آرشیف

2019-4-30

افغانې ملې مشورتې جرګی ته د افغانستان د ملې همغږۍ د مرکز وړاندیزونه

اعوذ بالله من الشیطان الرجیم
بسم الرحمن الرحیم

جلالتمآب د افغانستان ولسمشر، د ملی مشورتی جرګی محترم ټولمشر [ریس] او درنو غړو!

د افغانستان د سولۍ او ولسواکۍ د تفاهم او ملې همغږی مرکز [ د ملی همغږۍ مرکز] د هیواد په دی حساسه مرحله کی د ولسمشر له خوا د دی ملی مشورتې جرګی د رابللو اقدام په خپل وخت سره په کلکه تاید کړ، او د دی جرګی د لا ښه سمون لپاره یی په هیواد کی دننه او بهر د خپلو نمایندګیو له لاری خپله همکاری دولت او د چرګۍ مسؤلینو ته وړاندیزکړه. سره لدی چی د جرګی په جوړښت کی ستونزی او نیمګړتیاوی شته ، او زمونږ د مستحقو ملګرو ونډه پکی محدوده شوی ده، دا د اوس وخت او د دی لیکنی موضوع نه ده او مونږ پدی اړه خپل اعتراض خوندی ساتو. پدی جرګه کی د خویندو او ځوانانو پراخه ونډه یو ښه او امیدوارکونکی اقدام دی، چې افغان ملت ته د ښې راتلونکې زیری ورکوی.دا دی یو ځل بیامونږ د دی جرګۍ د ښو او مؤثره پریکړو په خاطر او د دی جرګې لا زیاته بریاو هیله کوو.  ملت او ړنړیوالستاسو فیصلی په دقیقه توګه څاري، او مونږ به ستاسو د فیصلواوپه رڼا کی بیا خپل نظریات او دریز د خپل ملت سره شریکوو.  د دی جرګۍ د لا موفقتیا په خاطر، دا مرکزد خپلو پخوانیو وړاندیزونو سره سره چی د جرګې مسؤلینوته دمخه رسما سپارل شوي دي، دا لاندی وړاندیزونه هم د هیواد په ګټه بولې، او له تاسو او د جرګۍ د ګډوانوالو سرهیی شریکوي، هیله ده زمونږ دا وړاندیزونه د دی مرکز د یوی ملې ونډی په توګهد مجلس په اجندا کی زمونږ په نوم شامل کړئ، او په اړه یی مونږ ته لیکلې اطمینان رکړئ.

۱–  دهیواد اقتصادی، سیاسی او نظامی حالاتو ته په کتو، او د هیواد په ځان د متکې کیدو په غرض، مونږ په هیواد کې د یوه کلن داوطلبانه عسکری خدمت د بیا شروع کولو وړاندیز کوو.  زمونږ غړي د هیواد دننه او په بهرنی هیوادونو کی دغه خدمت ته اماده دي، چی یا عملا دنده تر سره کړي او یا د یوه تن د یوه کال مناسبې تنخواه په ورکولو سره د یوه با پلانه پروګرام په چوکاټ کی و‌‌نډه واخلي.

۲ –  دټولوافغانانو نه دی په کلکه غوښتنه وشئچی د هیواد د سترو ګټو په نظر کی نیولو سره باید په ټول هیواد کی راکړه ورکړه په افغانی تر سره شی. د بل هر نوعه کرنسی( د ډالرو په شمول)استعمال دی جرم او د هغی نه د سرغړونی راپور ورکول دی د هر افغان مکلفیت و بلل شی.  د دغه اصل نه دید سرغړونی په صورت کی دي د راکړی ورکړی دواړه اړخونو او نه راپور ورکونکوته لازمې سزاويورکړل شی.  همدا راز ټول افغانان او دولتېاړوندهاداري دي د ملی تولیداتو زیات تولید ته، او ولس او چارواکې دی تر ممکن حده د ملی تولید د موجودیت په صورت کی د خارجی تولیداتو نه استعمال ته وهڅول شی، او دولتې اداری دی پدی اړه مکلفې وګڼل ش
۳ –  د امنیت د تامین لپاره دی د پټ خبر ورکولو یو فعال سستم (چې په هغی کی د خبر ورکونکې هویت پټ وساتل شی) را منځ ته شی او هر افغان دی پدی مکلف کړای شی چې شکمن کس او فعالیتونه باید آړوند مقاماتو ته خبر ورکړی. پدی برخه کی هر نوعه غفلت باید د یوه جرم په توګه تشخیص او اجرا کوونکی یی باید دقضایی او عدلی مقاماتوته وروپيژندل شي.
۴ –   په هیواد کی دی دجرایمو د ثبت داسی یو موثر سستم په کار واچولای شی چی د هر مجرم دوامداره نظارت پکی تر سره شی.  د هرافغان د تقرر، تعلیمې ادارو کی د داخلی، کرایه اخستلو، جایداد اخستلواو پلورلو، تجارت او کاروبار شروع کولو، تذکری او پاسپورت اخستلو په صورت کی باید د دغی اداری نه راپور تر لاسه کړای شی، او د هغی په رڼا کی دی اجرات وشی. د داسی راپور نه پرته او یا د مشکوک راپور په صورت کی دی د اړونده اجراتو د لایحی سره سم اجرات وشی، او متخلفینو ته دی لازمه سزا وټاکل شی.  دا به د جرایمو په راکولو او د مشکوکو کسانو د فعالیتونو په مخنیوی کی مؤثره وسیله وي.
 
۵ – د امنیت د لا ښه تامینولوپه غرض دې د سرحدی امنیتی قواو شمیر او د قطعاتو تعداداو لازم موثر امکانات دیزیات شی،تر څو د تخریبکارانو د نفوذ او راتګپه اړه  په وخت او موثره چاره وشی. که ضرورت وې د دی کار لپاره دی یو ابتکاری مرسته ټولونه ( فنډریزنګ)وشی. زمونږ غړی د نړی په مختلفو هیوادونوکی پدی برخه کې فعالې ونډیاخستنېته اماده دي.

۶ –  په هیواد کی د دایمې ازادی، ابرومنده سولۍ او ثبات په خاطر دی د هیواد بنیادی اقتصادی پروژو ته یو دری، پنځه، لس، او پنځه ویشت کلن ماستر پلانونه جوړ شی.

۷ –  د افغانستان یوه ستره ستونزه د یوی ملې ستراتیژی نه لرل دی.  د دی لپاره بایدد یوی اوږدمهاله ملی ستراتیژی د جوړولو اصل منظور او د دی کار لپاره دی یومتخصص مرکز را منځ ته شی. مونږ پدی اړه پلان او متخصص غړی لرو چې خدمت او همکاری ته ژمن دي.

۸ –  د افغانستان ملې ارزښتونه لکه د هیواد نوم، ملی بیرق، ملی سرود، ملی هویت ، رښتینې ملې مشران او نور باېد د ملی امانتونو په توګه واضح او روښانه شی، او ټولنې خاصتآ ماشومانو ته د تعلیمې نصاب له لاری ور وپیژندل شی.  د دی هر یوه ارزښت په وړاندی مخالفت او یا بی احترامې دی د ملی جرم په توګه تثبیت او عملی کوونکی دی په سختو مجازاتو په ښکاره ډول محاکمهکړای شی.

۹-   د خارجی هیوادونو او د هغوي اړونده ادارو سره هر نوعه پټياو ښکاره [سیاسی، اطلاعاتې او مادې] اړیکي دی د کلک نظارت لاندی وساتل شی. د دی اصل مخالفینباید ولس ته رسوا او مرتکبین یی په ښکاره توګه په کلکه مجازات شی.
۱۰ –  (پایداره او ابرومندانه سوله) د راوستلو نه علاوه ساتلو او پرورنې ته ضرورت لری.  د جرګې د غړو نه موهیله دا ده چې د سولۍ تر نامه لاندی ټولي مغرضانه او د پردیو د اهدافو لپاره جوړي کړای شوی پروژي باید په دقیقه توګه درک او د هغې د شنډولو لپاره د سولۍ روښانه غوښتنې او شرایطو په مطرح کولو سره د خپل نظام د بقا لپاره د دولت د اوسنې مؤقف پلوی وکړی.  
۱۱ –  ازادی اخستل ښه کار دی، ولی د ازادی ساتل او پرورنه تر هغې زیاته اړینه ده. ازادی د یو شمیر بنیادونو (خاصتآ اقتصادی او دولتي او دیموکراتیکو نهادونو) په جوړولو سره ساتل کیږی او پرورل کیږی.  تر هغو چې مونږ د ازادی د ساتلو او پرورني اړوند نهادونه نه وی بشپړ کړي، دا ازادی اخستنه کومه مانا نه لری.  افغانانو ډیری ازادی واخستي، خو د دغو نهادونو نه لرل د دی سبب شوه، چې هغه ازادي مو یو په بل پسی له لاسه ورکړي.  افغانان باید نور په لاشعوری توګه د (ازادی) تر نامه لاندی د هغو توطؤ ښکار نشی، چې د ازادی د اخستلو نه پس ییا د نورو(غلامانو) غلامان شي.   د ازادی په ساتلو کی د ملت دنده تر دولت مهمه او اغیزمنه ده.  هیله ده دا جرګه به پدی اړوند خپلو خلکو ته غوڅ او روښانه دریز او د ازادی د ساتنې او پرورنې په اړه پراخه لارښوني را منځ ته کړي، تر څو مونږ غولیدلې نړیوال ، خپل غولیدلی ورونه او خپل ټول ملت د ازادی په واقعې مفهوم لا ښه پوه کړاي شو. 
په درنښت
د غوایی د میاشتې ۸، ۱۳۹۸ ل کال
داکترتاج الدین ملت مل
د ملې همغږئ د نړیوال مرکز انتخابې ټولمشر
د افغانستان د سولۍ او ولسواکۍ د ملې تفاهم او همغږۍ د مرکز په نماینده ګي