آرشیف

2021-9-3

شاه ولی آرین

افغانانو تل استقلال ګټلی، خو ساتلی یې نه دی

 

د هیواد د تیر تاریخ بریاوې او ماتې که د تېر تاریخ په اډانه کې تر څیړنو لاندې ونیسوو لیدل کېږي چې افغان قهرمان او باتور ولس وار، وار د بهرني استعماري، نیواکګرو خولې په خاورو مښلي او د خپلو له شرمه ډکو ماتو سره په رڼا ورځو او یا تورو شپو یې زموږ ګران هیواد افغانستان پرې ایښی او خپلي پښې یې سپکي کړي دي.

 

استقلال ګټل:

د افغان انګلیس په درې جګړو کې افغان قهرمان ولس او غازیانو په خورا شهامت د هغې سترې امپراتورۍ ښکرونه ورمات کړل، چې په امپراتورۍ کې یې لمر نه ډوبیده. د هیواد غازیانو د ۱۹۱۹ میلادي کال د اګست د میاشتې په نو لسمه نیټه د انګریزانو د امپراطورۍ په مقابل کې د شاه امان الله خان غازی تر مشرۍ لاندې د هیواد استقلال تر لاسه کړ.

شوروي اتحاد چې د افغان انګلیس د دریګونو جګړو نه یې پند و انخیست د ۱۳۵۸ کال د جدې د میاشتي په شپـږمه نیټه زموږ پر هیواد د ټولو نړیوالو اصولو پرخلاف له شرمه ډک یرغل وکړ او خپل ګوډاکۍ حکومت یې یې پر افغان ولس وتاپه، چې په میلیونونو افغانان یې ووژل، هیواد پریښودلو ته یې اړویستل او په سلکونو نور یې معلول او معیوب کړل، دغه لس کلنې جګړې د هیواد ټول مادي او معنوي ارزښتونه له خاورو سره خاورې کړل، شورویانو زموږ په هیواد کې د خپلو موخو د عملي کولو له پاره، قومي، سمتي او سیاسي تعصباتو ته دومره لمن ووهله چې دغه ستونزې دا دی تر اوسه هم دوام لري.

افغان قهرمان ولس شاو خوا لس کاله د شوروي زبرځواک په مقابل کې سرونه نظرانه کړل تر څو له یوه خوا د نړیوال فشار، له بلې خوا په شوروي کې د یوه بدلون او د ټولو په سر کې د افغانانو د سترو قربانیوله امله شوروي اتحاد دړې وړې شو او افغانانو د۱۹۸۹ میلادي کال د فبروري د میاشتي په ۱۵مه نیټه د شورویانو په وتلو سره د هیواد استقلال تر لاسه کړ.

ولیدل شول چې استعماري او نیواکګر امریکا، ناټو او ورسره متحدینو یې هم د تیر تاریخ د انګریزانو، شورویانو له شرمه ډکو ماتو نه پند وانخیست، او د ۲۰۰۱ کال د اکتوبر په میاشت کې یې زموږ پر هیواد یرغل وکړ او د ب -۵۲ بم غورزونکو الوتکو په واسطه یې په زرګونو بې ګناه افغانان ووژل، د نظار شورا له دری کسیز هیئت یونس قانوني، عبدالله عبدالله او فهیم سره یې د هیواد د خرڅونې لوزنامه لاسلیک کړه، چې د دغې لوزنامې پر بنسټ یې د هیواد ځمکنی او هوائې حریم خپل بادار ته په اختیار کې وسپارل.

 

امریکا او ورسره متحدینو یې شل کاله بې له افغان وژنو او هیواد ورنولو نه بل داسې څه ونه کړل چې د          افغانانو ستونزې یې له منځه وړي وای.

زموږ ډېر هیوادوال یې د نفاق، بې باوريو، په مخدره توکو د روږد او نورو سلګونو منفي پدیدو په مرضونو اخته کړل. سالم، سپیڅلي په هیواد او خلکو مین شخصیتونه یې ورځ تر بلې د حکومت نه بې برخې کړل، ضعیف او ناکاره حکومتونه یې پر هیواد والو تحمیل کړل، د شلو کلونو په موجودیت کې یې په لکونو بې ګناه او مظلوم افغانان ووژل، د بمونو مور یې زموږ پرهیواد وازمایه، مافیائې کړۍ یې ورځ تر بلې د خپلو موخو د عملي کولو له پاره د قومونو د استازو په نامه پر مظلوم ولس حاکمان کړل، چې په دغه تیر شل کلنې استعماري دوره که نه امریکا او نه دغو ضعیفو حکومتونو یې هیڅ داسې یو بنیادي کار تر سره نه کړ، چې د هیوادوالو د اقتصادي ستونزو مخنیوی یې کړي وای.

 

همدا امریکا او ورسره انډیوالان یې وو، چې د جمهوري ریاست څلور ځل ټاکنې او هم یې پارلماني ټاکنې د ستونزو او بحران سره مخ کړي تر څو په هیواد کې د قانونمند حاکمیت مخه ونیسي.

 

امریکا د دې ټولو توطیو او دسیسو د عملي کولو سره، سره دا دی ونه شو کولای پر افغانانو خپل استعماري سیاست ته دوام ورکړي.

 

د افغان ولس د سترو قربانیو، سرښندنو په نتیجه او د الله پاک د نصرت او احسان له امله دغه ستر زبرځواک د انګریزانو او روسانو شانته په ګونډو شو او په ډېره سر ټیټۍ سره یې، د شپې له خوا ورستي ځواکونه له هیواده وتښتیدل، چې په نتیجه کې د ۲۰۲۱ میلادی کال د اګست د میاشتي په یودیرشمه نیټه افغان ولس خپل استقلال تر لاسه کړ.

 

استقلال بایلل:

 

دا یو اصل دی، چې استقلال په جګړو، قربانیو، شهامت، هیواد پالنه  ګټل کیږي، اما استقلال ساتل په تفکر، سالم سوچ، عقل، ملی یووالي، ښه حکومتدارۍ، ولسي بیز، نړیوال معقول سیاست او تعاملاتو ته پاملرنه، د قانون د حاکمیت په رعایت او په نظام کې کار اهل د کار ته د سپارلو له لاری ممکن دی.

 

تاریخ ته په کتو سره افغانانو هیڅکله له لاسته راغلو فرصتونو نه لازمه استفاده د خپل هیواد د پرمختګ له پاره نه ده تر سره کړي؛ تل یې استقلال ګټلي، اما په ډېره لنده موده کې یې هر څه په سیند لاهو کړي دي.

 

تیر تاریخ ته په کتو سره، هندوستان د استعماري انګریز د تسلط په وخت کې د انګریزانو له اقتصادي امکاناتو نه د خپل هیواد په جوړونه کې لازم امکانات تر لاسه کړل، که نور پرمختګونه یې پریږدو، یوازې یې د اورګاډو پټلي سلګونه ښارونه سره وصل کړل، چې دا په خپله د یو هیواد د پرمختګ له پاره اساسي لامل دی.

 

افغانانو کلونه کلونه د انګریزانو سره یوازې جګړې تر سره کړي. د هغوي له امکاناتو نه یې د هیواد د پرمختګ په لار کې هيڅ ګټه پورته نه کړه، کله چې په ۱۹۱۹ کال غازی امان الله خان د هیواد استقلال تر لاسه کړ، انګریزانو د خپلو ماتو د بدل اخیستلو له پاره په سلګونه جاسوسان د افغان په جامه کې د تخریباتو له پاره زموږ په هیواد کې وګمارل، له بله خواغازی امان الله خان هم ځنې اصلاحات په چتکۍ سره عملي کړل چې د انګلیس د جاسوسانو د تبلیغاتو له پاره یې نوره هم زمینه برابره کړه، له بله پلوه د نظام په دننه کې یو شمیر شاه امان الله ته نږدې کسانو خیانت تر سره کړ چې دغه ټول فاکتورونه د دې علت وګرزیدل، چې ګټلی استقلال له سترو ګواښونو سره مخ کړي او امان الله خان یې هیواد پریښولو ته اړویست.

 

په ۱۹۸۹ کال، کله چې د افغان ولس د سرښندنو اوقرباینو په نتیجه کې له شوروي اتحاد نه استقلال تر لاسه شو، د هغه وخت په نوم د مجاهدینو مشرانو ونه شو کولای ملي یووالي وساتي، لکه وائې چې:

 

« اشغال تر اشغاله توپیر نه لري . خو تر اشغال لاندې ملتونو کی تفاوت شته. ډیری ملتونه د اشغالګرو نه ورپاتې وسایل او امکانات ساتي او ګټه ترې اخلي ، هغه که هر څه وي د تجهیزاتو او ملکیتونو نه نیولی بیا تر بشري قوی پوری.»  اما د مقاومت مشرانو هر څه په سیند لاهو کړل، روسې اشغال یې پر پاکستانې اشغال بدل کړ، حمید ګل د پاکسان د استخباراتو مشر او د جنرال ضیاوالحق ځوی د مشاورینو په توګه دوي ته لارښوونې کولې، د دوي خپلمنځي جګړو د هیواد وسلوال غښتلی پوځ پارچه، پارچه کړ، نظامي وسایط د کباړ په توګه پاکستان ته ولیږدول شول، د هیواد مادي او معنوي ارزښتونه له خاورو سره خاوری شول او د هیوادوالو مال ناموس د سترو ګواښونو سره مخ شول، چې دغو پراخو ستونزو او ګډوډیو طالبانو ته ښه فرصت په لاس ورکړ او د سترګو پر رپ سره یې له پنجشیره پرته  ټول هیواد باندې مسلط شول، ولیدل شول چې په لومړیو کې ټول افغان ولس ترې په بشپـړ ډول ملاتړ وکړ، مګر د یوې لنډې مودې وروسته یې اصلي مسیر پریښود او په تیروتنو یې لاس پورې کړ، د پنجشیر د ولایت نه نیول یې بله ستره تیروتنه وه، چې له همغه ځایه یې پر ضد مقامت راپیل شو، تر څو چې د امریکا د اشغال له پاره یې زمینه برابره کړه.

 

اوس هم چې د افغان ولس د سرښندنو په نتیجه کې مو تاریخي استقلال تر لاسه شوي، او د خدای تعالی په نصرت او پیرزوینو دا دی د دوهم ځل له پاره طالبان د هیواد حاکمیت تر لاسه کوي، اړینه ده چې دوي په تدبیر او ارامو مغزو تیر تاریخ ته مراجعه وکړي. پر خپله تیره دوره غور او سوچ وکړي او د راتلونکی له پاره د دې ګټلی استقلال د ساتلو، هنر، سیاست او پالیسي غوره کړي، دغه بریالیتوب هغه وخت پوره تر سره کیدلی شې چې:

 

طالبان د افغان ولس غوښتنو او اړتیاو ته پوره پاملرنه وکړي، د لوی جرګې له لارې د هیواد ملي ارزښتونه رعایت او د اصلي مانا په توګه ټولشموله دولت رامنځته کړي، د قانون د حاکمیت له لارې د فردي او دولتي حقونو نه ساتنه وکړي. په راتلونکي نظام کې د فاسدو عناصرو له ګډون نه مخنیوی وکړي، کار اهل د کار ته وسپاري، کومه عمومي عفو چې یې اعلان کړي عملي یې کړي، خو غاصبان، لوټګرو د هیواد د ملي پانګو او کانونو غله باید محاکمو ته راکش کړي، چې د ټولو هیوادوالو هیلې دي. به نړیوالو اړیکو کې، د نړیوالو مثبتو تعاملاتو، اړیکو، ساتل، پالل د هیواد د لوړو ګټو په نظر کې نیولو سره دا ټول هغه څه دي، چې که په نظر کې ونیول شې او عملی ګامونه واخستل شي کیدای شي چې د څلویښت کلنې غمیزې د پای او د هیواد د استقلال د ساتلو مطمئنه ګرنتی کیدلی شي، یو ځل یې بیا په ټینګار سره وایم تر څو چې په هیواد کې فکري، سیاسي او اقتصادي استقلال تر لاسه نه کړو دغه د استقلال ناری او سوری مو بې ارزښته دی، نو ځکه باید له ټولو پورتنیو امکاناتو نه کار واخستل شي تر څو مو هیواد له دغه وضعیت نه راووځی او د یو خپلواک هیواد په توګه خپل موقف غوره کړي.

 

پای