آرشیف

2021-2-19

شاه ولی آرین

اشنا

راتــه یـې وې چـې تــه زما ولـیـکه
ښه ورته زېر شه ټول رښتیا ولـیکه
 
ښه مې په بد، بد مې په ښو وانوړي
هـر څـه چې وی هغه بیا، بیا ولیکه
 
نـن تــه سبـا، سبـا تـه نـن مــه وایــه
څــه چـې دي ټـول، د نن سبا ولـیکه
 
آ د هـجـران څپې دې هېـرې کـړلـې
هـغـه د ژونــد افسانې زمــا ولـیــکه
 
کلـه بــه راشـی یـو ځـل بـیا هغسـی
آ د خــوښـۍ مـیـنـې بــریــا ولـیــکه

 
۱۰/۰۲/۲۰۲۱دنمارک
 شاه ولی ارین