آرشیف

2018-5-6

دوکتور ص. سعیدي

افغاني تذکره او ښکاره موضع!

هر هغه څوک چې په هر توجیه، په افغاني تذکرو کې د افغان او د دین د ذکر  سره مخالفت کوي، خاینانه او  د مذمت موضع او کړنې مرتکب دی. 
داچې دا خاینانه عمل له کومې انګیزې کوي، مأمور، مزدور، معذور، مجبور او یا د چوکۍ د ستاتلو  لپاره کوي دا بله خبر ده خو دا موضع او عمل له شکه پرته خاینانه او خطاء عمل او په هیڅ ‌‌‌‌‌‌ډول حتی د تفرقې د مخنیوي تر نامه لاندې هم نه شي توجه کیدای او جناب داکتر عبدالله عبدالله په دغه برخه کې خطاء استدلال کوي. 
دا د  افغان اولس د هویت او عزت د ساتلو او زمونږ د دین او ایماني هویت د ساتلو په خاطر کار دی، که څوک خفه کیږي، خدای دې زړه ور وچوي چې بیا له سره خوشاله نه شي. که په دې خاطر څوک بلوا کوي، سر یې د وهلو دی. 
په دغه تذکره کې د نیمګړي افغانستان نقشه ځای پر ځای کول له سره ضرور نه وه او دا د پاکستان بریا وینم. 
افغان حاکمیت ته پکار ده چې جبونانه عمل ونه کړي. د افغان اولس او ‌‌‌‌‌‌ډیر وسیع خلکو د افغان د حاکمیت او د جناب محمد اشرف غني له  دغه ولو نا وقته اقدام نه او د جناب حکمتیار په شمول د حزب اسلامي او نورو ملي کُتلو او حلقاتو له ملاتړ نه چې ددغې پروسې د پيل او انجام لپاره، اعلام کړای شوې،  په کلکه قدر داني او ستاینه کوي. 
مونږ  د زړو کاغذي تذکرو د پروسې د ادامې، د تابعیت د سند د ورکولو فرمان او د دایمي سکونت د تثبیت د پروسې د حل سند  د ویشلو  او حل  کلک پلویانو یو او دا پروسه ده چې اقتصادي، امنیتی، سیاسي پروژې شفافوي. 
دغه پروسه ده چې معلوموي چې هغه د پنجشیر د اصیل مور او پلار او د ناسکه قندهاري پلار په کور کې لوی شوای دی. 
زه افتخار لرم چې زما د افغاني نومونو یو ستر پېنځه ژبه ایز توحیدي، بشپړ او ستر  قامو س د بشپړیدو په حال کې دی چې د تذکرو، پاسپورتو او تولد خط د دفترو لپاره د یو ستر ممد او توحید کوونکي مرجع لپاره هم م‌ؤثرمرجع او لاسوند دی او کارول کیدای ي. 
که د افغانستان د احصایې دفتر د تذکرو دفتراو اداره زما ددې ستر قاموس علاقمند وي نو  ما سره دې تماس او اړیکه ونیسي!

 دوکتور صلاح الدین سعیدی
۵/۵/۲۰۱۸
۰۰۴۴۷۸۸۶۴۷۴۶۳۸
strategicstudies@yahoo.com