آرشیف

2014-12-24

شاه ولی آرین

افغان دولت، ناټو، او د امريکا پوځی اډی

لومړی برخه

د يا د ونی وړ د ه چې په د ی و ر ځو کې د هيو ا د  د سیا ستوا لو او رو ڼ ا ندو له لخوا په ميډ يا کی دهیواد د حا کميت ،بين المللی ځواکونو،نا ټو او د امریکې د همیشنیو اډ و د جوړولوپه هکله تاوده بحثونه اولیکنی ترسترګوکیږی. د دغو لیکنو او نظرونود لوستلوبهیر زه هم دی ته وهڅولم چې یوڅه ولیکم اود خپل د نظرد ټکوپه توګه یې لوستونکو اوهیوادوالوته وړاندی کړم.  زما په اند د بن دکنفرانس نیمګړتیاوی اوتری را زیږیدلی ستونزی هغه اساسی لاملونه دې چې ممکن ځینوکسا نو ته د منلو وړنه وی،خوزه با ورلرم چې ډېري شمیرسیا ستوال اوروڼ آندې پدی باوردې چې د بین المللی ټولنی دستری تیروتنی په نتیجه کې هغه څه رامنځته شوول چې په خپله دوی هم اوس ورته حیران پاتی دې.
     په دغه نیمګړی کنفرانس کې د طا لبا نو،حزب اسلا می او ځینونوروسیا سی اوروڼ  اندوحلقودپا مه غورزول اودولتی واک دتنظیمی اوجهادی مشرانوترمنځ ویشل اوورسره په څنګ کې میلیونونه ډا لری اومرستی د دوی په ا ختیارکې ورکول نورهم لاپسی داګروپونه پیاوړی اوځوا کمن کړل چې د قا چا قواومخدره موادوما فیا یی کړی یی په هیواد کې د همدوی په مرسته لا پسی پیاوړی کړی چې حتی همدا اوس تری امریکا یان په خپله هم ویره لری.
      تنظیمی مشرانو د دغه واک نه په نا سمه اونا قانونه توګه په چورچپاول،ددولتی اوشخصی ځمکو غصب اوپه غیرقانونی توګه د خپلود واک د پا یښت په خا طرخپلوپلویانواوډلګیوترمنځ وویشلی اوښارګوټی یې جوړکړل چې داپه خپله ددی لامل وګرځید ترڅوسیمه ایز،قومی اوملیتی توپیرونوته لمن ووهل شې ،چې د موقت حکومت دجوړیدونه وروسته ددوی دنفوذاو ځا ن غوښتونکو موخو د لاسته راوړلوپه خا طردهیواد اسا سی قانون اونورسیا سی،اقتصادی،اجتماعی،فرهنګی اوکلتوری نهادونه یوازی اویوازی دهمدغوجنګسالارانواودبشری حقوقوضد جنایت کارانوپه ګته او بقا رامنځ ته او تصویب شوول. د بن د کنفرانس د پریکړوپراساس چې په حا کمیت کې یو نیم تکنوکرات او ملی عنا صر لید ل کید ل او تمه کیده چې د هغوی په موجودیت کې به  دهیواد اوخلکوګټی خوندی شی په خواشنی سره د هغو څیرو یو پربل پسی د حاکمیت دمیدان نه ویستل اوپرځا ی یې جنا یتکاران اوما فیایې حلقی ځای پرځای کول نورهم افغان ولس نا هیلی کړ.زما له اند دا په خپله ددی ښکارندوی ده چې نړیوا لو غرب اوپه خاص ډول امریکا یانودخپلواوږد مها لو هدفونودلاسته راوړلواوپوره کولوپه خاطردبن کنفرانس قصدأ همداسی نیمګړی ترسره کړترڅو ددوی موجودیت  په سیمه کې اړین وګڼل شې،چې همدا اوس یې د همیشنیواډوغوښتنه یوه ښه بیلګه ده.
    د بن د کنفرانس نه راجوړموقت حکومت ونه شوکولای سا لمه اداره جوړه کړی کار اهل د کار ته وسپاری،دحا کمیت او خارجی ځواکونوترمنځ د یوی ګډی همږغی ستراتیژی او پلان د نه موجودیت او د بهرنیوهیوادونوپه ملیونونوډالرواو ایوروو مرستوهیڅ داسی اساسی اوبنیادی نهادونه اوموسسات احیا او جوړنه کړل چې په هیواد کې د بیکاریوفقراولوږی مخنیوی یې کړی وای.له بله پلوه د بین المللی ځواکونوخپلسری عملیا تو ډېری بی ګناه انسا نان،ما شومان او ښځی ووژلی چې په نتیجه کې د همدا ډول لاملونوپراساس ولس او په ځانګړی توګه ځوانان ناهیلی او ورپیښشوو اقتصادی ستونزواونوروضرورتونو دیته اړویستل ترڅود دولت دمخا لیفینو اوطا لبانولیکوته ورودانګی.
غواړم دلته د موقت حکومت ځنی لاس ته راوړنوته په لنډیزه توګه اشاره وکړم.
  ‍- دافغا نستان دولس قاتلانو اود قومی سیمه ایز او ملیتی توپیرغوښتونکوڅرګندو جا سوسانو ته د اتلانو،مارشالانو، جنرالانواو داسی نوراعزازی افتخارات ډالی کول،او د هیواد تاریخی سیمی او ځنی نور ملی نهادونه د هغوی په نومونو مسما کوول.
– د افغا نستان په تشکیلاتی جوړښت کې په غیرعادلانه توګه د ځینوسیمواوولسوالیو لوړول ، د ولسوالیو او ولایت مقا مونو ته.
– پخوانیوپه نوم تنظیمی،قومی، او سیمه ایزومشرانوته په حکومت اودولت کې دندی سپارل اود هغوی دلا خوشالتیا  په خاطراودخپل نا قانونه دولت د بقا په خاطرپریمانه سلاکار وزیرانواو نوری بی ځایه اداری پرانستل او د ملت شتمنی پری چوراوتا لاکول
– ټولی په هیوادکې دننه او بهراقتصادی پروژی او قراردادونه د خپل د کورنیو دغړوپواسطه په ټیټه بیه انحصارول او بیا لاس په لاس پر نورو پروژو اوموسسا تو پلورل چې له همدی امله په هیواد کې دبی کیفیته موادو کارول او نه کنترول تا سیسات،ساختمانی موسسات اوسړکونه بی کیفیته جوړاو ژرژربیرته وران اوویجاړشوول.
– دملت مال او عام المنفعه تا سیسات،فابریکی،صنعتی موسیسات اوکانونه په ډیره کمه بیه  خپلودکورنیو غړواوما فیایې حلقواو کړیو په اختیارکې ورکول.
– ملی اردو،پولیسواوامنیتی ځواکونوکې دهمدو پخوانیوغلوتنظیمی ګروپونوځای پرځای کول یوازی نوم او جامی یې بدلول او پوره امتیازات ورته ورکول او دغه نهادونه دماهرواومسلکی کادرونونه بی برخی کوول.چې دبهرنیوځواکونود نه موجودیت او وتلووروسته هره لحظه دکود تاګانو،بی نظمیواونظام د پا شلوګواښ موجود دی.
– په فرهنګی اوکلتوری برخه کې د همدی موقتی اداری په وجودکې دپردیواوګاونډ یوهیوادوفرهنګی یرغل د هیواد پرژبو او ترمینا لوژی دومره ناوړه او منفی اغیزراوستی دی چې بیا یې د سوچه کولوامکان ډیر ستونزمن بریښی.
-په بهرنی سیاست او دیپلوماسی کې خو موقتی اداری هیڅ بدلون راوستلی ونه شو بلکه نوره هم لاره خلاصه شوه ترڅود هیواد سیاسی پا لیسی او دیپلوما سی یوازی د یوی سیمی ګروپ او تنظیم په ولکه کې انحصار چې لاتراوسه دغه لړی دوام لری.
پورتنیو کړو وړو او لاملونو یې د حا کمیت او ولس ترمنځ په واټونو بی باوری شک او تردید رامنځ ته کړچې په پوره باور سره ویلی شم چې موقتی اداری یا حکومت هیڅ ډول داسی یوه مثبته لاسته راوړنه نه لری چې هیوادوال او وروستی نسلونه پری مثبت قضاوت او حساب  وکړای شی.
 
په درنښت
پاتی برخه لری
 


 

 افغان دولت ،ناتواودامریکا پوځی اډی

 
دوهمه برخه
 
    سره لدی چې موقت حکومت د هیواد اوهیوادوالو په ګټه هغسی چی دوخت  غوښتنه وه  څه تر سره ونه شوکولای،ولی بیا هم افغان  ولس نا هیلی نه وو.تمه کیده چې دموقتی دوری وروسته به انتخابی حکومت اوپارلمان وشی کولای په هیوادکې روانی ستونزی حل کړی امن او ټیکاو به راوستل شی.نو ځکه به همدی تمه ډیرشمیرهیواد والو د پارلمانی او لومړی ځل جمهوری ریاست انتخاباتوصندقونو په لورګامونه اوچت کړل اوخپلی رای یې وکارولی.
   ټولو ته څرګنده ده چې د انتخاباتی کمپا ین به موده کې هر یو کاندید به ډیری په زړه پوری کړنلاری دهیواد او ولس په ګټه کمپا ین
اووړاندی کولی .خو په خواشنی سره دانتخاباتو وروسته ګټونکو وکیلانواوجمهورریس بیا خپلی کړنلاری او هوډونه هېرکړل او
دولتی تشکیل او کابینه بیا په ډېر غیرعادلانه توګه  د تنظیمونواوجهادی غلو او جنګسالارانوتر منځ سره وویشل شوی
د وزارتونو دغه ویش د کورنې  تنظیمی او سیمه ایزو اړیکو پراساس چې د چور او لوټماری لاره ورته خلاصه وی شکل وموند.
    ددولت اساسی دندی باید دبین امللی ځواکونو،ناټوسره به همږغی کې د قاچاقو او مخدره موادو له منځه وړل او کروندګروته ما لی
مرستی او نورزراعتی وسا یل برابرول،د اداری فساد پر ضد مبارزه،د طالبانو اوالقا عدی د شبکو له منځه وړل د افغانستان د
وسلوالو ځواکونو تجهیز او تقویه کول په هیواد کې سوله او ټیکاوراوستل وای. مګرولیدل شوول چې د کوکنارو کښت لا پسی زیات شو،بزګرو او کروندګرو سره هیڅ ډول مرستی چې تمه کیده ونه شوی، د نا امنی
لمنی نوری هم پسی پراخی او د طالبانو لیکې نوری هم پسی پیاوړی شوی.نوی انتخابی دولت یو وار بیا ترستونی په اداری فساد کې غرق شواو بیا یې داسی کومه سمه کرنلاره اوستراتیژی خپله نه کړه چې د هفی پر بنیاد ښی چاری تر سره کې ، اودداسی یوی
غوره کارونکی پا لیسی او ستراتیژی د نه لرلوسره دناټودځواکونوپه عملیاتواو بم غورزونو کې په زرګونو بی ګوناه انسانانوخپل ژوند
د لاسه ورکړ.ددولتی ځمکوپه زور نیول د جنګسالارانواوجهادی قوماندانانواو ملیشوله خوا لاپسی شدت وموند.حکومت د خپلو
بد نا میو اداری فساد او نورومنفی پدید و د پټولوپه خاطرد  پارلمان دغړو امتیازات څو ځله لوړاو د کابل ښارپه لومړیو درجو
سیمو کې ځمکی اونمری وکیلانو ته ډالی کړی چې باید دغه نمری بی کوره اومستحقو کسانو ته ویشل شوی وای.د شېرپورتاریخی سیمه
د دولتی لوړپوړو چارواکواو جنګسالارانواو په نوم جهادی شخصیتونو له خوا په ډیره نا روا او ظالما نه توګه غصب اوپه خپلوکي سره
وویشلی شوی.صاحبانوهریو یونس قانونی د پارلمان ریس په خیرخانه مینه کې اعزازی ملا مارشال فهیم په پل باغ عمومی سیاف په
خوشالمینه کې د ملت او خلکو ملکیت غصب تجارت خانی او مارکیټونه یې جوړاو همدا راز نورو هیواد ورانونکو هر یو خلیلی،محقق،
احمدولی کرزی،رشید دوستم،ربانی اواسماعیل تورن په خپل وار سره په کابل او د هیواد په مختلیفو ولایتونو کې ښارګوټی اوبلډنګونه
جوړکړل.چې د محقق د ورورد حا جی نبی ښا رګوټی اوپه عینو مینه کې د محمود کرزی ښارګوټی یې روښانه بیلګی دی.
لنډه دا چې د کرزی صاحب پنځه کلنه انتخابی دوره د پورتنیوناخوالواو بی عدالتیو  سره همداسی تیره شوه.څو ځله حکومت د ولس دغولولو په خاطر
په کابینه کې ادلون  بدلون راوست مګر د سطرنج د دانوپه شان له یو ځایه همدا کس لری کول او بل ځای مقررول ددی حکومت د رسوایې نه ډکی بیلګی یادولی شو.
   
د جورج ډبل بوش د اداری پرځای د اوباما دقدرت په رسیدو سره تولی نړی اوافغانانوډېره تمه درلوده چې دامریکې په سیاست
کې به د امریکی او نړی ،امریکی او افغانستان په روابطو کې څرنګه چې ورته د نړی او امریکا  په میډیا کې په خورا درز سره
 تبلیغات کیدل ستر بدلون به راشی .مګر د افغانستان د نظامی ستراتیژی بدلون یوازی په خبرو کې محدوده پاتی شوه او هیځ ډول
د افغانستان په سیاسی او نظامی چا روکې پرمخ تګ تر سره نه شو، بلکه د طالبانوجنګی مورال لا پسی لوړ او د نوو جنګی تاکتیکونو په کارولوسره نوره هم د امنیت ګواښ مخ پر زیا تیدو شو. 
   کله چې د کرزی حکومت او تیرپارلمانی وکیلانوولیدل چې نور د دوی نا قانونه حکومت او پارلمان  ولس ته د منلو وړ                   
نه دی او بیا ورته د ولس د رایو ګټل ستونزمن بریښیدل نو ځکه یې وروستیو دواړوانتخا باتو کې د درغلیو، بډ و ورکولو په قدرت او      څوکیوباندی  ویش د  کرزی، فهیم خلیلی،محقق،رشید دوستم،قانونی،تورن ا سماعیل
 اونورو جنا یتکارانوتر منځ په سرای شهزاده  دوبی او نورو مافیایې تجارتی مرکزونوکې پټی معاملی تر سره شوی چې پایلی یې دداسی یوپارلمان جوړیدل دی چې د یوی میاشتی نه ډیره موده کې ونه شو کولای خپل ریس او اداری پلاوی وټا کی .داسی یو پارلمان چې د خپل منځی ستونزونه پاتی راغلی وی نو هیواد او هیوادوالو ته به څه وشی کولای؟ او یا داسی یو کمزوری ناروغ اوپه نا مشروعو تړونونو او ویش جوړدولت چې دننه په خپلوکې هره ګړی یو بل ته لکه پیشو او موږک ګواښونه کوی څرنګه به هیواد دداسی یو ستر ناورین نه چې د یوی خواغرب او امریکا د خپلو اوږد مها لو موخوپه خاطرپری چاپه لګولی وی اوله بل لوری د ګاونډیو هیوادونوبربنډی او پټی دسیسی او لاسوهنی چې د طا لبانو اوالقا عدی سره په همږغی کې ورته بل ګواښ وی ژغورلی وشی؟
زه پوره باور لرم  که چیری په هیواد کې یو ځواکمن د ولس نماینده،قانونمند حکومت او نظام موجود وای او یوه سمه لنډ مهاله او اوږد مهاله ستراتیژی یې خپله کړی وای،او همدا راز د امریکی او غرب ، سیمه ایز،او ګاونډیوهیوادونو رول اوګټی د هیواود د ملی او لوړو ګتو په نظر کې نیولوسره د یو عینی واقعیت پر اساس سنجولی او کوټلی ګامونه یې پورته کړی وای،اوس به موډیری لاسته راوړنی درلودی ،نو بیا به د امریکی د پاره د همیشنیواډو د جوړولو اړتیا اوسوچونه بی بنسټه وای.
 
په درنښت
پا تی برخه لری
 


 

افغان دولت ،نا ټواودامریکا پوځی اډی

 
دریمه برخه
 
امریکی له ډېری پخواد افغانستان د ستراتیژیک مناسب موقعیت او پریمانواقتصادی زیرمود موجودیت په نظرکې نیولوسره علاقمندی درلوده چې خپل سیاسی،اقتصادی اونظامی موجودیت په دغه سیمه کې ترلاسه کړی.مګردافغانستان د وقت دنظامونوبهرنیواړیکوچې دوقت دشوروی اتحادسره نسبت نوروهیوادو نه نږدی وی،همدا ډول د نا پییلو هیوادو غړیتوب یې درلود د امریکی ددی ستر ارمان مخه یې ډب  کړی وه. د شهید محمد هاشم میوندوال دصدارت په دوره کې یوواربیاامریکایي ددپلوما تیکی هلی ځلی راوخوزیدی ،مګر ددغه حکومت موده لنډه اود امریکی دغه ارمان ترسره نه شو.د دوه قطبی نړی په بهیرکې د امریکی پریمانه اقتصادی مرستوچی پاکستان او د افغانستان د هغه وخت د حکومت دمخا لیفینوسره یې کولی اوله بله پلوه  دشوروی اتحاد د سترو تیروتنواو پر افغانستان د بربنډ تېري له امله شوروی اتحاد ړنګ او امریکا د یو سوپرتا قت په توګه نړیوال میدان ته راودانګل.اوس چې یې ناتو،غربی نړی،یوه ډېره برخه دعربی نړی اوملګری ملتونه په ولکه کې دی څه باید وکړی؟ ترڅوټوله نړی د خپلی یوی مرکزی نقطی نه اداره او کنترول کاندی. نو ځکه یې ددی موخو د لاسته راوړلو د پاره په خپله سیاسی او نظامی ستراتیژی کې دوه موخی چې عراق او افغانستان و هدف وټاکه ، دا ځکه چې د دواړو موخو د لاسته راوړلو د پاره ښه او مناسبه پلمه ګویا دکتاتور صدام په عراق کې او په افغانستان کې د طالبانو رژیم او د القاعدی ځنی هغه مانورونه و،چې د امریکا د پاره یې ددغو نظامونود سقوط او په دغو سیمو کې ددوی دحضور ښه پلمه په لاس ورکړه دعراق موضوع یو بل اوږد بحث ته اړتیا لری،اړین بولم چې د امریکې پر موخوپه افغانستان کې څو لنډوټکوته اشاره وکړم. لومړی دا چې د امریکا رادانګل زموږ هیواد ته اشغال دي که نه؟ اړین بولم چې د خپل د نظر د ټکوپه توګه یې وړاندی کړم. سره لدی چې د طالبانو د نظام درامنځته کیدو سره جوخت چې د هیواد د خلکود هغه وخت ملاتړ چې د تیر نظام د ظلم اواستبداد نه سخت زوریدلی و، ورسره و ،طالبا نو په هغه وخت کې هیواد د تجزیې او پاټکسالاریونه وژغوره د چورچپاول او ځینونورو ټولنیزوفسا دونومخه یې  ډب کړه او تمه کیده چې دوی به په هیواد کې یو معتدل اسلامی حکومت رامنځ ته کړی.مګر په خواشنی سره په نظام کې د ځینومتعصیبوحلقوشتون او ډېر ژر د پاکستان د استخباراتو ناروا لمسون او ورو ورو دالقاعدی د شبکو اغیزو دغه نظام د خلکو د بربادی او ورانی خوا ته واړوه په نتیجه کې د هیواد کلتوری اوفرهنګی ارزښتونه د سخت ګواښ سره مخ شول اودغه نظام د ولس پر دموکراتیکواو نورواجتما عی ارزښتونو بندیز ولګاوه او د اوساما بن لادن او القاعدی موجودیت یې نړی او امریکی ته یو ستر ګواښ وګرځاوه . په افغانستان کې د طالبانو د رژیم نه نور د خلکوکرکه او دالقاعدی موجودیت او د نړی ویره چې ګنی د پاکستان زروی سلا او د ایران نظامی او اقتصادی پو تنشیال د بنسټپالو اسلامی حلقو او په خاصه توګه د القاعدی په ولکه کې ونه لویږی د سپتیمبرد یولسمی پیښی وروسته د امریکی ډیر پخوانی ارمان ترسره شو،نو ځکه یې د اکثریت نړی، ملکرو ملتونو،او امنیت شورا ملاتړ تر لاسه کړاو د بین المللی قوانینو سره سم یې په افغانستان باندی د طالبانو د نظام د له منځه وړلواو د یوه دوکراتیک نظام د راوستلو به خاطر نظامی یرغل وکړ، چې په نتیجه کې د طالبانو نظام ړنګ او دامریکا په خوښه  یې د یو موقت حکومت د جوړیدو له پاره  لار پرانیسته .اوس تر دغه بریده زه هم د امریکی راتګ افغانستان ته اشغال نه شم ګڼلی ځکه چې د بین المللی قوانینو پر اساس د القاعدی او د هغوی د پلوی رژی چې امریکا او ټولی نړی ته ګواښ و ،اوډېرو افغانانو ته هم نور د مننی وړ نه و.مګر کاشکی چې همداسی وای؟…
دامریکا او ناټوورستیو کړنو او پیښو ددوی د راتګ  قانونیت په تو لېزه توګه زیانمن او ګواښمن کړ چې  د لاندینیو لاملونو په نظرکې نیولو سره په ډېر جرءت سره زه ورته هم اشغال ویلی شم چې هغه دادی: القاعده خپله امریکایانوپه نړی کې د خپلوسیاسی،اقتصادی،او ستراتیژیکوموخود لاسته راوړلو د پاره تربیه او تجهیز کړی او مسولیت یې هم ددوی دی نه د افغانانو.وایې چې کری هغه به ریبی. ددغوځواکونود راتګ موخه یوازی په لومړی مرحله کی دطالبانو د نظام او القاعدی ځپل او ایستل و،نه د افغانستان د پاره د یوملی دموکراتیک نظام جوړول چې په کې د افغانانو ملی واکمنی ،مدنی حقوق او دموکراسی خوندی ساتل شوی وای،نو ځکه یې د راتګ یا اشغال دمخه دهیواد معلوم الحاله غلو، جنایتکارانواوخپلواجنټانو ته په الوتکو کې وسله اوملیاردونو ډالری ډالی  کړی،چې هر یو یې په ملی او بین المللی مافیا تبدیل کړل چې د هیواد کنترول ددوی د لاری هره ګړی به خپله ګټه څرخولی وشی چې همداسی هم ده .
–د هیواد ویشل د څوتنظیمی،قومی،سیمه ایزو مافیایې ډلوترمنځ چې د طالبانو د رژیم د مخه دهیواد او خلکود سترو غمیزو اوبدبختیوعا ملین و او دی. –د بن د کنفرانس نه بیا تر ننه پوری دوی ونه غوښتل چې په افغانستان کې یوبی پری ملی ،دموکرات د خلکو نماینده مشرتا به اداره جوړه کړی چی دا کار ددوی په توان کې و،او ددوی د راتګ د قانونیت یوه ښه بیلګه هم کیدای شوه.                         –تر ننه پوری د ایساف، ناټو،او امریکایې ځواکونو تر منځ یوه واحده، ګده منځمه کاری  همږغه ستراتیژی نه ده موجوده امریکایان یو څه کوی انګریزان بل اوجرمنیان بل.
–داسی بیلګی شته چې دهلمند په ولایت کې خپله انګریزان د کوکنارو د کرنی د پیاوړتیا لپاره کروند ګرو ته اقتصادی مرستی کوی،د طالبانو ځواکونو ته ډالری اوسلاوی ورکوی.
–تردمګړی د امریکی دوه مخی سیاست د افغانستان او پاکستان د بهرنیو او ستراتیژیکو اړیکو په هکله چې د افغانستان د جنګ  او سولی اساسی اړخ دی،او د سرحدی پولو هغه لور په  پټ ځایونو کې تیروریستان تربیه ،تجهیز، افغانستان او هند ته د ورانکاریو لپاره لېږل کېږی او مصارف یې هم د هغی بودیجی نه ورکول کېږی چې خپله امریکا یې د پاکستان اردوسره کوی ایا امریکا په دی نه پوهیږی؟..
–د امریکی ،جاپان او نوری نړی په میلیاردونو ډالری او ایورو،تر ننه پوری هیڅ په داسی یو اساسی او بنیادی برخه کې پانګونی ونه شوی چې د هیواد  پرګنو ته یې د کاروبار زمینی برابری کړی وای او د اقتصاد د لوړولو او د خلکو د لومړنیو غوښتنو او ضرورتونو بسیا یې کړی وای.ړندو بمباریو په کورونو چاپی د ودونو اونورو کلتوری،فرهنګی نهادونو بمباری     د ناټو لخوا د هیواد د خلکو ملی غرور ته سپکاوی هغه څه دی چې نه سهوی بلکه په قصدی ډول تر سره کېږی تر څودا اتل ملت نور د ازادی غوښتلو  ږغ او سر بیا را پورته کولی و نه شی.
-د ملی او دموکراتیکونهادونو تر منځ استخبارتی هلی ځلی د پخوانیودموکراتو چپو ګوندونو سره ویشل او د نه یووالی کیدو پخاطرهلی ځلی او بل لور ته جنګسالاران تقویه کول د امریکا د موجودیت اوهدف ښی بیلګی دی.
-د پخلاینی  په  پروګرام کې په یو لاس ټوپک او په بل لاس کې  زاری او ننواتی هغه څه دی چې ددوی د همیشنې اوسیدو د پاره لاره پرانستل دی  چې داسی یوه پا لیسی هیڅکله د سیاسی حل او تفاهم لاره نه شی کېدای .
-کله چې په شمالی ولایتونو کې نظم او امن موجود و، لیدل شوی دی چې د همدغو بین المللی ځواکونو په هیلیکوپترو کې طالبان هغو سیمو کې دیسانت شوی او د بی امنی لیکی هلته غزیدلی او نا امنیو هلته هم زور موندلی دی.
   د پورتنیو یادونو موخه می دا ده چې امریکا افغانستان ته خپل د راتګ د مخه هم په خپله سیاسی او نظامی ستراتیژی کې دجیوپولیټیکی موقعیت له نظره دلته د پوځی اډو د جوړولو ارمان درلود. چې دادی ګام په ګام یې د شرایطوپه برابرولو سره    ددغو غوښتنو ږغ د رسمی اوغیر رسمی سرچینو نه راپورته شو. د پوځی اډو د جوړیدو په هکله نن سبا د سیستوالو او لیکوالانوډیری لیکنی شوی او هر یوه په خپل وار سره دپوځی اډو پرمثبتو او منفی اغیزو په زړه پوری بحثونه کړی ،نو ځکه  د ډیر بحث ضرورت یې نه وینم،یوازی دومره ویلای شم چې د هرڅه د مخه موږافغانان یو پیاوړی او ټینګ ملی یووالی ته اړ یو او ددی انسانی ارمان د پوره کولو د پاره څه باید وکړو؟
افغا نستان د ټولوافغانانو ګډ کوردی هیچا ته باید اجازه ورنکړو چې دا ګډ کور مو  وران کړی روسانو،ګاونډیوهیوادواو اوس غربیانو او امریکایانو په میلیونونو ډالری د زور،ظلم،چور، وحشت او د میلیتونوپه نامه غلو قاچاقبروجاسوسو مشرانوته ډالی کړی تر څودغه ملی سرمایه ، یانی ملی یووالی زیانمن او ګواښمن کړی ددغووطن پلورونکو مشرانو څېری او هویت وپیژنی ځانونه خپلواک کړی او د ملی یووالی په لور چټک ګامونه واخلی دوي خرڅ شوی او د ملی یووالی دوښمنان دی او خپلی ګټی په نفاق کې وینی د هیواد او هیوادوالوپه فکر کې نه و او نه دی. ددوی په موجودیت کې نه د پوځی اډو شتون او نه یې نه شتون په ګټه دی. رازی د خدای د پاره نور سره یو شی پر خپل ځان او هیواد رحم وکړی  اوس نوره نړی د ستر بدلون پر لور روانه ده همدا اوس د امریکی جنګی او اقتصادی ظرفیتونه دستر بحران په درشل کې دی.په امریکا او اروپای نړی کې نن سبا اقتصادی بحران په چتکی مخ په وړاندی ګامونه وهی، اوخوا عربی نړی کې لیدل کېږی چې څه روان دی دا ټول هغه څه دی چې موږ ته زېری راکوی او موږ هم د یو سراسری خوزښت خوا ته هڅوی ،مګریو وار بیا تاکېد او ژمنه کوم چې دداسی یو سراسری خوزښت د پاره بیا بیا هم دهیوادوالو ملی یووالی اړین او لومړنی شرط دی.
که چیری په هیواد کې په لس ګونوموجود هغه سیاسی ګوندونه د یوه سپیڅلی مقدس وجدانی حکم په نظر کي نیولو سره خپل قومی،سلیقوی،ګوروپی،تما یلات  د هیواد د لوړو ګټو په نظرکې نیولو سره شاته کړی او د یو واحد ارمان به لور د یو واحد سراسری ګوند او یا په یو سیاسی ګډ پلاد فورم کې د یوه معین ارمان په خاطر چې هریوهمغه ارمان خپل رهبر او مشر وګڼی
سره راټول او په  یو داسی ځواک بدل شی چې د هیواد د ټولو وطنپالو روڼ اندو د ملاتړ اعتماد اومنلو وړ وګرځی بیا نو ددی اومید شته چې په هیواد کې د یو بنیادی بدلون د راوستو جوګه شی او د پوځی اډو د شتون اړتیا به بیا نه لیدل کیدای .

پای
په درنښت