې وای نو بیا به طالب نه وای او یا به شمال ټلوالی نه وای. په ټولنه کې او د ټولنې دمسایلو د حل لپاره سیاسي نسخه لرل او ددې نسخو تفاوت نورماله خبر ده او په هره ټولنه کې ممکنه ده او شته. مشکل د مخالفی  او یا د ځان د بلې نسخې رسمي تعریف دې او په غیر مشروع توګه دهغه پړزول د دولت او وسلو په زور. ددې نه داسې افاده نه شي چې ګواکې زه د طالبان د حاکمیت دوه په نوییموکلو کې په مشروع ډول حاکمیت ته رسیدلې بولم. بلکې دداسې مشروعیت دترلاسه کولو باندې او دهغه په نتیجه کې د مشروع  او دمشروعیت پربنا د قادرو حاکمیتونو  او په دې سلسله کې د نړیوالې ټولنې په مشروع او په ځاې تعریف شوي مرستې باندې تأکید کوم، کوم چې د ښاغلي ابراهیمی په افادو کې له سره نه بریښي اولیا تر اوسه پرې نه دې پوه شوای.
په دې اساسی په افغانستان او سیمه کې ټیکاو او سوله د طالب او شمال ټلوالې به جوړجاړی او ګواکې د غنیمت په تقیسم پوری اړه نه لري، او نه لرله،  بلکی ملت ته په  واګې سپارلو او دملت د حاکمیت په لارو دتوافق پر اصول کیدلای شو او کیدای شي. کوم چې دادې د لسو کلو په تیریدو صورت و نه مومه.
نړیوالې ټولنې ته په کار دي  داسي زمینې  برابرې کړي چې دهغو په مرسته د خلکو حاکمیت تأمین شي.  تردې دمه د نړیوالې ټولنې له مرستو نه یو عده مخصوصو، چالاکو، بې کفایته او نوکر صفته عناصرو ګټه پورته کړی او دا لړۍ لا ترلاسه ادامه لري.  د افغانستان خلک دنړیوالې ټولنې نه دسالمې مرستې غوښتنه لري.
د عدالت او تیرو جنایاتو او جنایت کارانو په هکله:
اوسنی حاکمیت کې هغه چا لار ومونده چې په استخبارتي کړیو کې راغلل او یا د استادی نقل يې حاکمیت ته کیښودل اویا هم دجنایت کارانو سره یوه شول. هغه متخصص او کار پوه انسانان چې ددې حاکمیت سره یو ځای شول یا مجبور دې د فاسد څرخ سره وڅرخیږي، یا يې دلاسه څه پوره نه دي اویا هم افراز شول. تیر مستعد افراد او کادرونه که پورتنیو کړیو او حلقو کې نه وه په مختلفو ټاپو  ټاپه شول او چون ددوی په حلقو کې رانغلل نو جنایت کار هم شول او ورته وویل شول چې محاکمه به دی کړو که لاس وانخلئ. له دې کبله د جنایت کار او عدم جنایت کار چې یو انفرادي مسؤولیت دې، معلومول یو مفید کار وه. اما دا کار ونه شو او حاکمیت په خپل نزد د هرغیر مطلب شخص باندې په همدې نامه هم وډاروه.  دا تهدید همدا اوس هم وجود لري او هر هغه څوک چې دحاکمیت په زړه نه وي په همدې نامه تهدیدوی او له صحنې باسي.
نو په افغانستان کې سوله د پورتنیو او داسې نورو مطالبو او عوامل له نظرکې نیولو نه پرته ممکنه نه ده. په دې هکله د ښاغلی ابراهیمی خبرې چې « زه خورا ناخوښه او خواشينی يم. زه کلک په دې باور يم چې په نړۍ کې داسې ستونزه نشته چې غوڅه دې نه شي. خو خبره دا ده چې څومره سياسي اراده شته؟ هره خوا څومره زيار باسي چې د حل يوه لاره وموندل شي. زه دغسې يوه سياسي اراده په هر ځای کې نه وينم.» د  قوي خبره نه ده اودګناهونو جبیره  نه شي کیدای.
مونږ ته په کار ده چې اصلې او اساسي حل ته پام وکړو. ما هڅه وکړه د ښاغلي ابراهیمي د وروستي اپتمیزیم او نیک نظري وستایم خو په کلکه ویلای شم چې په داسې نسخو چې دی پرې لیا هم ټینګار کوي ددې منجلاب نه دوتلو لار نه وینم.
په داسې شرایطو، دداسې نسخو په عملي کولو، هدفمندو او معذورانه تیروتنو، دوکو او سیاسي غیر صادقانه لوبو د وضع غیرواقعي تصویر وړاندې کونه، د ښاغلي ح  کرزي صیب د روانې میاشتي د اتمې نیټې ارزونې او پیش بیني  ګانې په یقیني توګه درستې دي چې وايي: « امریکا و متحدانش در اجرای موفقیت آمیز عملیات امنیتی خود در کشور هنوز راه درازی در پیش دارند….». هو نړیواله ټوله باید د تل لپاره دداسې حاکمیت سره مرسته وکړي. د افغانستان مشکلات په «پایان دادن حمله های شبانه و جستجوي خانه های و….» خلاصه کول، هغه دوکې ګڼم چې دحل داساسي لارو څخه د خلکو او نړۍ نظر اړول دي او بس. همدارنګه د افغانستان د مسایلو د حل لارې د جنرال استنلی مک کریستال، د امریکې د ستر نظامی قومندان سره او په نظامی برخه کې نه شته، لکه څنګه چې جناب کرزی صیب پرې تأکید کوي. په یقین سره د حل اساسي لارې په سیاسي حل کې لټول  او په ښه حکومتدارې او ملت ته په واک ورکولو  کیدای شي.  
په دې برخو کې دقت او حقایق منل او داسې نسخې عملي کول چې ښې سولې، عادلانه سولې ، د انسان والا مقام او د افغانستان منافع او مصالحو ته د پورتنیو منافعو د ساتلو سره اولویت ورکړل شي، جدي پام په کار دی.    پای