آرشیف

2017-11-1

دوکتور ص. سعیدي

افغانستان کې امریکایي جنرالانو …

د امریکایی جنرالانو د بایللو د ښاغلي مطمین د لینکې مرکزي لیکنه ده. اضافه کول غواړم چې: 
چا سرہ به د امریکایي جنرالانو د بايللو او ګټلو غم وي، چاسره د پاکستان د بچولو غم وي ( پاکستان کې بچانې کې لیې) چې پښتون مشران!؟ په مختلفو مناظرو او مصاحبو كې تصریف او قلقله کوي! 
خو افغان ولس او افغان سره د افغانستان د ګټلو، ساتلو  او د دې ملت د بچولو او د ملي ګټو د ساتلو، ګټلو او خدمت  غم شته او وه. 
سوال داسې دی چې د امریکې د بایللو سره به د پنجاب ګو‌‌‌‌‌‌ډاګي پردغه وطن او د افغان پرخاوره مسلط کیږي او بیا به افغانستان، پاکستان او ایران درې واړه  تجزیه کیږي که نه؟ 
نو د مطمئن  صیب نه د جنرالانو د ګټلو او بایللو له سودا مخکې د افغانستان د نجات پوښتنه کوم. که د امریکې د جنرالانو په بایللو کې د افغانستان تباهي هم نوره قوي  راشي او د پاکستان غلام کړای شي نو بیا انتخاب کوم دی؟ 

د غلام غلامي که د بادار غلامي؟ 
ته به وايې د هیچ چا غلامي نه. هو ، ددې لپاره د طالب په تسلط کې په دې هېواد  د پاکستان غلامي په دې مضمره او حتمي ده چې طالب به نه پاکستان او نه داخل کې څوک په آرامه پریږدي.  هو په یقین ویلای شم چې  پاکستان به طالبان چې اوس واحده کتله هم  نده، هم نه پریږدي پر افغانستان مستقل مسلط شي. داخلي موانع او ایران خو لا پریږده. نتیجه: د نظام ړنګیدل او د افغانستان تباهي حتمي کېدل.
په یاد ولرئ: پاکستان افغانستان ته هیڅ حاکمیت نه غواړي او که غواړي نو بیا کو‌‌‌‌‌‌ډاګی حاکمیت غواړي. 

نو لار څه ده؟ 
تدبیر او هوښیارتیا او په عالم اسباب کې د قوي متحدینو او قوي پارتنر لټول، د کوربه او میلمه  ځای معلوملول او ځان ته با عزته نجات ورکول په کار دي. 
دا په خوشې احساساتو نه كيږي. 

 

  له همدې قلمه: 
افغاني تذکره! 

دین او افغانیت د افغانستان په اساسي قانون کې تثبیت امر او واقعیت دی.  
د افغانستان اکثریت مطلق واکدارانو او ملت د ‌‌‌‌‌‌ډیورن‌‌‌‌‌‌ډ په نامه کرښه نه منلې او نه به ومني! 
په افغاني تذکره کې د اوسني ناکامله افغانستان نقشه غلط کار دی. 
د اساسي قانون تغیرول اود ‌‌‌‌‌‌ډيورن‌‌‌‌‌‌ډ لاین خیانت ته غاړه ایښودل ځانته پروسیجر او مقررات لري. له بلې خوا د اساسي قانون مندرجات تبدیلول او یا نفیه کول ددغې شوراء  حق او صلاحیت نه دی. 
همدارنګه ددې مسألې تصویب وړاندې کول دغې شورا ء او بیا دغه شوراء ته چې له سره قانوني صبغه او مقام نه لري خطاء کار وه او دې.  
بې اسلامه او بې افغانه تذکره، بې دینه او بې هویته تذکره د منلو نه ده او دې برخه کې دشمن غټ رشوت او مالي مصرف کړای. 

او د منلو وړ نه ده. 
په افغاني تذکره کې د اوسني ناقص افغانستان او اصلاً د افغانستان نقشه ځای پر ځای کول د پاکستانيانو او د دشمن کار او په تذکرې کې د نقشې اچول غیر ضروري کار دی. 

اوس د افغانستان جمهور رئيس ته په کار ده دغه مسأله سترې محکمې ته د پارلمان ( غیرقانونی پارلمان) دقانون اساسي ضد فیصلې او تصمیم تر عنوان لاندې څېړنې ته ولېږي.. 

دا خیانت منل او دا حالت زغمل ملي خیانت زغمل دي او دې ته نباید اجازه ورکړل شي! 

بې اسلامه، بې دینه، بې افغانه او د ‌‌‌‌‌‌ډيورن‌‌‌‌‌‌ډ د منلو افغاني تذکره نه د منلو، نه د اخېستلو او نه د زغملو ده. 

بېده افغان ولسه بېدار شه!

افغان ملت دې پرې خبر وي.