آرشیف

2017-1-5

دوکتور ص. سعیدي

افغان _ کابل چارواکي پاکستاني جنرالانو سره څه ویل غواړي!

دپاکستان استابلشمنټ د سولې ضد، افغان ضد او افغانستان ضد نورې بیلګې! 

پاکستان په روستۍ چین، روسیه، ایران، طالب ناسته کې روسیې ته عمل کې وښودله، ثابته کړه او وویلې چې  طالبان  زه په لاس درکوم خو د حکمتیار اوحزب اسلامی مقابل کې  چې زما له لومو وتل غواړي او د افغانستان د سولې ښه یو عامل کیدای شي باید بایکوټ‌‌‌‌‌‌ او مقابل کې یې باید موانع ایجاد شي.  
افغان  له سره خامې او سختې رنځورې ادارې ته په کار وه او ده چې که روسان د افغان د سولې پروسه د افغانستان او افغان ولس ملکیت بولي، چې رسما دا اعلان کوي  نو بیا دا موانع او تناقض د څه لپاره او په کوم منطق؟ 
د روس مطالبه او طرحه  د طالب مشرانو د تور لست نه ایستلو خبر د ابتدایی او استدلال نه بهره منده نه ده. که همدا روس هم دا تضمینوي چې د طالب پاکستان نوکره حلقه بې له قید او شر مذاکراتو حاضره ده او د ملت په غیاب د ملت پر سر معامله نه کوي نو بیا کیدای شي د طالب د مشرانو نوم هم د تور لست نه وویستل شي. اما هغوی هیڅ مطقي جوړ جاړی ته حاضر نه دي، د ملت څخه د سیاسي مشروعیت پر اصلا د اسلام د اصولو پر خلاف باور نه لري او خبرو نه د مخه د خپلو خواستو قبلول پر بل لوري تأکید کوي اما له دې سره سره روسان د هغوی له تور لست نه د ایستلو خبر مطرح کوي چې نه منطق او نه. د خیر قصد په کېلیدل کیږي. دا د روسانو مطلبهاو یا بهانه  هغه وخت به پر ځای وه چې هغوی له قید او شرطه پرته افغاني مذاکراتو ته حاضر شي. 
تمام شواهد ښکاره شوه  چې دا پاکستان دی چې روسیه ‌‌‌‌‌‌ډاروي چې غرب غواړي حزب اسلامی په راتلونکی کې ستا پر ضد وکاروي. د افغانستان داخل كې د ایران او روسي استخباراتی او د کولاب  کړیو ، هغو چې په تیرو ۱۷ د امریکې له احتیاجه په ګټه اخیستو مال، زر او په اوسني افغانستان په ۱۷ کلن بې کفایته حاکمیت کې ملیار‌‌‌‌‌‌ډران  شول او ماران ښاماران شول  او عملا یې بې له قید او شرطه ستر دولتي اختيارات تر لاسه كړل او په ظاهره د سیاسی سولۍ  مخالفت هم نشي کولای هم ددغه حالت او د روسې د افغان د سولې ضد موضع ته کار کوي. 
نو په دغه حالت کې سوال دادی چې افغان د کابل  حکام د پاکستاني جنرالانو سره په راتلونکي ناسته او کتنو کې څه ویل غواړي؟  د افغان مدني?! ټولنې  د ای اس ای نطاق حسن خان او مشابه نوکرانو سره چې افغانستان او سیمه کې د ای اس ای برنامې تطبیقول غواړي په راتلونکو ناستو کې څه ویل غواړي؟ 
د شرم خبر خو داده چې میدیا او طلوع نیوز خو هغه خلک د خبرو لپاره ددغه ای اس ای د سازمان په لاس ناستو ولاړو ته هغه کسان په مباحثو کې ور مخکې کوي چې افغانانو ته د ملي خیانت کولو او پر غیر مشروع او ناجایزه توګه د ترور او دهشت د جوړونکی او صادرونکي پاکستان د موخو لپاره کار او زمینه برابره شي. ددې ناستو ولاړو اکثر افغان او پاکستان ګ‌‌‌‌‌‌ډون کوونکي پر پاکستان یاپلورل شوي او یا ‌‌‌‌‌‌ډارول شوي مشران دي. 
هغه مشر خټک صیب درې څلور کاله مخکې په هالند کې یوه ناسته کې وویل: دا سعیدي پر مونږ ولې لګیږي. حالات بدل دي او همدادنن چې ای اس ای وغواړي چې مونږ نه اوسو مونږ نه یو….
نو په داسې شرایطو کې چې د جناب داکتر اشرف غني د افغانستان د جمهور رئيس د وینا په تأیید چې اتمام حجت هم وشو نو ولې بیا د پاکستاني جنرالانو سره ناسته ولاړه کوي؟ هغه سوال چې معقول افغان یې ځواب نه لري. پاکستاني استابلشمنټ اقلا تیر 40 کاله افغان سوله ضد سیاست ثابته کړه چې پاکستاني افغان ضد او افغانستان  ضد او سوله ضد سیاست به بل نه شي. 
د تمامو توافقاتو سره سره پاکستان په عمل کې د افغانستان له احتیاجه او هغه هم د بحر او د پاکستان له لارې هند ته د افغان ولس او افغانستان د تجارت مقابل کې ممانعتونه ایجاد کړل، د افغان حاکمیت په شمول د هغه حاکمیت چې پاکستان کې جوړ شوای وه او حتی پاکستانیانو ته افغان لوري د وزیر محمد اکبر خان توره ور ‌‌‌‌‌‌ډالۍ هم کړه او جنرال حمید ګل یې خپل مشاور غوښته خو دپاکستان دښمني وکړه او کوي، د ‌‌‌‌‌‌ډیورن‌‌‌‌‌‌ډ د کرښې تر نامه لاندې یې افغاني زمکې تر قبضه لاندې وساتلې او د افغان ولس د جدایی مزي ټیګول غواړي او دا پروسه لا په ‌‌‌‌‌‌ډېر ناځوانۍ قدم په قدم ادامه لري او په نړیواله توګه د افغان حاکمیت د ملا ماتولو کار یوه شیبه هم د پاکستان له خوا و نه ځن‌‌‌‌‌‌ډيده او په ټول توان ادامه لري، د ترور او دهشت د ايجاد او تمويل برخه كې د افغانستان ضد پاکستاني جنایات ادامه لري او د پاکستان په ولکه کې هر هغه افغاني ځواک چې افغان حاکمیت سره سولې ته راضي شي او یا پر خپل وطن رحم وکړي، که فرد وي که حزب هغوی له مېنځه وړي ، تروروي او سترې موانع ورته ایجادوي. پاکستان په راتلونكو ٤ كلو كې د افغانستان د مقبوظه زمکو خوندي کولو برنامه تأییدې کړې او عملا د ‌‌‌‌‌‌ډيورن‌‌‌‌‌‌ډ لاین په نام یې دا کار عملي پړاو ته داسې رسول غواړي چې د هغه په پایله کې به ښاغلی اسفندیار ولي د خپل پلار باچا خان زیارت ته په ویزه راځي. حالات یې داسې راوستل چې افغان بې ځایه شوي ولس چې د جنګ له کبله د خپل کوره بیځایه شوای وه په خپل وطن پېښاور کې حتی پرما او ستا د مهاجر په نامه ومني او ‌‌‌‌‌‌ډېر پښتانه او بلوڅ مشران او کشران یا شهید، یا زنداني او یا و‌‌‌‌‌‌ډارول چې اوس اوس. د ای اس ای په ساز ګ‌‌‌‌‌‌ډيږي . ای اس ای اوس افغان لور او د کابل حاکمیت کې هم ‌‌‌‌‌‌ډېر نوکران په حساسو ځایو کې ځای پر ځای او ملي خلک وځپل او له سترو دسیسو او ترور سره مخامخ کړل او دغه پروسه لا ادامه لري. حالات تر دې حده د پاکستان په ساز دي چې حتی د افغان ولس جلاد جنرال اسد دراني د سولۍ د استازي په توګه  د مدني ټولنې تر عنوان لاندې افغانستان ته آزاد تګ او راتګ کوي. 
اوس اوس د پوځ ستر درستیز د پرتوکل خلاف د افغانستان د ټولو نشرانو سره تیلفوني خبرې کوي او بیا د راتګ خبر مطرح کیږي. دا كار او ضرورت نه دی و بیا د ھغه استقبال کابل کې  له سره د منلو وړ نه ده او دا کار پاکستان خدمت بله معنا او مفهوم نه لري. پاکستان به بله کومه دښمني وکړای شي او وکړي؟ ھرڅه چې یې کولای شو وکړل او کوي او دا دښمني د روسې سره په ناسته کې او د افغاني سولې سره د نوی مانع ایجاد او د جناب حکمتیار د تور لیست نه د مانع کیدو او نورو افغان ضد او سولې ضد اجراات دا د پاکستان افغان ضد ماهیت ثابتوي. افغان لورې ته سفارښت کوم چې پاکستان ته تأکید وکړي: نور څه د ویلو نه لرو، مو ستا نه سوله نه غواړو، د جنګ عامل مه کیږه او پر هغو مو چې توافق کړای عمل وکړه او بیا به ګورو. مونږ د اوسني پاکستان او په خاص ‌‌‌‌‌‌ډول د مقبوضه افغانستان برخه کې د پښتنو او بلوڅو د تاریه په اوږدو او جهاد دوره کې د سترو هر اړخیزو مرستو له یاده ایستل حرام نمکي بولو او له سره د پاکستان د استابلشمنت افغان ضد او افغانستان ضد حرکات او عمل ددغې خطې او د پښتنو او بلوڅو د ورورګلوۍ سره نه خلطوو او دا دواړه یعنې لر او بر یو ګڼو او اوبه څوک په ‌‌‌‌‌‌ډانګ بیلولای نه شي. خو د پنجاب حاکمیت د پاکستان استابلشمنت د افغان ولس او افغانستان دشمن وه، دشمن دی او زمان به ثابته کړي چې دشمن به پاتې شي. 
دادی هغه راز او داده هغه اساسي خبره چې د ټولو د مخه د کابل په حاکمیت کې افغان ساده سیاستوال پرې پوھول غواړم. 
او هو یو دوست راته ولیکل بعضې مطالب دې تکراري دي. 
ددغه دوست له ده اعتراض او ګوت څندنې مننه. 
دا دده شهادت ورکوي چې دی زما لیکنې په دقت لولي خو زما تکراري مطالب هغو ته متوجه دي چې د حقایقو د پوره پوره وضاحت او تکرار سره سم دلته او هلته ناست دي او هماغه د ای اس ای په خوله ورکړل شوې ببولالې دا پرې نه پوھیږي او یا هدفمنده د خیانت په منظور تکراروي او بې خبره افراد اغوا کوي. نو دا کار مونږ له. سره  مجبوروي چې تکرارا عین مطلب له سره ولیکم. کله مې په ځان شک راشي چې یاره ویل او لیکل دې متناسب قوي نه دي چې دا حقایق نه شې رسولای. که فرستنده ضعیفه او یا آخذه کې مشکل وي، په هر حال لطفا دا مطالب بشپړ او په ارت لاس د ټولو نه د مخه افغان چارواکو ته ورسوئ. 

و من الله التوفیق
دوکتور صلاح الدین سعیدي
٠٠٤٤٧٨٨٦٤٧٤٦٣٨
٣/٠١/٢٠١٦