آرشیف

2017-1-31

دوکتور ص. سعیدي

افراطيت او تعصب د شر خدمتګاران!

تروریستان او دهشت ګر وایي: نړۍ کې د اسلام او کفر جګړه روانه ده. 

ترامپستان او ورته افراطيون ددې خبرې پخلی په خپلو اعمالو او نظریاتو کوي او په دې ‌‌‌‌‌‌ډول د تروریستانو او دهشت ګر ممدین او خدمتګاران دي. 

د مسجد په سوځولو او د مسلمانانو پرضد تدابیر نیولو او عمل کولو د تروریست او دهشت په صف او قطار کې د ټول اسلامي امت بسیجول او د تمدنونو د تقابل زمینه سازي کونه ده. داچې مسجد د ترور سره د مقابلې په نامه وسوځول شي او په دغه عمل او نظر ترامپستان او د مسجد سوځونوكي او عاملین او نړۍ کې م‌ؤيدین د تروریستانو په عمل کې م‌ؤثر نوکران شول او نوکران دي. تفاوت داچې دوی صرف د خپل حماقت او  کودنی له وجهې د ترور او داعیش نوكران 

دي!

په یاد ولرچې د ترور او دهشت پر ضد د اسلام او مسلمان پر ضد جنایت او تعصب د دغو  احمقو متعصبو ټوله مبارزه په حتمي ‌‌‌‌‌‌ډول ناکاموي او خپله به تباه شي! خو د تأسف خبر ده چې په پایله کې به دا تراميستان او متعصبین یواځې د داسې  اسلام ضد، بشریت ضد او د تمدنونو د شخړو او تقابل مخکښانو ددې اعمالو او نظریاتو له وجهې ‌‌‌‌‌‌ډېر بې ګناه انسانانو ته  هم ضرر ورسوي  او انساني ټولنه به له سترو بلاوو سره مواجه او مخامخ کړي او مخامخ کړای شي! 

نو پر ټولو انسانانو او د خیر خادمانو غږ کوم چې سر په شګو مه من‌‌‌‌‌‌ډئ، غغلي مه پاتې کیږئ او رسالت ادء کړئ! رسالت دا تقابل او فتنو ته لمن وهل نه دي! رسالت دداسې احمقانه او استکبار تقابل، شر او فساد افشاء او د نړۍ د مختلفو تمدنو د یوځای د اوسیدو او متقابل احترام او مشترک ژوند د تأیید پالیسي ده. 

و ما علینا الا البلاغ المبین